11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باختر  دوږي  يو ويشتمه
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا .
  په دې وسيله دپايتخت  او ولايتونو ټولو خپرونکو ته خبر ورکول کيږي په يو شمير خپروونکو پخوا ددغې  ادارې  TSBNتي اس بي ان له لارې دکتاب نړيواله معياري ګڼه ويشل شوې  وه .
څرنګه چې ويشل شوي ګڼې  د تي اس بي ان په نړيوال  مرکز کې ثبتې شوي نه دي او دغه راز خپروونکو د خپلو خپرونو معلومات نه دي ساتلي  له دې امله له ټولو خپرونکو  څخه غوښتنه کيږي چې له پخوانيو ګڼو څخه TSBN تي اس بي ان استفاده وځنډوي اوله خپل  نشراتي جواز سره دى  دTSBN تي اس بي ان د ترلاسه کولولپاره داطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت دپلان اودبهرنيو  اړيکو دفتر ته مراجعه  وکړي 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا
په دې وسيله  دپايتخت او ولايتونو ټولو خپرونکو ته خبرورکول کيږي چې يوشمير خپروونکو ته پخوا ددغې ادارې له خوا د ( ISBN  )  يعنې دکتاب دنړيوالو معيارونو شمير ويشل شوي و. له دې امله  چې ويشل شوي شميرې د ISBN په نړيوال مرکز کې ثبتې نه دي او دغه راز خپروونکو دخپلو خپرونو معلومات نه دې حفظ کړي له دې امله له ټولو خپرونکو څخه غوښتنه کيږي چي د ISBN  له پخوانيو شميرو څخه استفاده  بنده کړي، له خپل نشراتي جوازسره د  ISBN داخيستلو په مقصد داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپلان اودبهرنيو اړيکو دفتر ته ورشي .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
دحج او اوقافو وزارت خبرتيا
دکابل ښار هغو حاجيانو ته چې ګڼې  يې له١٠٠١ څخه تر ٢٠٠٠ پورې دي خبرورکول کيږي  چې دروان  کال  دوږي  دمياشتې  په ٢١ نيټه  سه شنبې   د ورځې  دسهارپه اتو بجو دحج  دمناسکو دعملي زده کړې  په مقصد عيدګاه  جومات  ته تشريف  راوړي .
ديادونې وړ ده چې دحج دمناسکو عملي لوست له تمثيلي کعبې څخه په استفادې سره هره ورځ دسهار له اته نيمو بجو څخه له غرمې مخکې تريوولس نيمو بجوپورې  دعيدګاه په  جامع جومات کې  دوام لري.
 

کابل- باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
دبيت الله شريف دحج دمناسکو عملي اونظري لوست نن دتمثيلي کعبې په شاوخوا کې دبيت الحرام دحج تلونکو ته دکابل ښار دعيدګاه په جامع جومات  کې پيل شو.
حاجيان هره ورځ دغه مراسم سعودي عربستان ته د حاجيانو ترليږدونې پورې دوام کوي  چي په دغو مناسکو کې طواف  ، دصفا او مروى ترمنځ هلې ځلې ، تلبيه اوهغه دعاګانې چې په بيلابيلو مقامونو کې لوستل کيږي شامل دي چې ددوى دغه لوست په  بشپړ اوعملي توګه دحج او ا وقافو وزارت دمسوولينو اودبعثه دښوونکو له خوا پرمخ بيول کيږي .
دغه لوست په يو وخت کي داړوندو ولايتونو حاجيانو ته پيل شوي دي.
دحج او اوقافو وزارت دخپرونو رييس استاد حبيب الرحمن صالحي دباختراژانس خبريال ته وويل: دکارتونو د ويشلو ، پاسپورټونو، د درملو اوروغتيايي ټيمونو ، په مکه اومدينه  په ښارونو کې دحاجيانو دميشت کولو ، دبعثه دهيئت او دحاجيانو دلارښوونکو دټاکل  اوله هوايي شرکت سره  دحاجيانو دليږد ونې دتړون دلاسليک کولو په  ګډون  دحاجيانو ټول کار بهيرونه بشپړشوي دي.
ده زياته کړه: يوازې دويزې داخيستلو مسله پاتې ده چې ډير ژر به دسعودي عربستان له خوا دحاجيانو ليږدول پيل شي .
ديادونې وړ ده چې له افغانستان څخه به سږکال ديرش زره تنه  دحج دفريضې داداکولو په خاطر سعودي عربستان ته واستول شي .