23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بادغيس سيمه ييز...

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بلخ ولایت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

٢٣  - کابل\باختر\ د مرغومي ٤ مــــــــــــــــه

دحج او او قافو و زارت د باختر داطلاعاتي ا ژانس لوى رئيس خليل مينوي اود ملي راديو تلويزيون د لوى رياست مرستيال جلال الدين محمودي ددغه وزارت په ستاين ليکو نو ووياړل

دباختر د ا طلاعا تي ا ژانس دخبر له مخې : دغه ستاين ليکو نه دهغو ښو خدمتو نو په درنا وي چې دغو دوو مرکزونو دروان کال د حج په بهير کې کړي دي د باختر اطلاعا تي ا ژانس رئيس اود ملي راديو تلويزيون مرستيال ته ورکړ شول

ديادونې وړ ده : د باختر اطلاعا تي ا ژانس او ملي راديو تلويزيون له هيواد څخه دروان کال دحاجيا نو د ليږد ونې او راستنولو بهير او د مکى مکرمى او مدينې منوري په مقدسو ښارونو کې دحج مراسم ترخبري پو ښښ لا ندې را وستي و

کابل\باختر\ د مرغومي او له

دلو ګر ولايت د محمداغى په ولسوالۍ کې ددوو ښوونځيو د ودا نيو د جوړولو کار بشپړ شو .

په محمداغى ولسوالۍ کې د کوزى او ملک توت د ښونځيو دواړه ودا نۍ دکليو د بيا جوړولو او پرا ختيا و زارت  له خوا داوومليو نو افغا نيو په لګښت جوړې شوي دي

دلو ګر ولايت دپو هنې رئيس عبدالمتين جعفر د باختر اطلاعا تي اژانس ته وويل چې ددغو ښوونځيو په هري ودا نۍ کې شپږ درسي خونې په پام کې نيول شوي دي

 دجعفر دڅرګندونو له مخې ددغو ښوونځيو زده کوونکو تر اوسه پورې ددرسي خو نو دکمښت له ا مله زيا تره تر خيمو لا ندې زده کړه کوله .

د لو ګر والي عتيق الله لو دين ددغو ښوونځيو د نويو ودا نيو د پرانيستلو په مرا سمو کې وويل چې دوى هڅه کوي ددغه ولايت په ښوونځيو کې ددرسي خو نو دکمښت ستو نزه د نړيوالو مرکزو نو د مرستو په جلبولو سره لري کړي

دپو هنې وزارت له خوا د ورکول شوې احصا ئيې له مخې په لو ګر کې دوه سوه دوه ويشت ښوونځي شته چې څه ناڅه در ې ويشت يې درسي خو نې نه لري


 

چاريکار\باختر\ د مرغومي او له

دپروان ولايت په سيد خيلو ولسوالۍ کې پرون د ابو بکر صديق (رض) د مدر سي نوى ودا نۍ پرا نيستل شوه

دپروان ولايت د پو هنې رئيس زلمي شهيد د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل :

دغه ود ا نۍ دجاپان د خلکو په مرسته ددرې سوه پنځه اويا زرو امريکا يې ډالرو په لګښت په پا خه ډول په يوه پوړ کې جوړه شوې چې اته  درسي خو نې ، داو بو زيرمه او نور ملحقات لر ي .

دغه مدر سه په دوو وختونو کې دشپږ سوه پنځوسو تنو زده کوونکو ظرفيت لري

ددغې ود ا نۍ د پرا نيستلو په مراسمو کې دپروان والي عبدالبصير سالنګي دجاپان د مرستو له ا مله مننه و کړه او په دغه ولايت کې يې دپو هنې دبهير دکيفيت په ښه والى ټينګار و کړ

٢٣ - کابل باختردليندي دمياشتې ٣٠ :

دځوانانو دملي پروګرام دتخنيکي اوهمغږي دبورد دويمه  غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دځوانانو دچارو دمعين تيمورشاه اسحق زى په مشرۍ جوړه شوه .

دباخترداطلاعاتي ا ژانس دخبريال دخبرله مخې دغه غونډه  دافغانستان دځوانانو لپاره دنړيوالو مرستندويو موسسو ترمنځ دلازياتي همغږي په مقصد جوړه شوې وه .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معين دافغانستان ځوانانو په چارو کې له اړوندو مرکزونو څخه وغوښتل چې دځوانانو دپوهې دکچې دلوړولو اوپه خپلوپيښو  ددريدو په لاره کې له دغه معينيت سره مرسته وکړي.

اسحق زى  دافغانستان له ځوانانو سره دنړيوالې مرستي ارزښتناکې وبللي او د افغانستان په کچه يې ددغو مرستو دپراختيا اوپياوړتيا غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې دځوانانو دچارو معينيت اودمرستندويو ادارو ترمنځ په ټول هيواد کې ځوانانو ته دروزنې دمرکزونو دجوړيدو او زياتوالې په برخه کې موافقه وشوه .

په دې غونډۀ کې دهمکارو مرکزونو مسوولينو  ژمنه  وکړه چې خپلي مرستي داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو له معينيت سره په تفاهم  او دځوانانو دمهمو اړتياو په پام کې نيولوسره ترسره کړي .

دځوانانو دچارومعين دسواد، کمپيوتر ، انګليسي ژبي او حرفو دزده کړي په برخو کې  دبرخه والو مرکزونو مسوولينوته ددغې اداري پروګرامونه بيان کړل .

برخه والو انترنتي ويب سايت او فيس بوک درامنځته کولو په برخه کې  دځوانانو دچارو دمعينيت طرحه تائيده کړه او دعملي کولو  لپاره يې خپله همکاري څرگنده کړه.