24 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
ګرانو هېوادوالو، خبريالانو ، ليکوالو ، دمدني ټولنې بنسټونو اودژورناليستانو اتحاديو !
لکه څنګه چې خبرياست،داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  او د رسنيو عالي  شورا په هېوادکې دبيان دآزادۍ دلازيات بنسټيزوالې په موخه دټوليزو  رسنيو د قانون مسوده دځينو برخو له تعديل وروسته، دعامه افکارو او دنظر دخاوندانو نظر غوښتنې ته وړاندې کړه چې دنظر دخاوندانو دليدلورو په ترلاسه کولو سره يې لابډايه کړي له نېکه مرغه، يو شميرليکوالو او دمدني ټولنې بنسټونو يولړګټور وړانديزونه موږ  ته راواستول چې غور پرې  وشو او دادي يوځل بيا، دغه مسوده  نظرغوښتنې ته وړاندې کېږي  چې، وروسته خپل قانوني پړاوونه بشپړکړي .
                                                            په درناوي

                                               ډاکترسيد مخدوم ر هين
 داطلاعاتو اوفرهنګ وزير

دډله ييزو رسنيودقانون دتعديل طرحه دوانلود لپاره دلته کليک وکړي

 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
دشهيد اودملي يووالې  داوونۍ په درناوي اود شهيدانو لوړ مقام ته ددرناوي په مقصد پرون په هرات پوهنتون کې له ( له ملي اتل څخه دسولې ترشهيدپورې ) ترعنوان لاندې علمي کنفرانس جوړشو.
دباختراژانس دخبرله مخې  په دې علمي کنفرانس کې چې دهرات ولايت مرستيال اصيل الدين جامي  ، دپوهنتون دمشرتابه  هيئت په ملي شورا کې دخلکو استازو ، يوشمير جيدو عالمانو اودمدني ټولنې استازو ګډون کړي وو.
وينا والو دمقالو لوستونکو په اسلام کې دشهيد دمقام په باب خبري وکړې
ددغه کنفرانس په لومړۍ برخه کې برخه والو په هيواد کې دسولې دبهير په اړوند بيلابيلې سياسي،  ټولنيزي اواقتصادي مسلې وڅيړلي .
دهرات پوهنتون رييس هم اوسني برياليتوبونه دشهيدانو دوينې  نتيجه وبلله اوددغه شان مناسبتونو نمانځنه يې دخلکو يو ملي اواسلامي مکلفيت اعلام کړ
ددغه کنفرانس په يوه برخه کي په ولايتي شورا کې دخلکو استازي سيد وحيد قتالي هم ددغه علمي کنفرانس دجوړونکودرناوي وکړ او داسلامي انقلاب دشهيدانو مقام يې لوړ وباله.
ددغه کنفرانس برخه والو  دهيواد دملي اتل شهيد احمدشاه مسعود اودسولې دعالي شورا دپخواني جمهوررييس پروفيسر استادبرهان الدين رباني دکارنامو په باب خبري وکړي.
 

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
د ٢٠١٣ کال لپاره  دغزني ښار دچمتو کولو د کمسيون غونډه نن  داطلاعاتو او فرهنګ  دوزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په مشري جوړه شوه .   دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې غونډه کې دترانسپورت او هوايي چلند وزير  ، دښاري پرمختيا وزير  دفوايد عامې وزير ، دښځو دچارو وزارت  مالي او اداري معين  ، ددفاع او دکورنيو چارو دوزارتونو  واکمنو استازو  ، دغزني والي  اوپه ولسي جرګه  کې دخلکو يو شمير استازو ګډون کړي و .
  په پيل کې  ډاکتر رهين  د ترسره شويو کارونو او دغزني ښار  د بيا جوړولو او د پاتې  پروګرامونو او دغزني ښار دپرانستلو د ورځې  دمراسمو لپاره  دلازمو تياريو دنيولو په باب  چې دسولې او دوستي ښار په توګه  نومول کيږي  خبرې وکړې  او وي ويل :  چې  ددغه ښار دپرانستلو په مراسمو کې به د اسلامي هيوادونو د فرهنګ  وزيرانو او ددوستو هيوادونو فرهنګي شخصيتونو ته  دګډون  بلنه  ورکړي شي .
   داطلاعاتو او فرهنګ وزير زياته کړه چې په اوسنيو ځواکونوسربيره دغه وزارت  په پام کې لري  چې د عاليقدر مجاهد او دنوميالي عالم  ملا مشک عالم  آرامګاه هم ترميم او جوړه کړي .
  له دې امله  دغزني ښار د چمتو کولو دکميسيون  ټول غړي مرکزونه  دى  ددغې ورځې په پرتمينه  نمانځنه کې  بايد  دغزني له والي سره  لازمه همکاري وکړي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير زياته کړه : د ايسسکو  په غوښتنه دپرانستلو مراسم  دې بايد  د ٢٠١٣ کال  دجنوري دمياشتې  دلومړي اوونۍ  په يوه ورځ کې  پرځاى شي . او د  ١٣٩١ کال دمرغومي دمياشتې  اوولسمه نيټه  چې د  ٢٠١٣ميلادي کال  دجنوري دمياشتې  له شپږمې نيټې  سره سمون خوري  دغه مناسبت ته  اختصاص شوه .
وروسته  دغزني والي  دبنسټيزو  پروژو ،  تاريخي ابداتو او د اسلامي ثقافت دمرکز  په باب  برابر شوي رپوټ  وړاندې کړ .
  دغزني والي  په دې رپوټ کې  په هر وزارت پورې  اړوندې پروژې  چې دغزني ښار د چمتو کولو په کميسيون کې غړيتوب لري  په جلا توګه په غونډه کې برخه والو ته  د ستلايتونو پرمخ  ننداري ته  وړاندې کړل  او له هغو وزراتونو څخه يې  چې دخپلو پروژو د تطبيق په لاره کې بريالي و  ، مننه وکړه او په هغو وزارتونو چې د ځينو دلايلو  له امله يې  ونه کړاي شول  خپلې اړوندې پروژې بشپړې کړي  انتقاد وکړ .
   دغزني دوالي  د څرګندونوله مخې ،  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دشپږ ديرشو پروژو له جملې څخه لس پروژې  بشپړې کړي دي  او ددغه وزارت  په دولسو نورو پروژو په بيړه کار دوام لري .
ددغه وزارت پاتې پروژې  د سروي په حال کې دي .
دغه راز دغزني والي  دهغو پروژو په اړوند چې دخصوصي سکتور ، ملي سوداګرو او دپولند دبيا جوړولو  دولايتي ټيم له خوا جوړې شوي دي هم  معلومات وړاندې کړل او وي ويل چې دغزني  دبيا جوړولو ولايتي ټيم  ديو شمير پروژو په بيا جوړولو کې کارنده رول  لوبولى دى او په راتلونکي کې هم  داسلامي پايتخت په توګه د  غزني ښار د چمتو کولو لپاره  تياري  څرګند کړى دى .
  په دې غونډه کې  دکميسيون  غړو وزيرانو دخپل نه برياليتوب په باب  په وار سره  دلايل  وړاندې کړل او بودجوي  ستونزه يې  يو مهم  دليل وباله .
  په ولسي جرګه کې دغزني دخلکو  استازي  شاه ګل رضايي  دغزني ښار د چمتو کولو په اړوند دوزارتونو ستونزې دامنيتي او اقتصادي  ستونزو زيږنده وبللې او وي ويل د ١٣٩٢ کال لپاره  دبودجې جوړولو  خبرې  په ولسي جرګه کې پيل شوي دي  بايد  دهغو پروژو  دبشپړولو لپاره  دبودجې دتخصيص  په خاطر  لازم اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي  چې تراوسه پورې نه دي بشپړ شوي .
   دکميسيون غړوپريکړه وکړه  چې  بيړني او ضميمه پروژه هم  دکال په نيمايي کې  دماليې وزارت ته  پيشنهاد شي . او دشکوه غزنه  فلم  دجوړولو لپاره پيسې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  په واک کې ورکړي شي .  دغه راز د تحويل  په ډول احتياطي  پيسې دې  دکميسيون په واک کې  ورکړي شي . 
دفوايد عامې وزارت په وړانديز دملي دفاع وزارت دې  داسلامي ثقافت دمرکز  ساحه  چې اوس  ددغه وزارت پرسونل  پکې ځاى پرځاى دي  ، خالى کړي .
  _  دفوايد عامې وزارت دې د لازمې څارنې صلاحيت  ددغه وزارت دپروژو دڅارنې په باب  دولايت دمقام  په واک کې  ورکړي .
  _  دغزني دهوايي ډګر دجوړولو کار دې  دترانسپورت او دهوايي چلند دوزارت له خوا دغزني ولايت دمقام په همکاري  بشپړ شي .
_ دميلمنو او د پرانستلو د ورځې دمراسمو دلګښتونو لپاره دې  پيسې په پام کې ونيول شي .
دغه راز  هغو ميلمنو ته  چې  ټاکل شوې ده  په دغو مراسمو کې  ګډون وکړي  بلن ليکونه   برابر شي .
په پاى کې  ددفاع اودکورنيو چارو  دوزارتونو  استازو  ژمنه وکړه چې دمراسمو د پرځاى کولو  په ورځ  دکابل غزني  دلويې لارې  او دغزني ښار  دامنيت  په تامينولوکې  لازم اقدامات  ترسره کوي  او د يو ګډ  امنيتي پروګرام په باب  کار کوي .
 

کابل باختر د تلې ٤
دکتاب داوونۍ په هرکلي پرون په هرات ښارکې دکتاب ډير ستر ننداتون پرانستل شو.
په دې ننداتون کې چې دکتاب خپرونکو او کتاب پلورونکو په همکارى داطلاعاتو او فرهنګ رياست په وړاندې جوړ شوي دي .
په بيلابيلو تاريخي ،ديني ،ادبى ،فرهنګي،اقتصادي تولنيزو او سياسي برخو کې څه دپاڅه ٦٠ زره ټوله ډول ډول کتابونه په شلو غرفوکې ځاى پرځاى شوي دي.
داطلاعاتو او فرهنګ رييس احمد احسان سرور يار ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسموکې دعلمي ،فرهنګي اومعلوماتي نندارتون جوړول خپل يو کاري پروګرام اعلام کړ اوله دې امله چې له خپلې پخواني ژمنې سره سم په دې بريالي شوي دي چې دهرات ولايت دفرهګيانو په ملاتړ دهيواد اصيل فرهنګ دپياوړتيا په لاره کې اساسي ګامونه واخلي خوښي څرګنده کړه ده داطلاعاتو او فرهنګ د رياست د٦مياشتنيوارزښتونو رپوټ چې  هيواد په  ننه اوبهر د نندارتون جوړول ،دتاريخي آبداتو د ترميمولو په خاطر د٤ سوه زرو امريکايي ډالرو جذب ، د٧٥٠  موزيمي اثارو جذب اوملي موزيم ته دهغو ورکول او دفرهنګيانو ادبياتو او ليکوالو ستاينه ده بيان کړ.
دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ لوى رييس وايي ددغه نندارتون په جوړولو سره نه يوازې کتاب  پلورونکو ته نه يوازې مادي ګټه رسيږي بلکې معنوي اغيزې به يې په لنډ مهال کې دځوانانو په وده اوغوړيدوکې هم وليدل شي.
سروريار په تيرو دوولسيزو کې دهرات دتيرو شپږو مياشتو فرهنګي ارزښتونه بې ساري وبلل او دفر هنګي حالت دښه والې په خاطر يې دخپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړ.
دهرات ولايت مرستيال هم ددغه نندارتون دجوړولو په برخه کې داطلاعات او فرهنګ درياست نوښت او اقدام وستايه او وي ويل لازمه ده دکتاب په اوونۍ کې دکتاب پلورونکو همکاري او داطلاعاتو او فرهنګ درياست نوښت وستايو .
دهرات فرهنګي چارواکې وايي چې دغه نندارتون دلسو ورځو لپاره دمينه والو پرمخ پرانستي دى.