18 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي اردو یو منسوب په فاریاب کې ټپي شو .

د ملي اردو یو منسوب په فاریاب کې ټپي شو .

کابل باخترداغبرګولي ۲۷ د فاریاب ولایت په میمنې ښارکې تیره شپه...

په نورستان کې دشپږو  تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

په نورستان کې دشپږو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د غبرګولې اته ويشتمه دطالبانو په ډلې پورې...

دفراه په انار درې دوسله والو طالبانو ډله ئيز بريد .

کابل باختر د غبرګولي اته ويشتمه : وسله والو طالبانو ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

 

کابل- باختر د تلې ٦

  دپکتيا ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت دلومړي ځل لپاره په دغه ولايت کې دسيمه ييزو هنرمندانوکنسرت ورکړشو. په دې کنسرت کې دګرديز ښار څه دپاسه يو زرو پنځه سوه تنو اوسيدونکو برخه لرله .

 دغه کنسرت دملګروملتو ددفتر او داوستون  دکلتوري ټولنې په همکارى دپکتيا ولايت دجرګو په تالارکې  ورکړ شو .

 دپکتيا ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد شفا مشفق باختر اژانس ته وويل: دغه کنسرت د اصلي افغاني موسيقي د ودې او ژوندى ساتلو په خاطر ورکړ شوى دى .

 ده زياته کړه: په دې کنسرت  دبهرام  جان او له ګل روف  په ګډون پنځلسو تنو سيمه ييزو هنرمندانو برخه اخستې وه .

 په دې کنسرت کې هنرمندانو هيوادني او سيمه ييزې  سندرې واورولې . 

 

کابل- باختر د تلې ٦

  د افغانستان دځوانانو دمدني ټولنې دويمه غونډه  داطلاعاتو او فرهنګ د وزير  ډاکتر سيد مخدوم رهين په شتون نن په کابل کې جوړه شوه .

 دا دافغانستان له ګوټ ګوټ څخه دځوانانو يوه ډيره ستره غونډه بلل کيږي چې د دوى دلارې پرسر دپرتو خنډونو د څيړنې لپاره داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت په همکارى په پايتخت کې جوړيږي .

 دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې غونډه کې ځوانانو، د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت  مقاماتو، دمدني ټولنې  فعالينو، دپارلمان غړو او نورو دولتي چارواکو ګډون کړي و .

 د افغانستان دځوانانو دمدني ټولنې يو مسوول  جواد عطايي ددغې غونډې په پيل کې ددغه مرکز کړه وړه او فعاليتونه بيان کړل .

  ده دغونډو او فيس بوک دصفحې دجوړولو له لارې  د افغانستان دځوانانو ديو موټې کولو يادونه وکړه او وې ويل چې اوس  دهيواد ځوانان کولى شي په بيلابيلو وسايلو له يو بل سره اړيکي ونيسي او خپلې  ستونزې اومشکلات  له يوبل سره  شريک کړي .

 د افغانستان دځوانانو دمدني ټولنې د اساسنامې  برابرول دځوانانو ددغه نوى مرکز نورې کړنې بلل کيږي .

  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين  په دې غونډه کې  ددغه سترمرکز دجوړولو او دهغوى دستونزو د څيړنې په لاره کې  دځوانانو دغه بې سارى حرکت وستايه او وې ويل: ((کله چې دځوان پياوړې مټ دعشق او ايمان له مرکې سره يو ځاى شي، ځوانان کولى شي په دې هيواد او دنړۍ په دې سيمه کې  ډير ستر برياليتوبونه ولري .))

 داطلاعاتو او فرهنګ  وزير په خپلو خبروکې په ټولنه او په افغانستان کې دځوانې دموکراسي دپراخ بنسټه  کولو په لاره کې دځوانانو رول ارزښتناک وباله او له ځوانانو  څخه يې وغوښتل چې دپوهې او علم د زده کړې په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړي چې له دې  لارې خپل هيواد دترقي اوپرمختګ په لور رهبري کړي .

 داطلاعاتو او فرهنګ وزير له ځوانانو سره ژمنه وکړه چې ددغه وزارت دځوانانو دچارو دمعينت له لارې د دوى دستونزو د څيړنې په لاره کې  هلې ځلې وکړي .

 د ولسي جرګې استازوهيلې ارشاد، رمضان جمعه زاده او فرخندې زهرا نادري په دې غونډه کې دځوانانو په وړاندې دپرتو خنډونو په باب خبرې وکړې .  دوى بې وزلي ، بې سوادي ، روږدي توب  ، وزګارتيا او دسياست فرهنګ او اقتصاد په برخه کې دځوانانو دشتون  په وړاندې پراته خنډونه دځوانانو مهمې ستونزې وبللې .

 دپارلمان دغو وکيلانو دستونزو او خنډونو دلرې کولو په لاره کې  دځوانانو حرکتونه وستايل او له هغوى څخه يې وغوښتل، په هغه ځواک  سره چې لري يې زياتې زده کړې وکړي، درس ووايي او دپوهې اوکمال لوړو پوړيو ته په رسيدو سره هيواد له اوسني حالت څخه دترقي او پرمختګ  په لور رهبري  کړي .

 په دې غونډه کې يوې برخه والې ريحانې دافغانستان دځوانانو په لاره کې  پرتو خنډونو ته اشاره وکړه اوله دولت څخه يې وغوښتل  چې ددغو خنډونو او ستونزو په  له منځه وړلوکې له دوى سره همکاري وکړي .

 دغونډې په پاى کې دافغانستان دځوانانو دمدني ټولنې اساسنامه درايو په اکثريت تصويب شوه او ددغه مرکز دمرکزي شورا غړي انتخاب شول .

  دافغانستان دځوانانو مدني ټولنه  دځوانانو دستونزو د څيړنې او دهغوى دپيوستون په مخه په روان کال کې  جوړه شوه . 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
دګرځندوى دنړيوالې ورځې دنمانځنې له امله په  افغانستان کې دګرځندوى دصنعت دڅيړنې دويم  ملي کنفرانس نن دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي دپيغام په لوستلوسره په کار پيل وکړ.
دباخترا ژانس دخبريال دخبرله مخې په هغې غونډه  کې چې له همدي امله جوړه شوې وه لومړۍ له همدي امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  حامدکرزي پيغام داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمعين پوهنمل نبي فراهي له خوا ولوستل شو.
په پيغام کې ګرځندوى له انسانانوسره دپيژند ګلوي اومعرفت يوه اغيزمنه لاره بلل شوې ده ويل شوي دي  دانساني فکر په انکشاف  اودعلومو په پراختيا اوخپرولو کې ، سياحت  يوه ډيره مهمه  وسيله بلل کېږي .د سفر اوسياحت په باب ، په ټولو نړيوالو ژبو اوفرهنګونو کې  په ويناو او مقالو کې دزياتو متلونو شتون  ددغې مسلې مصداق دي .
په پيغام کې دغه رازدګرځندوى صنعت يو ستر اقتصادي فعاليت بلل شوي دي .
زه دګرځندوى دنړيوالې ورځې په مناسبت ، دهغو فعاليتونو له امله چې دسياحت دصنعت په لاره کې ترسره شوي دي  دزړه له کومي مبارکې وايم.
په همدي مقصد دافغانستان داسلامي جمهوريت داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ستايم چې په ډيرو سختو شرايطو کې يې په دې لاره کې دپاملرني وړ پرمختګ کړي دي .
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين  وينا وکړه او ويي ويل  په افغانستان کې دګرځندوى  صنعت  يو داسې صنعت دي چې له انحطاط  ،فتور سره مخامخ دي  . افغانستان دلرغونې  تاريخي سابقي په لرلوسره  دهيواد په توګه  زيات شمير تاريخي اوطبيعي اثار او څلې لري
که څه هم له بده مرغه په اوس وخت کې  زموږ نږدي يو زرو دوه سوه تاريخي څلې دړنګيدو اونړيدو په حالت کې دي . ماڅوځلې خپل حکومت اونړيوالې ټولنې ته خبرداري ورکړي دي که چېري  له افغانستان  سره دتاريخي څلو  په ساتنه کې مرسته ونه شي  موږ به دخپل ملت دځينو هغو تاريخي ارزښتونو ديوې برخې  دله منځه تللو شاهدان واوسو چې  دنړيوالو فرهنګي ميراثونو يوه برخه ده .
ډاکتررهين دغه راز  زياته کړه په داسې  حال کې چې زموږ دهيواد تمدن ترزياتي اندازي پوري دګرځندوى په صنعت ډډه لګوي  او هغه ټولې سفرنامې  چې نن  زموږ دتاريخ دروښانه کېدو لپاره  په اوسني  پيړۍ کې کارول کېږي  که چېرې  دچېني سياحانو او زيارت کوونکو سفرنامې وي  اوکه هندي اويا يوناني  او وروسته په اسلامي دوره کې هغه سفرنامې چې  دابن بطوطه او دده په شان نورې سفرنامې ، دبيلابيلو هيوادونو مسافرت او سفرحاصل دي  چې په اسلامي تمدن کې  دهڅونې وړ ګرځيدلي دي .
دډاکتر رهين دڅرگندونوله مخې افغانستان دګرځندوى دصنعت له لاري په کال کې له څلورو څخه تراوو ملياردو ډالرو پوري دعايد ظرفيت لري .
وروسته  په افغانستان کې دآقاخان دمرکز سفير علي  موجي خبري وکړې او دافغانستان په بيا جوړولو اوپه تيره بيا دفرهنګي اوتاريخي ساحو په بيارغاونه کې ددغه مرکز په همکاري باندې ټينګاروکړ.
ورپسې  دباميانو والي ډاکترې  حبيبي سرابي په دغه ولايت کې دتاريخي اولرغونو اثارو  او دګرځندوى دساحو په باب خبري وکړي او ويې ويل باميان دتاريخ په اوږدو کې دګرځندوى دصنعت دودي له پلوه  ځانګړي ځاى لري .
دې زياته کړه دباميانو اته تاريخي ساحې  دنړۍ دفرهنګي ميراثونو په فهرست کې شاملي شوي دي .
دغه راز په دې غونډۀ کې دترانسپورت اوهوايي چلند وزارت معين غلام علي راسخ ، داقتصاد وزارت معين  نظير احمدشهيدي ، دژوندانه دچاپيريال ساتنې دخپلواکې اداري مرستيال ملکېار ، دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو دخونې  دعامل هيئت رييس محمد قربان حقجو ، دزيارتي او توريستي شرکتونو داتحاديې  رييس حسن يار او دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا غړى مولوي نيک محمد ويناوي وکړي .
دګرځندوى دورځې دنمانځني دمراسمو  له پاى ته رسيدو وروسته په افغانستان کې دګرځندوى دصنعت د څيړنې دويم ملي کنفرانس په کار پيل وکړ.
دکنفرانس په پيل کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي دخبرو په ترڅ کې وويل  ګرځندوى ،فرهنګونه، تمدونونه  اوملتونه له يوبل سره نږدي کوي . موږ تيرکال په افغانستان کې دګرځندوى دصنعت دڅيړنې لومړني ملي کنفرانس  جوړ کړ او نن په دويم کنفرانس کې دتيرکنفرانس کړه وړه اونتيجې څيړو.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دګرځندوى دعالي شورا جوړول  دکابينې غونډي ته پيشنهاد کړي دي .
په دې شورا کې به  دخصوصي برخو اودنړيوالو موسسو ټول اړونده ارګانونه ګډون ولري .
وروسته په  افغانستان کې ديونسکو استازې سارا نوشادي ، ډاکتر ذاکرحسين ارشادي ، فولادي  اويوشمير نورو برخه  والو خپلې مقالي ولوستلي .
په پاى کې په افغانستان کې دګرځندوى دصنعت دڅيړنې دويم ملي کنفرانس  دپريکړه ليک په صادرولو  اوپه کابل کې دآقاخان  دمرکز په سفيرعلي موجي ، دباميانو په والي  ډاکترې  حبيبي سرابي ، دملي ارمان دورځپاڼې په مسوول مدير ميرحيدر مطهر ،دباختراژانس په رييس  خليل مينوي ، دملي راډيوتلويزيون په رييس زرين انځور  اودخصوصي رسنيو په يوشمير رسنيو داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دستاين ليکونو په ويشلو سره پاى ته ورسيد .
دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معينانو پوهنمل نبي فراهي او مبارز راشدي دافغانستان دلاسي صنايعو هغه نندارتون پرانست  چې له همدي امله جوړشوي و.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
ګرانو هېوادوالو، خبريالانو ، ليکوالو ، دمدني ټولنې بنسټونو اودژورناليستانو اتحاديو !
لکه څنګه چې خبرياست،داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  او د رسنيو عالي  شورا په هېوادکې دبيان دآزادۍ دلازيات بنسټيزوالې په موخه دټوليزو  رسنيو د قانون مسوده دځينو برخو له تعديل وروسته، دعامه افکارو او دنظر دخاوندانو نظر غوښتنې ته وړاندې کړه چې دنظر دخاوندانو دليدلورو په ترلاسه کولو سره يې لابډايه کړي له نېکه مرغه، يو شميرليکوالو او دمدني ټولنې بنسټونو يولړګټور وړانديزونه موږ  ته راواستول چې غور پرې  وشو او دادي يوځل بيا، دغه مسوده  نظرغوښتنې ته وړاندې کېږي  چې، وروسته خپل قانوني پړاوونه بشپړکړي .
                                                            په درناوي

                                               ډاکترسيد مخدوم ر هين
 داطلاعاتو اوفرهنګ وزير

دډله ييزو رسنيودقانون دتعديل طرحه دوانلود لپاره دلته کليک وکړي