31 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باختر د وږي  پنځلسمه
دهيواد دعدليې وزير  ددغه ولايت  له والي  ډاکتر داود شاه  صبا سره  په کتنه کې  ددغه  لرغونې ولايت  دتاريخي هويت احيا کول  او دعلمي اوفرهنګي بنسټونو پياوړتيا  يوه جدي اړتيا اعلام کړه .
  د باختر اژانس دخبر له مخې ،  دعدليې وزير  حبيب الله غالب چي ديو هيئت په مشرۍ  په علمي غونډو کې دګډون ، دعلمي او  څيړنيزو مرکزونو  دکتنې او دمدني ټولنو او داجتماعي سازمانونو له مسوولينو سره  دخبرو په مقصد  هرات ته رسيدلي دي  په وروستيو  دوو کلونوکې يې  دهيواد مهم اقتصادي او ټولنيز پرمختګونه  وستايل .
  ده  دهرات له والي  ډاکتر داود شاه صبا سره  په کتنه کې وويل  دهرات ولايت يو فوق العاده اومهم ولايت  او دبيا رغاونې په برخو کې مهم او مخکښ  ولايت دي .
  دعدليې وزير  دهرات ولايت  دافغانستان او دسيمي يوه مهمه توريستي حوزه وبلله او دارامګاه و او تاريخي ابداتو او دتاريخي اثارو دساتنې، دموزيم د بيا پرانستلو او دلرغونو اماکنو دترميمولو په برخه کې يې  دهرات دسيمه ئيزي اداري  اقدامات دستاينې  وړ وبلل .
  دهرات والي ددغه ولايت دسيمه ئيزي  اداري  هغه  همغږي اقدامات  چې دتاريخي ابداتو  دبيا جوړولو او دتاريخي ساحو له بيا رغاونې سره  دمرستي په برخه کې دمرکزي مقاماتو  دهمکاري  دجلبولو سبب شوي دي  بيان کړل .
  دهرات دوالي  د څرګندونو له مخې  دسيمه ئيزي اداري  دهلوځلو له امله  په فرهنګي برخه کې  ددغه ولايت خلکو ته بې ساري  پرمختګونه په برخه شوي دي .  چې له دې جملې څخه کولي شي  داميرعلي  شيرنوايي دارامګاه  بيا جوړول او دهرات  ښار دستر  جامع جومات د ځينو برخو  دبيا جوړولو په خاطر  داړتيا وړ  بودجې  دجلبولو يادونه وکړه .
  دهرات والي  په همدي حال کې  په دغه ولايت کې  دتاريخي ابداتو دساتنې دماستر پلان  د تدوين دپروګرام  ترلاس لاندې  نيول  هم  دولايت دمقام يو نوښت وباله ، او زياته يې کړه له ماستر پلان پرته د ٧٨٠ تاريخي اماکنو او څلو  ساتنه او څارنه  ناشونې دي .
  داپه داسې حال کې ده  چې دتوريزم دصنعت  بيا احيا کول او دګرځندوى پياوړتيا  دهرات ولايت  داقتصادي پرمختيا  د پنځلس کلن نظر يو اساسي محور ده .
 

کابل باختر د وږي  پنځلسمه
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت دنقشبند  په طريقت  دسيمينار کار پرون  دافغانستان داسلامي  جمهورريت  دجمهور رييس حامدکرزي  دپيغام په لوستلو سره پرانستل شو .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې دغه سيمينار چې دهيواد دپايتخت او ولايتونو ديو شمير  عالمانو په پارلمان کې دخلکو داستازو ، دديني ، علمي او فرهنګي شخصيتونو ، دطريقت دمشايخو ، روحانيونو او دځينو جګپوړو دولتي چارواکو په ګډون داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړ  شوي و ، لومړي دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  پيغام داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دمعين  پوهنمل  نبي فراهي له خوا  ولوستل شو 
په پيغام کې ويل شوي .
نقشبنديه  تصوفي طريقې دخپل  پيدايښت اوخوريدوسره سم  زموږ هيواد ته لاره پيداکړې ده او د الهي مينې ډيرو پتنګانو دخپل زړه او ضمير او په ټوله کې دباطن دصفايۍ  او تزکېې لپاره ، نقشبنديه تصوفي  طريقه دخپل عمل  دلاري مل ګرزولي ، دهيواد ډيرو سترو روحاني شخصيتونو ، شاعرانو اوليکوالو دا لاره پاللي او په دې توګه يې دڅښتن تعالى درحمت په هيله ، ددې تصوفي  طريقي  دآدابو ،  سننو او عباداتو له لاري دخپلو نفسونو د سپيڅلتيا او له ګناهونو دځان دژغورنې هڅه کړې  ده .
دغه راز  دجمهور رييس په پيغام کې ددغه سيمينار دجوړولو په خاطر داطلاعاتو او فرهنګ له  وزارت او له ډاکتر سيد مخدوم رهين  څخه قدرداني  شوې ده او ټينګار شوي دي چې ددغه سيمينار مقالې دي چاپ شي .
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ  وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين خبري وکړي او ويې ويل  اسلامي تصوف داوږدو پيړيو  په تيره بيا زموږ په هيواد کې داسلامي وحي دداخلي اړخ په توګه دحق او حقيقت  په لور دخداى ( ج ) دلاري  دموحدانو او سالکانو هادي دي اسلامي عرفان دبلخ ، هرات ، غزني ، کابل . او ګرديز  په ګډون په سترو ښارونو او په نورو ورته ښارونو کې ستر مرشدان  وزيږول  چې اسلامي تمدن او فرهنګ ددوي په مبارک شتون وياړي .
دعرفاني  طريقتونو  له جملې څخه يو هم نقشبنديه  طريقت دي چې په ځانګړي توګه په اتمه هجري  پيړۍ کې په بخارا او بلخ کې ښه وځليد البته ددغه طريقت ظهور په شپږمه  هجري پيړي کې دخواجه ګانو ددطريقت  په نامه وو يعني دهغه له دويم موسس  څخه دوه پيړۍ مخکې چې حضرت  بهاوالدين  نقشبندوي ، بهاوالدين  چې په کابل کې دبهاوالدين  بلاګردان په نامه مشهور دى لومړى موسس يې  خواجه عبدالخالق  غجدواني و .
غجدواني  هغه  څوک و چې په اصطلاح  دخپلي  زماني تصوف يې  پيل کړ په دې مانا چې له زياتو پيړيو وروسته عارفانه افکار او تصوف اوسلوک  له ناخوالو  سره مخامخ شوي و .
   داطلاعاتو او فرهنګ وزير په دي سيمينار کې زياته کړه  دنقشبندي  طريقت زموږ په هيواد کې ستر شخصيتونه  وزيږول  چې له دې جملي څخه خواجه  محمد پارسا چې ارامګاه  يې  په بلخ کې ده او مولانا يعقوب  څرخي لوګري چې دلوګر په څرخ کې  وزيږيد او ارامګاه يې دتاجکستان په دوشنبه ښار کې ده او نور بې شميره شخصيتونه .
ډاکتر رهين د څرګندونوله مخې دنقشبنديه  طريقت خصوصيتونه  دتعاليمو اسانوالي ، دژوندانه آسان والې او دچلند انسان والې   وه  او دهغه څه  دود په بنسټ چې په نقشبنديه   طريقت کې سخت ټينګار پري شوي دي دنبوي  سنت پيروي ده .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير زياته کړه  ، سترو اسلامي مشايخو نږدي دټولو په تيره بيا  په نقشبنديه  طريقت کې دخپلو لاسونو په تټاکې سره ډوډي خوړله .
نقشبنديه  طريقت  ته يې په دې سبب نقشبندي  ويلي دي چې خواجه بهاوالدين  نقشبندو، نقشبند  هغه څوک دى کله چې د جامو ټوټي اوبلدل کېږي  هغه تر ښکلا او سمون ورکوي او دي کار ته يې نقشبندي  وايه .
څرنګه چې په خپله دبهاوالدين نقشبند کار همدا و له همدي لاري يې دخپل  ژوندانه چاري سمولي له همدي امله  دغه طريقت  هم په همدي نامه مشهور شو .
ډاکتر رهين زياته کړه ستر مشايخ  هم نن او هم  پرون زموږ په بيلابيلو کارونوکې چې دنقشبنديه  طريقت مرکز و او نن هم دي لکه بلخ او لوګر چې د نقشبنديه طريقت پيروان دي  په همدي ترتيب په نورو سيموکې هم په قندهار او دهيواد په ختيځ کې  يو زيات شمير مشايخ  وزيږيدل ، دنقشبندي  طريقت  له خصوصيتونو  څخه دهوش په دم ، نظر په قدم ، سفر په وطن  ، خلوت  په ټولنه کې ، بادکړ ،  ستنيدو وکتل  ، ياداشت ، دزماني وقوف او دقلبي وقوف په شان په يوولس ګونو اصولو اعتقاد دي چې هر يويې په حقيقت کې ددغه سيمينار د لارښوونې په تګلوري کې يوه دروازه ده .
  په ديني چارو کې دجمهوري رياست ستر سلاکار  پوهاند نعمت الله شهراني په خپلو خبرو کې په دې ترڅ چې دنقشبنديه طريقت دسيمينار دجوړولو په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ له وزير څخه قدرداني وکړه دبيلابيلو مذهبونو دامامانو په باره کې يې  معلومات ورکړل .
او ويي ويل  امامان داسلامي نړۍ دسترو عالمانو له جملې څخه دي اوهم د صوفيانو له جملې څخه دي .
ده داسلام مبين  دين له ډيرو بشپړو  اديانو څخه وباله اوويې ويل  چې بايد داسلام په تاريخ کې د لويانو دنومونو دژوندي ساتلو او دهغوى له پندونو ،کړاونو  او نصحيتونو څخه داستفادي  په  خاطر دغه شان سيمينارونه جوړ شي .
ده داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه په ژوره توګه  مننه وکړه .
دکابل پوهنتون  دشرعياتو دپوهنځي استاد او دوزير محمد اکبرخان  دجامع جومات خطيب  ډاکتر  محمد اياز نيازي په خبرو کې وويل انسان دوه بعدي  موجود دي .
دانسان  مادي بعد خوراک ، اغوستلو  اوکورته اړتيا لري خو له انسان روحي بعد طاعت اوبنده ګي  ته اړتيا لري تصوف  اوعبادات  دانسان دروحي بعد خواړه دي .
دغه راز  په پارلمان کې  دهرات دخلکو استازي قاضي محمد نذير  حنفي په خبرو کې دسيمينار  دجوړولو په باب داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه دژورې  قدرداني په ترڅ کې وويل تقوا په ټولو ابعادو کې دانسان دژوندانه بنسټ  دي هم تجارتي بعد ، هم روغتيايي بعد او نور بايد  هر انسان دتقوا  او پرهيز ګاري  په رڼا کې  ژوند وکړي .
  ورپسې دجمهوري رياست سلاکار وزير مولوي جوره هم دموضوع په باب  خبري وکړي .
دغه راز ددغه سيمينار په مناسبت دکابل پوهنتون پيغام ددغه پوهنتون داستاد پوهاند محمد افضل بڼوال او د علومو اکاډمي پيغام د څيرنپوه  محمد اسلم افضلي او دناصر خسرو بلخي د فرهنګي دمرکز  درييس سيد منصور نادري پيغام ددغه مرکز دمرستيال محمد ارشاد معنوي  له خوا ولوستل شول .
  دغو استازو دسمينيار دجوړولو په خاطر داطلاعاتو او فرهنګ له وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين څخه دمننې او قدرداني په ترڅ کې داړوندو مرکزونو پيغامونه  ولوستل .
  بيا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګ رييس محمد افسر رهبين  دخواجه بهاوالدين  نقشبند لنډ  ژوند ليک ولوست چې پکې ويل شوي دي
خواجه بهاوالدين  محمد نقشبند  ، دمحمد بخاري زوى  د ٧١٧ هجري قمري  کال دمحرم  په مياشت کې او په بل روايت  په  ٧٢١ هجري  قمري کال کې  دبخارا  ښار دعارفانو په ماڼۍ  ( دهندوانو په ماڼۍ )  کې وزيږيد
په نصحات الانس  کې دمولانا  عبدالرحمن جامي د څرګندونو له مخې دى دخواجه محمد باباى سماسي له خدمت څخه په فرزندي قبول نظر دي او دطريقت دادابو تعلم دسيد اميد کلال د صورت په حسب ، خو دحقيقت په حسب دي اويسي دى  او روزنه يې دخواجه عبدالخالق غجدواني  له روحانيت څخه زده کړي دي .
دبهاوالدين  پلار دنقشبندي او د خمتا  اوبدلو کسب درلود او په بابا صاحب سرمست مشهور و .
  څرنګه چې زوي ديدارکسب غوره کړ  له دې امله يې دنقشبند لقب پيداکړ  ځيني کسان په دې باور دي چې بهاوالدين ددايمي  قلبي  ذکر له امله داسې درجي ته ورسيد چې دالله ( ج )  نوم په زړه  کې يې  ځاى ونيوه او له دې امله نقشبند  وبلل شو .
اووه کلن و چې قرانکريم يې زده کړ . له خواجه  بهاوالدين نقشبند څخه ارزښتناک اثار ، الاورادالبهائيه   ، الاواردات  ( په فارسي )  او دليل العاشقين او هم  په فارسي ژبه کې خوار واره اشعار او زياتره دتراني په قالب کې  ( رباعي ) پاتي دي .
خواجه بهاوالدين نقشبند له درې شپيتو  کلونو ارزښتناک  عمر وروسته  د ٧٩١ هجري قمري کال دربيع الاول  د مياشتې  په ديرشمه  دشنبې په شپه  وفات شو او په داسې حال کې چې دده د وصيت له مخې دده دجنازي په وړاندې  فارسي شهر ويل کېده  دبخارا ښار په دولس کېلومتري واټن بهاوالدين ناحيه کې  خاورو ته وسپارل شو .
دده  متبرک تربت دشريعت دپيروانو او دطريقت  د لارويانو زيارتګاه ده .
دسمينيار په علمي  مجلې  کې چې له غرمي وروسته جوړ شو  قاضي محمد نذير  حنفي درييس په توګه او مولوي ضيا الدين شيخ زاده دمرستيال  په توګه انتخاب شول .
په علمي مجلس کې مولوي عبدالرحمن رحماني دجايګاه تصوف  اوعرفان ، استاد حيدري وجودي ، دنقشبنديان  ،  ويسي مشرب ، دهرات پوهنتون استاد ډاکتر عبدالغني حسروي، دانيس الطالبين دمولانا عبدالرحمن جامي ناپيژندل شوي اثر او ويستا خسروي  دغزنيوي  مشعلدار معاصر طريقت  نقشبنديه  تر عنوان لاندې مقالې ولوستلي .
دسمينيار کار نن هم دوام کوي .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
دنقشبنديه تصوفي طريقي سيمينار ته دافغانستان  اسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي پيغام
نقشبنديه   تصوفي طريقي  دخپل پيدايښت اوځوريدوسره سم زموږ هيواد ته لاره پيدا کړې ده او دالهي مينې ډيرو پتنګانو دخپل  زړه اوضمير اوپه ټوله کې دباطن دصفايۍ اوتزکيې لپاره ، نقشبنديه  تصوفي طريقه  دخپل عمل دلارې مل ګرزولې،  دهيواد ډيرو سترو روحاني شخصيتونو ، شاعرانو اوليکوالو دا لاره پاللې اوپدې  توګه يې دڅښتن تعالي درحمت په هيله، ددې تصوفي طريقې دآدابو ، سنتو اوعباداتو له لارې دخپلو نفسونو دسپڅلتيا اوله ګناهونودځان د ژغورنې هڅه کړې ده.
دپيړيو په اوږدو کې ټولو صوفيانو اوعارفانو په عام ډول اودنقشبنديه طريقې پلويانو په څرګنده له خپلې ټولنې سره په نږدې ارتباط کې داجتماعي مصلحينو اومبلغينو وظيفه سرته رسولې اودخپل عصرشاهانو اومشرانو ته يې لازمې لارښوونې کړي دي.
دافغانستان دټولو ژبو په تيره دپښتو اودرې ژبو په ادبياتو کې عرفاني ادبيات خپل ځانګړي مقام لري  اودمطالعي لپاره يې پراخې ساحې موجودې دي خودنقشبنديه طريقې پيروان زموږ دهېواد په ادبي بهيرکې زيات څرګند اورښانه دريځ لري.
دنقشبنديه طريقې له پيدايښت اوپه سيمه کې   يې دفکري پلوشو له خوريدو سره سم زموږ ډيرو شاعرانو اوليکوالو دا لاره  وپالله اودنقشبنديه طريقې دلارښوونو تراغيزلاندې ډير منظوم اومنشور اثار ايجاد شول اوهم دنقشبنديه طريقې دپيدايښت ، پايښت  اوخوريدو دتاريخي سير دڅرنګوالي په باره کې زموږ علماوو ګرانبها اثار وليکل  دنقشبنديه طريقې دامام الطريقه ، خلفاوو  اوپيروانو  داحوالو دبيان لپاره يې هم متعدد اثار ليکلي  دي داټول منظوم اومنثوراثار دهمدې تصوفي طريقې دفيوضاتو اوبرکاتو له امله رامنځته شوي اوزموږ دهيواد غوره فرهنګي  ذخيره ده. ددې فرهنګي  دخيرې شتون موږ ته دا افاده  راکوي  چې دنورو تصوفي طريقو په څير  نقشبنديه  طريقې لازيات زموږ دفرهنګ په غنا کې خپل اغيز درلودي دي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپلو نورو ډيرو فرهنګي هڅو په لړ کې داځل  پرنقشبنديه طريقې دبحث لپاره دا حاضر سيمينار جوړکړى دى روحانيون  ديني علما  او فرهنګيان يې ورته رابللي دي.
زه ددې  درنې عرفاني غونډې د جوړيدو له امله داطلاعاتو اوفرهنګ ښاغلي وزير دوکتوررهين ته تبريک وايم  دسيمينار بري دلوى څښتن  له درباره غواړم. هيله لرم چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دسيمينار ټول اسناد اومقالې ژر چاپ  کاندي اوزموږ دخلکو زړونه پرې روښانه  کړي.
 

ګرديز\  باختردوږي دمياشتې ١٢ :
دپکتياولايت دښځو دچارو درياست  کتابتون نن په ګرديزښارکې ددغه ولايت دښځو دچارو د رييسې نسرين اورياخيل له خوا پرانستل شو.
دغه کتابتون ديوناما ددفتر له خوا دپنځه سوه زرو افغانيو په لګښت جوړشوي دي .
دپکتياولايت دښځو دچارو رييسې دباختراژانس خبريال ته وويل:  په دې کتابتون کې څه ناڅه درې زره عنوانه کتابونه شته  او دغه کتابتون  دپکتياولايت  په  کچه دي چې ددغه ولايت ښځې  کولاى شي چې دخپلې پوهې اودمعلوماتو دکچې دلوړولو لپاره  له هغو څخه  کارواخلي .
ميرمن اورياخيل وويل چي په نظرکې ده دغه کتابتون  ته پراختيا ورکړي او ددغه کتابتون دبډاينې په خاطر به دهمکارو موسسو مرسته جلب کړي.
دې زياته کړه  په اوس وخت کې ميرمنې کولاى شي په ازاده توګه له دغه کتابتون څخه استفاده وکړي.