18 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه : دباميانو ولايت دپوهنتون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باختردثور دمياشتي  ٦ :

داطلاعاتو اوفرهنګ   دوزير  ډاکتر سيدمخدوم رهين په وينا سره  دملکي خدمتونو په ادارو کې دپلان  جوړولو  ، رپوټ ورکولو  اوکارکوونکو  داجرااتو  درول  روزنيز ورکشاپ پيل شو.

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې  په دې ورکشاپ کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دولايتي  او مرکزي رييسانو اومعينانو په گډون  جوړشوى  و داطلاعاتو  اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين  داداري اصلاحاتو دپروګرام  دتطبيق  اودسيالۍ دارزښت په اړوند خبري وکړې او ويي ويل چې له نيکه مرغه  د اطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې داداري داصلاحاتو کار کرار کرار  اوپه پړاويز ډول  خوپه ښه توګه پرمخ ځي .

ډاکتر رهين وويل هرڅه  مو چې پرون زده کړې دي نن زاړه شوي دي په تيره بيا چې په وروستيولسو ترشلو کلونو کې بشريت   په تکنالوژي  اوتخنيکي کې حيرانونکي پرمختګ کړي دي او داد آدمي زاد دغه خوځښت دشلمې پيړي په دويمه نيمايې کې دڅوزره کلن خوځښت په اندازه دي .

داکتر رهين زياته کړه  دافغانستان قيافه له بده مرغه دنړۍ په مطبوعاتو اودخلکو په ذهنيت  کې وحشتناکه  تبارز شوي ده په داسي حال کي  چې افغان ملت  جرړي لري  هيڅکله افراطي نه دي   او دعلم ، هنر، پوهنې  اودنړۍ دفرهنګ په خاطر يي زيات کارونه کړي دي او وياړلي نيکونه چې دنړۍ  وياړ دي  لرلي دي .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزير زياته کړه چې ترڅو پيړي مخکې  پورې دابن سينا ټول طبي  اثار داروپا په پوهنتونونو  په تيره بيا په سويس  کې لوستل  کيدل اويوازي ابوريحان  البيروني کافي دي  چې دافغانستان دخلکو رول په نننۍ تمدن کې په بشپړه توګه روښانوي .

داکتر رهين ټول نويو دعلومو اوفنونو زده کړي ته وهڅول او ويي ويل  آدمي زاد دبشپړتيا په حالت کې دي او دبشپړتيا ستره برخه زده کړه ده.

په دې ورکشاپ کې داداري اصلاحاتو دخپلواک  کميسيون  داجرااتو  دڅيړنې  مسوول بسم الله عادل پور دملکي خدمتونو په ادارو کې دپلان  جوړولو ، ر پوټ ورکولو  اوداجرااتو دڅيړنې په اړوندمعلومات ورکړل.

وروسته يوه  رييس دولايتونو داطلاعاتو اوفرهنګ دنورو رييسانو په استازيتوب دبودجي دناکافي والي اوتشکيلاتي ، ترانسپورتي  اوکاري ستونزو په اړوند خپل يولړمشکلات طرحه کړل .

دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت دبشري منابعورييس روح الامين حبيبي  داداري اصلاحاتو دکميسيون دستندردفورمو په اړوند معلومات ورکړل  او ويي ويل  چې ددغه  ورکشاپ  دجوړولو هدف  دملکي خدمتونو دکار کوونکو دقانون له  ١٦ مادي سره سم دملکي خدمتونوپه ادارو کې دپلان  جوړولو ، رپوټ ورکولو  اودکارکوونکو داجرااتو دڅيړنې  په اړوند دبرخه والو لازياته بلدتيا ده .

کابل باختردثور دمياشتي  ٦ :

پنځلس تنه ژورنالستان دپروان اوکاپيسا دولايتونو داطلاعاتو اوفرهنګ درياستونو له خوا وستايل شول.

ويل کيږئ دغو ژورنالستانو په رسانه يي کارکې وړتيا ښودلي ده  .

دکاپيسا ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي باختراژانس ته وويل چې دغه اقدام درسانه يي کار دلازياتي هڅوني او دښه والۍ په خاطر شوى دى .

کابل باختردثور دمياشتي  ٦ :

دننګرهارولايت دولسواليو دپوهنې مديرانوته نن دجلال اباد ښار دعربانو ليسې په تالارکې روزنيز سيمينار جوړشو.

دباختراژانس دخبرله مخې  دغه سيمينار دجاپان دجايکا موسسې په مالي مرسته او دننګرهار ولايت دپوهنې رياست په همکاري جوړشو او دليک لوست  دزده کړې ،دفورم دڅيړنې اودلوست دنويو لارو چارو په باب به پکې خبرې وشي . .

په دې سيمينارکې دننګرهار ولايت دولسواليو دپوهنې اتيا تنو مديرانو او دڅارنې کارکوونکو ګډون کړي دي،.

کابل باختر د ثور ٥

  دحج او عمري سياحتي ، زيارتي  او خدماتي شرکتونو اتحاديي نن  د افغانستان  دسوداګرۍ او صنايعو له خونوڅخه دفعاليت جواز ترلاسه کړ .

  دباختر اژانس  دخبر له مخې،  په هغې غونډه کې چې له همدې  امله په صافي لند مارک  هوټل کې  جوړه شوې  وه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين پوهنمل  غلام نبي فراهي خبرې وکړې او وي ويل  دسياحتي  او زيارتي  شرکتونو دخدمتونو دوړاندي کولو په کار کې زياتي ستونزې شته او همدغه ستونزې  ددې سبب   شوي  دولت تصميم  ونيسي چې دغه شرکتونه دتيرکال د فرضي  حج  له بهير  څخه حذف کړي  .

 فراهي  زياته کړه : داطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغو شرکتونو ته چې دفعاليت جواز ورکوي  دهغوى کار او فعاليت هم څاري  زموږ هيواد زياتي توريستي او تاريخي  سيمې لري او تاسي کولاي شي په افغانستان کې د ګرځندوي  په  وده کې  ښه رول ولوبوي .

 وروسته دحج او اوقافو وزارت معين مولوي عبدالحکيم منيب  د خبرو په ترڅ کې  وويل ،دغه اتحاديه کولاي شي  دسياحتي اوزيارتي شرکتونو دموجودو ستونزو په حل کولو کې  له يوې واحدي پتي  څخه عمل وکړي  او دحج او اوقافو وزارت د حج  په مراسموکې ستاسو له کار سره  کومه ستونزه نه لري که چير ي دفرضي حج کميسيون تاسو ته ونډه  درکړي .

 دغه راز دافغانستان دسوداګرۍ  او صنايعو دخونو دعامل هيئت رييس قربان حفجو  وويل  پخوا ټولو سياحتي اوزيارتي شرکتونو په  خواره واره  ډول فعاليت کاوه خو اوس دسياحتي اوزيارتي شرکتونو اتحاديي له يو واحد آدرس  څخه فعاليت کوي .

  حج او اعمري دسياحتي اوزيارتي  شرکتونو داتحاديي  رييس حاجي  حسن زي  حسنيار  وويل همدا اوس کابو  ٦٠٠ شرکتونه په دغي اتحاديي کې غړيتوب لري او دوه زره  تنه په دغو شرکتونو کې هيوادوالو ته دخدمتونو په وړاندي کولو  بوخت دي .