11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
دلوګرولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست څه ناڅه څلويښتو تنو خبريالانو ته پنځه ورځنۍ ورکشاپ جوړشو.
دباختراژانس خبريال دخبرله مخې،  په دې ورکشاپ کې  برخه وال چې ټول  يې په  لوګرولايت کې رسانه يي کارکوونکي دي دژورناليزم  اساسات په باب په عملي ډول کار کوي  .
دلوګرولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درييس شفيق پوپل دڅرگندونوله مخې دوى ددغه شان ورکشاپونو په جوړولو سره  غواړي په دغه ولايت  کې درسنيو دخبريالانو دمسلکي پوهي کچه لوړه کړي .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
دفرهنګ  دهنري اثارو  نندارتون پرون په هرات ښارکې پرانستل شو.
په دې نندارتون کې دهرات ولايت د اوسيدونکو ټولنيزې اوسيمه ييزې ستونزې په پنځوسو هنري   قالبونو کې په داسې ډول چې د راشد رحماني له خوا په تيرو دوو کلونو کې په آب رنګ اوانځورګري ډول تصويرشوي دي دهرات داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په همکاري نندارې ته وړاندې شوې دي.
دفرهنګ نندارتون دهرات ښار دعلامه صلاح الدين سلجوقي په سالون کې داوو ورځولپاره  دمينه والو پرمخ پرانستي دي .
دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس احمداحسان سروريار  دهرات ښاريانو دټولنيزو ستونزو د منعکس کولو په کار کې ددغه ځوان اوخلاق هنرمند هلې ځلې وستايلې  او ددغه شان فرهنګي پروګرامونو دملاتړ په خاطر يې داطلاعاتو اوفرهنګ دلوى رياست تيارى اعلام کړ .
ښاغلى سروريار په داسې حال کې  چې دښاغلى رحماني او دنورو هنرمندانو دهڅونې په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ د رياست له  خوا دتشويقي پروګرامونو دپيلولو خبرورکړ. دفرهنګي اوهنري فعاليتونو ملاتړ اوپياوړتيا ته پاملرنه يې داطلاعاتو اوفرهنګ د رياست دپروګرامونو په سرکې وبلل .
په همدې حال کې ښاغلى راشد رحماني هم دنندارتون دجوړولو لپاره دځاى دتدارک په برخه کې داطلاعاتو اوفرهنګ د رياست همکاري وستايله اوله ښاريانو څخه يې وغوښتل چې په نندارتون کې ايښودل  شوي اثار وګوري .
دفرهنګ نندارتون چې  اووه ديرش اب رنګه اثار او  دوولس دانځورګرې اثار پکې  نندارې ته وړاندي شوې دريم هنري اوفرهنګي نندارتون دي چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې په هرات ښارکې دهنرمندانو اوفرهنګيانو دکتنې لپاره پرانستل کېږي .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
په تاريخي لرغونتيا سره څلور ډبرې چې  دملي امنيت د رياست دکارکوونکو له خواکشف شوي دي، پرون دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته وسپارل شوې.
دهرات  داطلاعاتو اوفرهنګ لوى رييس احمداحسان سروريار دتاريخي ابداتو اودلرغونواثارو دساتنې په برخه کې دملي امنيت د رياست  د کارکوونکودنه ستړې کېدونکو امنيتي خدمتونو دستانې په ترڅ کې وويل:  ټاکل شوى ده دغه ډبرې  په ملي موزيم  کې وساتل شي .
ويل کېږي چې دغه ډبرې دتاريخي اثارو غلو  درې کاله مخکې غلا کړي  و  اودغوښتل يې چې هغه له هيواد څخه بهرته وليږدوي.
دغه ډبرې چې داستوګنې په يو کورکې ساتل کېدې دامنيتي ځواکونوله خوا له کشف اوترلاسه کېدو وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته وسپارل شوې.
دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ لوى رييس  باختراژانس ته وويل: کشف شوي ډبرې  دهغو تورو نفيسو ډبرو له جملې څخه دي  چې په ظريف ډول ښکلي  او حکاکې شوي دي .
ده ددغو ډبرو تاريخي لرغونتيا دتيموريانو د دورې  دنهمې هجري پيړۍپه نيمايي دورې پورې اړونده وبلله.
دهرات داطلاعاتو اوفرهنګ دلوى رياست دستاينې لوحه نن  دښاغلى سروريار له خوا دملي امنيت د رياست دښاري امنيت مرستيال ډګروال محمود ته ورکړاى شوه
په  همدې حال کې دهرات ولايت دملي امنيت د رياست مرستيال دتاريخي اثارو دساتنې اوڅارنې په برخه کې له فرهنګي برخوسره ددغه رياست دهمکاريو د دوام ډاډ ورکړ.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
دايټاليادولت ژمن دي چې دبيا جوړولو اوپه امنيتي برخوکې دهرات  له سيمه ييزې ادارې سره خپلو مرستو ته د پخوا په شان دوام ورکړي .
ډګروال فرانسسکو برينچې  چې دبيا رغاونې د ولايتي ډلې دقوماندان په توګه په هرات ولايت کې  دشپږمياشتنې ماموريت له يوې دورې وروسته يې پرون په رسمي ډول خپل مسووليت ډګروال  کوروس ريولو ته وسپاره . ددغه ټکې په بيانولو سره په هرات کې دخپل ماموريت د دورې دبرياليتوب يوازينى رمز دسيمه ييزې ادارې هراړخيز ملاتړ اود ولايتي شورا اودخلکو همکاري اعلام کړه.
په هرات کې دايټاليا دبيارغاونې د ولايتي ډلې  دشپارلسم قوماندان د مسووليتونو دليږدونې مراسم پرون دهرات دوالي ډاکتر داودشاه صبا ، د ولايتي  شورا د رييس ډاکتر عبدالظاهر فيض زاده  او دجګپوړو ملکې او نظامي مقاماتوپه شتون په ارينا  کمپ کې پرځاى شول.
دهرات والي په دغو مراسموکې دلويديځ زون د ولايتونو دبيا جوړولو  او دامنيت په تامينولو کې  دايتالوي سرتيرو اوافسرانو خدمتونوته په درناوى سره دايټالياد دولت  او خلکو سخاوتمندانه مرستې وستايلې .
ديادونې وړ ده:  دايټاليا دبيارغاونې دډلې اوولسم قوماندان چې هغه هم دايټاليا د اردو يو پوځي افسر دى  په داسې حال کې  په هرات ولايت کې په فعاليت پيل وکړ چې په تيروشپږو مياشتو کې  ددغه ټيم په مرسته دهرات ښار دناحيو اودهرات ولايت د ولسواليو په کچه دبيا جوړولو  دڅلورڅلويښت طرحو دبسټ ډبرې ايښودل شوي دي.
داپه داسې حال کې ده چې دايټاليا دپي آر ټي  ټيم  دهرات دبيا جوړولو اوانکشافي پروژو کې په کال کې نږدې پنځه مليونه امريکايي ډالره لګوي.