14 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هرات د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا په اړوند خبرې وشوې

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د ملکي هوايي چلند د خپلواکې...

په فراه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : دوه تنه وسله وال طالبان پرون...

په بغلان کې اعتراضونه پاى ته ورسيدل

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د بغلان د زاړه ښار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باختر د زمري اتمه :
له خطر سره مخامخ  دنړيوالو ميراثونو له فهرست څخه دباميانو دفرهنګي ساحې  د ايستلو کميسيون  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دفرهنګ او هنر دمعين  پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ  غونډه وکړه .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې  له خطر سره مخامخ  دنړيوالو ميراثونو  له فهرست څخه  دباميانو دفرهنګي ساحې  دايستلو عملياتي پلان  تاييد شو او د ويجاړو شويو مجسمو دبيا رغاونې په باب  وپتيل شوه  چې په دريو  پړاونوکې دې  دپوهانو له خوا  عملياتي پلان  طرحه شي . او داجرااتو دغه  برخه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او په کابل کې ديونسکو دادارې په واسطه  عملي کېږي .
ددغه پلان له مخې ،  لومړى څيړنه کېږي  چې آيا دپخواني   زمانې دمجسمو جوړولو داصالتونو په ساتنې سره  دبوډا مجسمې  دبيا رغاونې امکان  شته اويا دغه مجسمې چې پاتې دي  وساتلې شي .
په دې غونډه کې  ديونسکو استازي  طرحه کړه  چې دغه  پروګرام بايد ددريو کلونو لپاره  تطبيق شي  او ددې تر څنګ  باميان دې له خطر سره  دمخامخو ميراثونو له فهرست څخه  وا يستل شي .
په همدې حال کې پوهاند محمد رسول باوري طرحه کړه چې دغه وزارت چمتو دى  په کابل کې  ديونسکو له ادارې سره په  دې باب همکاري وکړي .
دبوډا مجسمې په افغانستان  دطالبانو دواکمنۍ په دوران کې  ويجاړې شوې .
  ختم- ف _ اکرم
يادونه :  دمقاماتو له لارښوونې سره سم  دغه خبر دې په ټولو ورځپاڼو کې خپور شي .

کابل باختر د زمري اتمه :
دچين دولسي جمهوريت د ام سي سي شرکت  دريو تنو مسوولانو نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له سرپرستې او نوماند وزيرې حسينې صافۍ سره په کتنه کې  دعينکو دمسو دپروژې  دکار دبهير دګړندي کولو غوښتنه وکړه .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،  په دې کتنه کې دچين دولسي جمهوريت د ام سي سي  شرکت  دغومسوولانو ددغه شرکت  دفعاليتونو او پروګرامونو په باره کې  معلومات ورکړل  او دعينکو دمسو دپروژې  په ساحه کې يې  له لرغونپوهانو سره  دخپلو همکاريو يادونه وکړه .
  دوى وويل : داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت ، اړوندو ارګانونو او دافغانستان له حکومت څخه هيله لري  چې دعينکو دمسو په ساحه کې  دکيندنې او دلرغونو اثارو دليږدونې کار ګړندى  کړي چې په دې ساحه کې دکاڼي توکو درا ايستلو لپاره  زمينه برابره کړي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  په دې ترڅ کې چې  په بېلابېلو برخو په تيره بيا  په فرهنګي برخو کې دچين دولسي جمهوريت  دهمکاريو له امله  مننه وکړه  زياته يې کړه  چې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره دچين دولسي جمهوريت همکارى  ددواړو هېوادونو ترمنځ د  ښو اړيکو څرګندوي دي .
  دې زياته کړه  چې دغه اړيکې  ددواړو هېوادونو  ددولتونو اوخلکو ترمنځ دهمکاريو  زيات فرصتونه  برابروي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزرات سرپرستې وويل  چې په دې وروستيو وختو کې يې  د عينکو دمسو دپروژې  ساحه  کتلې ده . او په هماغه ځاى کې يې د کانونو او پتروليم وزارت له سرپرستې سره  دهمکاري  يو تفاهم ليک لاسليک کړ چې دهغه له مخې ، که چيرې دکانونو او پتروليم وزارت موظفين دکانونو درايستلو په وخت کې له لرغونو ساحو او اثارو سره  مخامخ شي  بايد داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هغو لرغونپوهانو ته  چې دعينکو دمسو په پروژه کې  موظف دي  ، خبرورکړي .
حسينې صافۍ  زياته کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دعينکو دمسو دپروژې دکار  دبهير دګړندي کولو په لاره کې هڅه کوي .
  ختم_  ف – اکرم

 

کابل باختر د زمري اتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دفرهنګ او هنر دمعين  پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ  نن دکابل دفرهنګي اوونۍ دنمانځنې لپاره دتياري کميسيون  غونډه جوړه شوه .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې چې  داړوندو وزارتونو داستازو او ارګانونو  دمسوولانو په ګډون جوړه شوه  دغو استازو دکابل دفرهنګي اوونۍ  دنمانځنې لپاره  دتياري په خاطر  دخپلو اجرااتو رپوټونه وړاندې کړل .
دغه راز  دکميسيون غړو دبېلابېلو فرهنګي  پروګرامونو دجوړولو په تيره بيا  دهنري او دصنعتي محصولاتو  دنندارتونونو دجوړولو ،  تياتر ، موسيقي او دنورو ډوديزو پروګرامونو  د جوړولو لپاره  دخپلو اړوندو ارګانونو دچمتووالي  ډاډ ورکړ .
  دغه راز دوى  دکابل دفرهنګي اوونۍ دښې نمانځنې  په برخه کې  دکميسيون دغړو ترمنځ  دزياتې همغږى  په خاطر  خپلې نظريې  او وړانديزونه  طرحه کړل .
پوهاند باوري  ددغو ارګانونو داستازو  دکړنو له امله  مننه وکړه او زياته يې کړه چې  دکابل دفرهنګي اوونۍ  دپرتمينې نمانځنې په خاطر  چې وکولى شي  دکابل  ټول  غوره صفتونه  راونغاړي  لازم تيارى نيول شوى دى .
  ختم- ف _ اکرم

 

کابل \باختردزمري دمياشتې٧نيټه : 
″د الوتنې په تګلوري″ تر نامه لاندې د انځورګرۍ نندارتون نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دسلاکار ډاکتر طارق رشاد له خوا په ملي نګارستان کې پرانستل شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه مراسم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سلاکار محمد کبير کاووسي، د باختر آژانس د کورنيو خبرونو د آمرې ماري نبردآئين، د هنرستان د رئيس محمد هاشم شارق، د خلکو د فرهنګ د رئيسې محبوبې بابکرخيل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت   د يوشمېر رئيسانو، هنرمندانو او فرهنګيانو په ګډون پرځاى شول.
د دغو مراسمو پيل کې د ملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني خبرې وکړې او ويې ويل چې په دې نندارتون کې د عظيمي د هنري زده کړو د شلو تنو ځوانو هنرمندانو د انځورګرۍ، رسامۍ او خطاطۍ ١٠٠آثار نندارې ته وړاندې شوي دي .
دې زياته کړه چې ملي نګارستان د بېلابېلوهنري برخو د نندارتونونو په جوړولوکې   له هنرمندانو سره همکار دى .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد په خپلو خبروکې ددغه   نندارتون جوړول د هنر او د هېواد د هنرمندانو د ودې په لاره کې يو مهم ګام وباله   او د دغه نندارتون د هنري کارونو له امله يې چې د ځوانو هنرمندانو له خوا چمتو شوي دي، قدرداني وکړه.
دغه راز د عامه نظم د ځواکونو عقيدتي او فرهنګي لوى مدير ډګروال امان الدين شهابي د هنر او هنرمندانو د رول په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې هنرمندان کولاى شي د هنر له لارې د سولې او له جګړې څخه د کرکې پيغام او نور ارزښتناک پيغامونه نړۍ ته ورسوي .
دغه راز د عظيمي د هنري زده کړو يوې زده کوونکې يلدا محمدي په دې ترڅ کې  چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دملي نګارستان او له نوروبنسټونو څخه چې د دغه نندارتون په جوړولوکې يې همکاري کړې ده، مننه وکړه او څرګنده يې کړه: هغه هنرچې د حق، راستۍ او درستۍ په خدمت کې وي، ډير ارزښتناک هنر ګڼل کيږي.
دغه راز د دغو مراسمو په بهيرکې د يوې ډلې ځوانانو له خوا د سيمه ييزو جامو  ننداره، د ملي تياتر د ممثلينو له خوا تمثيلي پارچه او د موسيقۍ د هنرمندانو له خوا د موسيقۍ څو پارچې اجرا شوې.
پاۍ\ ج \ ذ

Page 5 of 391