09 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د توريزم او هوټلدارۍ انستيتوت فعال شو

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د توريزم او هوټلدارۍ انستيتوت...

د پروان د انتخاباتو کمېسيون کارکوونکي د طالبانو له بند څخه آزاد شول

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د پروان د انتخاباتو کمېسيون اته ساحوي کارکوونکي نن په...

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنرعالي شورا ګډه اعلامیه

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

-کابل باختر دغبرګولي  اوومه

  دايساف دملکي اوپوځي  برخو  ويندويانو نن دباختر اژانس له لوى رييس خليل مينوي سره وکتل او ددغي اداري بيلابيلي برخي يي وکتلي .

  دباختر اژانس دخبر له مخې په دې کتنه کې دباختر اژانس  لوى رييس ددغه اژانس  دکاري لارو چارو ، توليداتو او هغه دولايتي نمايندګيو داړتياو په باب هراړخيزي خبرې وکړې او وي ويل  باختر په هيوادکې يواځنې خبرې اژانس  دې چې دهيواد په څلور ديرشو ولايتونوکې فعال نمايندګي  لري چې  له بده مرغه  په  مدرنو وسايلو او تجهيزاتو  سمبال نه دي .

 دايساف  پوځي ويندوى جنرال کارستن جاکوبس  او دايساف دملکي ويندوى  سلاکار دومينک ميدل خبري وکړې او باختر يي په افغانستان کې يواځنې خبرې اژانس  وباله چې له محدودو  وسايلو او تجهيزاتو   څخه په استفادي  سره زيات توليدات لري او هغوي دغه راز ژمنه وکړه چې دانترنت  له لارې دباختر ولايتي نمايندګي  له مرکز سره نښلوي او د اژانس په سمبالولو کې به هم مرستي وکړي .

ګران هيواد وال خبر دي چې د افغا نستان ستر شاعر استاد خليل الله خليلى ټيک پنځه ويشت کاله مخکې په ورور هيواد پا کستان کې دمهاجرت په ټاټوبي کې وفات شو اودپيښور ښار ته څيرمه خاورو ته وسپارل شو .

 په دى وروستيو وختو کې د افغانستان اودسيمې ددغه شاعر اواديب ارادتمندانو د اخلاص له مخې په شخصي اقدام او نو ښت سره د هغوى دهډوکو تابوت له پيښور څخه کا بل ته را ليږد ولى دى .

د افغا نستان د اسلا مى جمهوريت د ا طلاعاتو او فرهنګ وزارت به ډير ژر ګران هيواد وال ددغه محترم استاد د ښخولو د مراسمو اود هغه دوفات د پنځه ويشتم تلين په درنا وي د غونډې د جوړولو په باب خبرکړي

کابل\باختر\ د غبرګولي ٦ مـــــه

د لو مړي ځل لپاره نن په کا بل ولايت کې دعکس نندارتون جوړ شو.

 په دى نندارتون کې دهغو عکاسانو يو سلو څلويښت عکسو نه ننداري ته وړا ندى شول چې نوى ددغه هنر د لنډ مهاله روزنيزه دوره د عکس په ټولنه کې پاى ته رسو لې ده .

 د هلمند والى ويندوى داوود احمدي باخترا ژانس ته وويل چې دغه نندارتون په کابل کې د امريکا دسفارت او(ژورناليزم ددريمې سترګى )په نامه دسويس د عکس دټولنې په ملا تړ پرا نستل شوى اوتر دريو اوونيو پورې د مينه والو پرمخ پرا نستى دى.

 د هلمند والي ددغه نندارتون د پرا نستلو په مراسمو کې وويل چې ځوانو عکاسانو په هغو تصويرونو کې چې ننداري ته يې وړا ندى کړي دي دټولنې حقايق د تصوير په ژبه بيان کړي دي .

سره له دى چې دادعکس لومړى نندارتون دى چې په هلمند کې پرانستل کيږي خو په دغه ولايت کې د عکاسي څو نور نندار تو نو نه هم جوړشوي وو .

پلخمري \باختر\ د غبرګولي ٦ مـــــه

دشاعرپه ژبه دپوليسو دارمانونو په نا مه دشپې دشعر فرهنګي غونډه په پلخمري ښار کې جوړه شوه .

دبغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس باخترا ژانس ته وويل: دغه غونډه دبغلان ولايت داطلاعا تو او فرهنګ رياست له خوا ددغه ولايت د امنيه قوماندان په مالى مرسته د ولايت د مشرتا به د هيات په ګډون جوړه شوې وه چې لومړى برخه يې دپيغامونو لوستلو دويمه برخه يې د ملى پوليسو دکړو وړو په باب دشعر دټوټو اودشاعرا نو دسرودونو په لوستلو او دريمه برخه يې د کوميډي او انتقادي نمايشنامو او کنسرت ته اختصاص شوې وه