26 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي ګټو پر محور د راټولېدو اړتیا

کابل/ د سلواغې ۶ مه/ باختر ټول دا مني چې افغانستان...

جمهورريیس غني له راس ویلسون او جنرال سکاټ مېلر سره وکتل

جمهورريیس غني له راس ویلسون او جنرال سکاټ مېلر سره وکتل

کابل/ د سلواغې ٦ مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

  د نشه يي توکو دوه قاچاق وړونکي ونيول شول

د نشه يي توکو دوه قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل/ د سلواغې ٦ مه/ باختر پوليسو دوه تنه په کابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل/ د مرغومي ١٧ مه/ باختر       
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ په ٢٠٢٤ کې د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې په توګه د کابل د هر اړخيزې او ښې پېژندا لپاره د تياري عالي کمېسيون لومړنۍ غونډه پرون جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په غونډه کې يوشمېرجګپوړو دولتي مسوولينو او       د اړوندو وزارتونو او بنسټونو معينانو، رييسانو او واکمنو استازو ګډون کړى و.
د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په  ٢٠٢٤کال کې د اسلامي فرهنګ د پايتخت په توګه د کابل د نمانځنې پروګرام د جوړولو لپاره پر ښه، غوره او پرتمين تياري ټينګار وکړ.
ساپۍ وويل چې د لومړي ځل لپاره د قطر په پايتخت دوحه کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ وزيرانو په غونډه کې چې د ٢٠٠١ ميلادي کال د ډسمبر له  ١٣مې  تر ٢٩ مې پورې جوړه شوه، پرېکړه وشوه چې آيسيسکو دې د اسلامي هېوادونو تاريخي ښارونه د د اسلامي ثقافت پايتخت ونوموي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د دغې نومونې موخه د اسلامي نړۍ د هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت، د همکاريو جلبول او د تجربو تبادله وبلله او ويې ويل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اوس د اسلامي نړۍ د پرمختللو هېوادونو د پاملرنې وړ ګرځيدلى دى او په بېلابېلو برخو او په ملي او بين المللي پروسو کې د هغوى د همکاريو قدرداني کوي.
وروسته د اسلامي ثقافت د پايتخت کابل د تياري عالي کمېسيون د جوړولو په اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني فرمان په فرهنګي چاروکې د جمهوري رياست سلاکار محمد زرين انځور ولوست چې په کې ويل شوي دي: د آذربايجان په پايتخت باکو کې په ٢٠٠٧ کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ وزيرانو د نهمې غونډې د پرېکړې پربنسټ چې د کابل ښکلى ښار په ٢٠٢٤ کې د اسلامي نړۍ د فرهنګ پايتخت انتخاب شوى دى، له دې امله د کابل د ورپېژندنې لپاره د ښه او غوره تياري په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په مشرۍ عالي کمېسيون ټاکل شوى دى.
دغه راز په غونډه کې يو شمېر اړوند وزارتونه او بنسټونه د کمېسيون غړي ټاکل شوي دي چې د ٢٠٢٤ لپاره د کابل د تياري مسووليت لري.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بين المللي اړيکو سلاکار ډاکټر طارق رشاد د اسلامي ثقافت د پايتختونو د تاريخچې په اړه معلومات ورکړل او د اسلامي ثقافت د پايتخت د انتخاب معيارونه يې په ګوته کړل.
په همدې ترتيب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار د لاور نذيرزوى په  ٢٠٢٤ کې د اسلامي فرهنګ د پايتخت کابل د تياري د عالي کمېسيون د طرزالعمل په اړه چې په ٥ فصلونو او ٢٤ مادوکې  چمتو شوې دى، معلومات ورکړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري په خپلې وينا کې په ٢٠٢٤ کې د اسلامي ثقافت د پايتخت کابل د نمانځنې په خاطر د تياري په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاري پلان په اړه معلومات ورکړل.
هغه وويل چې د دغه پلان پربنسټ تر ٢٠٢٤ پورې به ، کال په کال د کابل د ښې  ور پېژندنې او معرفي کولو په اړوند سيمينارونه جوړ شي او باختر آژانس به هم په دې برخه کې خبرونه او رپوټونه برابر او خپاره کړي .
پوهاند باوري ټينګار وکړ چې د کابل په هره فرهنګي اوونۍ کې به د کابل په اړه ٥ کتابونه چاپ شي اوپه ټوليزه توګه تر ٢٠٢٤ پورې به دکابل په اړوند ٢٥ کتابونه چاپ شي.
د غونډې په پاى کې د کمېسيون غړيو د موضوع په اړوند خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل او آزادې خبرې يې وکړې.
پاى/ف/ذ

کابل/د مرغومي ۱۷ مه / باختر
کابل د یو ستر نړیوال او تاریخي ویاړ په درشل کې دی. په ۲۰۰۷ کې په باکو کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ وزیرانو په خپله نوبتي غونډه کې پرېکړه وکړه چې کابل به په ۲۰۲۴ کې د اسلامي فرهنګ پلازمېنه وي. د افغانستان جمهوررییس په یو فرمان کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات په مشرۍ یو  کمېسیون ته، چې د نورو وزارتونو او ادارو استازي په کې غړیتوب لري، دنده سپارلې ده چې د دغه ستر ویاړ لپاره بشپړ تیاری ونیسي.
د باختر آژانس مفسر د دغه راز تیاري بهیر ته کتنه کړېده او لیکي:
پرون د ټاکل شوي کمېسیون لومړۍ غونډه وه. په غونډه کې د تیاري پرچارو ړومبنۍ خبرې وشوې. له شک پرته دا د کابل لپاره د افغانستان او سیمې د یو لرغوني او تاریخي ښار په توګه ستر ویاړ دی او جوتوي چې اسلامۍ نړۍ د تاریخ په اوږدو کې  د اسلامي فرهنګ او تمدن په وده او پرمختګ کې د کابل ستر نقش او ونډې ته د درنښت په سترګه ګوري. دا د کابلیانو لپاره ستر ویاړ دی او دا د افغانستان د ټولو خلکو لپاره ستر ویاړ دی. په ۲۰۲۴ کې به د ټولې اسلامي نړۍ پام د کابل لور ته وي. خو له ویاړ سره جوخت دا یو ستر مسوولیت هم دی، خورا دروند  مسوولیت دی، لوی تاریخي مسوولیت دی. څلور کاله لنډ وخت دی او د خلکو په خبره د سترګو په رپ کې تېرېږي. له دې امله د کمېسیون پر اوږو یو ستر مسوولیت اېښودل شوی دی. دوه خبرې ډېرې مهمې دي. لومړۍ دا چې موږ مسوولیت لرو کابل په ډېره ښه توګه اسلامي نړۍ ته معرفي کړو، ټول هغه څه چې له اسلامي تمدن او فرهنګ سره تړاو لري، باید هغه په ګوته کړو، نوملړ یې جوړ کړو او بیا یې حالت وارزوو، لکه  تاریخي جوماتونه، آبدې، څلي، باغونه، پارکونه، لرغونې ودانۍ، زیارتونه او نور.  همدارنګه د کابل د تاریخ په اړه لا ډېرو علمي  څېړنو ته اړتیا ده. باید علمي سیمینارونه او کنفرانسونه جوړشي، کتابونه ولیکل شي، علمی – څېړنیزې مجلې خپرې شي، تاریخی مستند فلمونه جوړشي، تاریخي عکسونه برابرشي او نندارې ته وړاندې شي. د دغه راز فعالیتونو نوملړ خورا اوږدېدای شي او ټاکل شوی کمېسیون باید پرې فکر وکړي. همدارنګه غوره دا ده چې د غزني تجربه که څه هم ناکامه وه، خو باید مطالعه شي. پر دې سربېره د نړیوالو تجربو مطالعې ته هم اړتیا ده. مکه مکرمه لومړی ښار و چې د اسلامي فرهنګ پایتخت ونومول شو. باید دهغوی تجربه او همدرانګه د نورو اسلامي هېوادونو تجربه مطالعه شي. دا لومړۍ خبره وه او منو چې ډېره مهمه خبره ده  او باید ټاکل شوی کمېسیون په دې برخه کې ښه کار وکړي. خو دویمه خبره هم شته  او هغه دا چې په ۲۰۲۴ کې د اسلامي پلازمېنې په توګه د کابل نومول د افغانانو لپاره یوه ښه پلمه او یو ښه فرصت دی چې د کابل د فزیکي او فرهنګي بڼې د اړولو لپاره ترې پوره ګټه واخلي. کابل به په ۲۰۲۴ کې د اسلامي فرهنګ پلازمېنه وي او د دې خبرې مانا دا ده چې تر هغه مهاله باید د کابل هرڅه یو ښه او تاریخي پایتخت ته ورته وي. اوسنی حالت د منلو نه دی. د ښار سړکونه وران ویجاړدي، هوا ککړه ده، ښاري نظم هغسې نه دی چې باید وي. اړوند مسوولین باید مټې رابډ وهي او کابل په رښتینې توګه د اسلامي پایتخت ستر او تاریخي ویاړ ته چمتو کړي.   ن. ش.

 

کابل / دمرغومي ١٧مه / باختر :
دافغانستان ددايمي پرمختيا  دموخو په اړوند دپوهاوي ورکولو پروګرام نن  داطلاعاتواو فرهنګ  وزارت دپلان رياست او داقتصاد وزارت په همکارى  داطلاعاتواو فرهنګ وزارت درييسانو اومسوولانو لپاره  جوړ شو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، ددغه پروګرام  په پرانستلو کې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي اداري او ګرځندوي  معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  خبرې وکړې او ويې ويل :  ددايمي پرمختيا موخې  يوډير مهم نړيوال پروګرام دى  دغه پروګرام  په  ٢٠١٥ کال کې  دنړۍ  د ١٩٣ هېوادونه په رهبري  له راتلونکو  ننګونو سره  دمقابلې په مقصد  چې بشريت ورسره مخامخ دى  ،  رامنځته شوى دى چې ستونزو ته رسيدګي وشي .
سيده مژګان مصطفوي چې ددايمي پرمختيا دموخو دپروګرام په اجراييوي کميټه کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت استازيتوب پرغاړه لري وايي  چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ټول پروګرامونه  ددايمي پرمختيا له موخو سره سم  دروان کال لپاره  چمتو شوي دي .
  مژګان مصطفوي زياته کړه چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  ددايمي پرمختيا دموخو پربنسټ دګرځندوى په برخه کې  درې شاخصونه  ،  دفرهنګ په برخه کې يوشاخص  او دخپرونو په برخه کې  دوه شاخصونه لري .
  ددايمي پرمختيا دموخو  داجراييه کمېټې رييس  فضل پور کوهکن ددايمي پرمختيا دموخو په اړوند معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې دغه نړيوال پروګرام اوولس شاخصونه لري  چې په راتلونکو پنځلسو کلونو کې دښه حالت  لرليد په پام کې نيول شوى دى  چې له بې وزلى  او لوږې  څخه ژغورنه  ، له اقليمي اغيزو او له نورومواردو څخه  خونديتوب دى .
ددايمي پرمختيا  دموخو دپروګرام دطرحې او توحيد رييس داکتر ميرويس بهيچ وويل چې دغه  پروګرام له نړيوالو بنسټونو څخه  دڅه دپاسه  ٧٠٠٠ متخصصينو  دڅېړنې پايله  اولاسته راوړنه ده  چې دپنځلسوکلونولپاره  تدوين  شوى دى .او دنړۍ دپرمختيا  لپاره  اودقحطى ، وچکالى ، جګړو ، افتونو ، او بې وزلى  په شان له راتلونکو چلنجونو سره  دمقابلې  لپاره  چې  دنړى پراخې سيمې يې  رانغاړلې دي  يواړخيز  او ټول شمول  پروګرام دى .
  دده دڅرګندونوله مخې ،  دنړۍ هېوادونو ددايمي پرمختيا  دموخو تر عنوان لاندې يو ګډ پروګرام  جوړ کړ چې نړيوالو ستونزو ته رسيدګي وشي .
په پاى کې  هغه  داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت له مشرتابه څخه  ددايمي پرمختيا دموخوپربنسټ  د پروګرام  دچمتو کولو اوهمکارى په خاطر  مننه وکړه .
ختم-ف _ اکرم

 

کابل / دمرغومي ١٧مه / باختر :
دهرات داطلاعاتواوفرهنګ  رياست  او دښاروالۍ دادارې  مسوولانو دزاړه ښار دتاريخي ساحو دکتنې په ترڅ کې  دښارپه  کچه دملکيتونو او دثبت شويو تاريخي ساحو دويجاړيدو په مخنيوي باندې ټينګار وکړ .
دغه مسوولان وايي  چې دزاړه ښار ساحه  دهرات ښار له ډيرو بډايو تاريخي ساحو څخه ده  چې  زيات تاريخي اماکن او ابدات  پکې شته .
دهرات  داطلاعاتواوفرهنګ رييس اريا رووفيان  دغه ولايت   دهېواد په کچه  دتاريخي اوفرهنګي  شتمنيوپه لحاظ  ډير بډاى  ولايت وباله .
رووفيان په دې بيان سره  چې دهرات ښار  تاريخي ابدات اوميراثونه  ځانګړى ملي اوبين المللي اهميت لري څرګنده کړه  چې د  خلکو او دښاروالۍ ، ښار جوړولو او امنيه قوماندانۍ دادارو په همکارى کولاى شو زموږ دښار تاريخي اماکن اوابدات  چې  دهرات دډيرو ارزښتناکو شتمنيو څخه دي وساتو او څارنه يې وکړو .
  ختم_ ف _اکرم

Page 4 of 499