14 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د اسلامي همکاريو دسازمان له سفير سره وکتل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

خبرتيا

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : تحصيلي بورسونو ته د...

مډال راوړونکي وستايل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : په سمنګانو ولايت کې مډال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٢ :

دکورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونوسره  دمبارزي رياست درې تاريخي  اثار چې ويل کيږي  په څلورمې اوپنځمې ميلادي پيړۍ پوري اړه لري نن دملي موزيم مسوولينو ته وسپارل .

دکورنيو چارو وزارت  له جنايي جرمونوسره دمبارزي  رييس جنرال سيدعبدالغفارسيدزاده  دباختر اطلاعاتي اژانس خبريال ته وويل : دلرغونو اثارو قاچاق وړونکو نيت درلود  چې دغه درې اثار له هيواد څخه بهر ته وليږدوي  دغه اثار دکابل ښار دنوى کارتې  په يو کورکې ساتل کيدل  او دکور خاوند په دې اړوند نيول شوي دي .

جنرال سيدزاده  دغه اثار داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دملي موزيم مرستيال يحيى محب زاده  ته وسپارل  چې په ملي موزيم کې وساتل شي

يحيى محب زاده وويل له  هغو دريو اثارو له جملې څخه چې نن داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت مسوولينو ته وسپارل شوې دوه اثاريې ډيره لوړه بيه لري چې يو يې  دمستوا بودا  او بل يې  دبودا  ديو تصوير  سر دى  چې نه شي  کيداى له مادي پلوه بيه يې وټاکي .،  خويو بل اثر ښايې  يو نوى لاسي اثر وي   .

يحيى محب زاده په دې ترڅ کې چې   ددغو ددو اثارو په ترلاسه کولو کې  له جنايي جرمونوسره دمبارزي دپوليسو وروستۍ فعاليت وستايه    ويې ويل  دغه دوه اثار  دلوګر دخروار  په لرغونې حوزي پوري اړه لري چې يوه  پنځه کيلومتري شعاع ا حتوا کوي .

په دې ساحه کې زيات لرغونې اثار شته له بده مرغه دلرغونو اثارو قاچاق وړونکي اودلالاان   دامنيتي  حوزې له اجازي پرته په يوه ساحه کې دهغو اثارو  په لوټولو لاس پوري کوي چې دافغانستان په ټول ملت پوري اړه لري .

ده له امنيتي چارواکو څخه وغوښتل چې دلوګر په خروار کې ښه امنيتي فضا رامنځته شي چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلرغون پوهنې ماهران وکولاى شي په دغه ځاى  په مسلکي اوقانوني کيندنولاس پوري  کړي او داثارو دلټولو مخه ونيول شي .

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٢ :

دکابل  دخلکودسراسري شورا دسينمادهنرکارګردان صديق برمک ته  ددغې شورا ستاين  ليک ورکړ.

صديق برمک  دهندوستان دسينما له مرکز څخه   دډيرو ښو کاردګرانوله خوا  داسيا دفرهنګ جايزه ګټلې ده .

دکابل دخلکو دسراسري شورا ستاين ليک ددغې شورا ددارالانشا درييس محمدظاهرحسن له  خوا دافغان فلم په تالار کې  صديق برمک ته ورکړې شوه.

کابل باختر دسلواغي   يوولسمه

 داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکترسيد مخدوم  رهين نن دکابل په زاړه ښار کې دسردار جانخان   جومات پرانست .

  دباختر داطلاعاتي اژانس  دخبريال دخبر له مخې،   دجومات دپرانستلو په مراسمو کې په فرهنګي  چارو کې  دجمهوري رياست سلاکار وزير  څيړنپوه زلمي هيوادمل ، دتاريخي ابداتو دساتنې رييس عبدالاحد عباسي ، دناحيې رييس او دسيمې  سپين ږيرو  ګډون کړي و .

  ډاکتر رهين  دپرانستلو په مراسمو کې  په لنډو خبرو کې وويل دسردار جانخان جومات په  ١٢٨٧ هجري قمري کال کې داحمد شاه دراني او دتيمور شاه دوخت  ديوه پياوړي شخصيت سردار جانخان  له خوا جوړ شوي او دکابل  ښار يو لرغوني  جومات دى .

 د ډاکتر رهين دڅرګندونو له مخې، سردار جانخان کابل ته زيات خدمتونه کړي دي دده دخدمتونو له جملې څخه ددغه جومات  جوړول دى  دغه جومات  دسردار جانخان  په  نامه  مشهور ګذر  کې  دى  او کاري ظرفيت يې په  ١٩ پيړي پورې اړه لري چې ددغو ريزه کاريو داصالت  په ساتلو سره بيا جوړ شوى دى .

  ډاکتر رهين  ددغه جومات دبيا پرانستلو له امله دسيمى خلکو ته مبارکي وويله .

 داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دتاريخي ابداتو دساتنې  رييس عبدالاحد عباسي وويل ، ددغه جومات دبياجوړولو کار دروان کال دغبرګولي په مياشت کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دپرمختيايي بودجې په لګښت پيل او دوخت د معماري داصالتونو په ساتلو سره بيا جوړ شو .

  دسيمې يوه تن اوسيدونکي غلام سخي  دتاريخي  ابداتو دساتنې په باب  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت پاملرنه  وستايله اوويې ويل  داجومات دکابل دزاړه ښار  په زړه کې  پروت دى او په يوه وخت کې ددوه سوه تنو لمونځ کوونکو ظرفيت لري  چې په خپله داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير په پاملرنه  بيا جوړ شوى دى .

 ټاکل شوې ده جومات ته غځيدلي  کوڅي هم  د کابل ښاروالۍ  له خوا  دسيمې دخلکو اولمونځ کوونکو دتګ راتګ لپاره داسانتياو دبرابرولو  په مقصد  پخې شي .

 دسيمې خلکو دلومړي ناحيې له رياست څخه دجومات دلومړي پوړ دفرش دبرابرولو له امله مننه وکړه  او له شتمنو کسانو څخه يې دهغه دنورو اړتياو  په برابرولو کې دمرستې غوښتنه وکړه .

 دغه راز دکابل بريښنا له رياست څخه يې وغوښتل چې دجومات دتودولو په برخه کې ډير ژر اجراات وکړي .

کابل باختر دسلواغي   يوولسمه

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال  دخبر له مخې، په هغو پرتمينو  مراسموکې چې   ددغه وزارت دعالمانو ،روحانيونو او  دکارکوونکو په ګډون دملي راډيو تلويزيون په تالار کې  پرځاى شول دحج او اوقافو وزير ډاکتر محمد يوسف نيازي داسلام دستر پيغمبر  دميلاد په باب  خبرې وکړې  څرګنده يې کړه :نن ښه فرصت دى دخداى ( ج )   او دده له پيغمبر سره  دتړون اوژمني دنوي کولو لپاره چې دهغوى پيروي کوو دمسلمه امت  دپيشوا حضرت محمد مصطفي ( ص) مفکوري ،  فکر ، وينا اوکړه وړه له پخوا زيات به الګو وګرځوو .

 دحج او اوقافو وزير دغه راز په دغو مراسمو کې د مسلمانانو په خبرو ټينګار وکړ اوزياته يې کړه: بايد مسلمانان هغه څه چې وايي يې بايد عمل پري وکړي او هغه کسان چې په خپلو خبرو عمل نه کوي ستره  ګناه کوي .

 ډاکتر نيازي  دپيغمبر  دنيګمرغه ميلاد نمانځل تيروتنو ته دمتوجه کيدو او اصلاح ته دبلنې لپاره يو مناسب فرصت  وباله اوڅرګنده يې کړه ،درنوعالمانو ته لازمه ده زياتره داسلام دپيغمبر  داخلاقو او صفتونو په باب  مطالعه وکړي چې موږ او تاسي ځانونه دانحضرت ( ص)  داخلاقو او ادابو ساحې ته نږدي کړو .

 په دغو مراسمو کې  وروسته د سولي دعالي شورا غړي قاضي  محمد امين وقاد هم دحضرت محمد مصطفي ( ص)  دنيکمرغه ميلاد په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه : نن ورځ دانحضرت ( ص)  دميلاد ، بعثت ، دعوت ، هجرت  دحجت الوداع  د خطبي  معراج دملي فتح ء  دبدر دجګړې  داحد دقربانۍ او دانحضرت  دنورو اراشداتو ديادولو ورځ ده ، دهغوى داوريدلو ، منلو او ستاينې ورځ او دتړون  نوي کولو ورځ ده .

 په دغو مراسموکې دغه راز د حج او اوقافو وزارت دجوماتونو اوحسينه  و لوى رييس عبدالمالک ضيايي دموضوع په باب خبرې وکړې .