11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باختر دوږي  نولسمه
  دشهيد داوونۍ او دملي اتل شهيد احمد شاه مسعود دشعادت ديوولسم تلين په درناوي نن دمهاجرينو دراستنولو دچارو په وزارت کې دقران عظيم الشان ختمونه وشول .
  دباختر اژانس دخبر له مخې  په هغو مراسموکې چې له همدي امله ددغه وزارت  دمشرتابه هيئت او کارکوونکو په ګډون پرځاى شوي وو دازادي دلاري دشهيدانو په تيره بيا د هيواد دملي اتل شهيد احمد شاه مسعود پاک روح ته دعا وشوه .
دمهاجرينو دراستنولو  دچارو وزير ډاکتر جماهير انوري  په خبرو کې څرګنده کړه چې په افغانستان  کې دازادي دلاري شهيدانو د هيواد دخلکو دنيکمرغۍ اوسوکالي په لاره کې خپل سرونه قرباني  کړل او هغو کسانو ته درناوي چې دافغانستان  دازادي اوزموږ دهيواد دخلکو دنيکمرغي  په مقصد يې  سرونه  قرباني کړل او شهيدان شول .
ددي هيواد داوسنيو او راتلونکو نسلونو مسووليت دي .
ډاکتر انوري دهيواد ملي اتل شهيد احمد شاه مسعود دافغانستان دتاريخ ستر ميړني وباله اودهيواد دنورو شهيدانو يادونه يې  هم  وکړه .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ١٩ :
دهېواد دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت ديوولسم تلين او دشهيد د اوونۍ  پرون په هرات ولايت  کې په شاندارو مراسمو سره درناوي وشو.
دهېواد دملي اتل دشهادت دتلين د درناوي مراسم چې دهرات د والي ډاکتر داودشاه صبا، د ولايتي شورا د رييس او غړو ، دخلکو دپراخوپرګنو ،دشهيدانو او معلولينو دکورنيو ، مشايخو او لويانو ، په ولسي جرګه کې دخلکو داستازو او دسلګونو تنو جهادي قوماندانانو په ګډون پرون له غرمې وروسته دمولانا جلاالدين محمدبلخي په سالون کې دمسعود ترشتوال له خوا دافغانستان داسلامي  جمهوريت دلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم دپيغام په لوستلو سره پيل شول او ترمازيګر پورې يې دوام درلود .
دپوهنتون داستادانو، سياسي  پوهانو، د دين دعالمانو او دسياسي ګوندونو داستازو په ګډون ددغې وګړنې غونډې ويناوالو د اوسني امنيت اوثبات شتون دازادي دلارې دشهيدانو دوينې او سرښندنې نتيجه وبلله.
په هرات کې دشهيد مسعود دمرکز رييس عبدالرزاق احمدي ، دشهيدانو ، معلولين کار او ټولنيزو چارو رييسې بصيرې محمدي ، دپيوستون دشورا سرپرست غلام محمد مصون ، دلوړو زده کړو وزارت دخصوصي موسسو رييس مسعود ترشتوال ، دهماهنګي په چارو کې دظفر قول اردو مرستيال جنرال اورياخيل او محمدموسى رضايي ددغه ټکې په بيانولو سره  چې دملي اتل درناوي اوخاطره به  دهېواد په تاريخ کې  دتل لپاره ثبت وي، له خلکو څخه وغوښتل  چې دشهيدانو دهيلو دتحقق په خاطر خپل ملي اواسلامي پيوستون وساتي.
دهرات د ولايتي شورا رييس داکتر عبدالظاهر فيض زاده هم  داسلامي انقلاب د درنو شهيدانو  په تيره بيا دجهاد اومقاومت دمشر اودسولې دعالي شورا دفقيد رييس استاد برهان الدين رباني  دشخصيت ، دملي اتل او دشهيد داوونۍ درناوي دټولو دنده وبلله  او ددغو اتلو شهيدانو هميشني ځلانده کارنامې تلپاتې وبللې .
ده ددغه ټکې په بيانولوسره  چې شهيد مسعود  په دوو زماني وختونو کې دوخت دشوروي دسره پوځ دڅرګند تيري اودپاکستان دپټ تيري په وړاندې په ميړاني سره مبارزه وکړه  دسولې ټينگښت اودامنيت تامينول يي دشهيدانو هيله وبلله.
ددغو مراسمو اصلي ويناوال او دهرات والي ډاکتر داودشاه صبا داسلامي انقلاب دشهيدانو په تيره بيا دافغانستان دسولې دشهيد استادرباني او دهېواد دملي اتل پاک روح ته  د درود داستولو اودعا په ترڅ کې د درناوي ددغه شان غونډو جوړول او دمراسمو پرځاى کول  دشهادت له کرښې سره دتړون دنوي کولو عامل او دشهيدانو دغوښتنو اوهيلو دتحقق په برخه کې يو ګام وباله.
دهرات والي داسلامي انقلاب د درنو شهيدانو هيله دخلکو سوکالي او نيکمرغي اوديوالي اوپيوستون په لاره کې هلې ځليې وبللې او له دولتي چاوارکو څخه نيولې تر عادي وګړو پورې  دبيلابيلو قشرونو مسووليت په اوسنيو نازکو شرايطو کې ډير مهم اوبرخليک ټاکوونکي وباله.
ډاکتر سبا دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په بهيرکې دامنيتي ځواکونو ديادونې وړ برياليتوب ته په اشارې سره  له ٢٠١٤ کال وروسته هم ددغو ځواکونو دبرياليتوب او ځواکمنې په نسبت ډاډ څرگندکړ.
ديادونې وړ ده چې دشهيداوونۍ دملي اتل دشهادت دتلين د درناوي دمراسمو په پرځاى کولو سره پيل شوه  او دحماسي اوفرهنګي مراسمو په پرځاى  کولو سره به دوام ومومي .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ١٨ :
دهيواد دملي اتل دشهادت ديوولسم تلين  اودشهيد داوونۍ   نن دلويې جرګې په خيمه کې دويناو په ترڅ کې  درناوي وشو.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دغو مراسمو کې چې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم  فهيم ، دملي شورا ددواړو مجلسونو درييسانو،  دکابينې غړو،.  دجهادي مشرانو اوشخصيتونو ، په کابل کې دبهرنيو هيوادونو دځينو سفيرانو،بهرنيو ميلمنو اوديو شمير  چارواکو اومجاهدينو په ګډون پرځاى شول په پيل کې  دملي دفاع وزارت سرپرست او دهيواد دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت ديوولسم تلين دنمانځنې دمراسمو دپرځاى کولو د کميسيون رييس عنايت الله نظري  دپرانستونکو خبرو په ترڅ کې  وويل نن دوږي دمياشتې اتلسمه دشهيدانو له اوونۍ او دهيواد دملي اتل  دجهاد او مقاومت دستر سنګروال شهيداحمدشاه مسعود دشهادت له يوولسم تلين سره برابره ده په هغې ورځ کې دازادي ډيره دنګه ماڼۍ دړې وړې شوه اودجهاد او مقاومت ستر سنګروال اودهيواد ددفاع ميړنۍ دپرديو جنايتکارانو او دتور زړو مزدورانو له خوا شهيد کړى شو.
نن چې زموږ ځوريدلي اوستړي خلک دسولې ټينګښت اودجګړې بندولو ته اړتيالري خو  تور زړي کسان زموږ سوله ييز غږته دتاوتريخوالي   په توري سره ځواب ورکوي .
دملي دفاع وزارت سرپرست زياته کړه: هغو کسانو چې دلوى خداى ج  درضايت دترلاسه کولو  دهيواد دازادي اودخپلو خلکو د حقوقو داعاده کولو  په خاطر په ميړانې سره ګام واخيست اوپه دې لاره کې شهيد کړاي شو نوم يې زموږ دهيواد دتاريخ په زرينو پاڼو کې تلپاتې  دى .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  مارشال محمدقسيم فهيم  په دې ترڅ کې چې دملي اتل احمدشاه مسعود اودهيواد دازادي دلارې دنورو شهيدانو دکارنامو سرښندنو ، ميړانې  ، زړه ورتيا اودمقاومت ددوران دکړو وړو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل  هرهغه چا چې په پاک  زړه اورښتينولي سره دخپل اسلامي اوانساني رسالت اومسووليت داداکولو په خاطر  دخپل خداى په وړاندې  له  جهاد اوشهادت  ژمنه کړي وي  تجربې ښودلې ده هر هغه څوک چې  جهاديې قبول شوى وى شهادت هم چې ديومجاهد ډير ستر ارمان دى هرومرو به يې په برخه شي  اودهر مسلمان شهيدوينه به سيلابي شي چې داسلام او زموږ  دګران هيواد افغانستان ددښمنانو بنسټ به  دړې وړې کړي .
دجمهوري رياست  لومړي مرستيال زياته کړه: درې لسيزې مخکې زموږ په هيواد کې  له کمونستني کودتا وروسته يو ستر شخصيت  چې دافغانستان له مليونونو تنو مجاهدينو څخه داستبداد ظلم  اوبې عدالتي په وړاندي پاڅون وکړ او آن  له هغه مخکې يې دمستبدو رژيمونو پرخلاف  مبارزو کې پاڅون وکړ اومهاجر شو  شهيد امر صاحب  و او له هماغه ورځې څخه يې په افغانستان کې په جهاد پيل وکړ اودخپل ژوندانه  په اوږدو کې  دکفارو دماتولو  اودخپلو خلکو دازادي په خاطر يې يوه شيبه هم په خپل ژوندانه کې بې پروايي ونه کړه.
مارشال فهيم وويل : ميړانه  غوره  اخلاق   اوټولو خلکو ته درناوي  چې تر زياتې اندازې پورې و دملي اتل  له ځانګړتياوو اوخصوصيتونو څخه و .
ده زياته کړه  چې دطالبانو دتورې واکمني  په دوران کې په افغانستان کې هرڅه له منځه تللي و ، يو ښوونځي  پرانسي نه و او په هيواد کې  کومه ابادي نه وه شوي خو په تيرولسوکلونو کې له سياسي نظام جوړولو  حکومت  جوړولو اوپه هيواد کې داباد له پلوه ښه بدلونونه رامنځته شول  او د تيرولسو کلونو برياليتوبونه دافغانستان دخلکو دسياسي نبوغ  اودملي  يووالي محصول دى.
په دغو مراسمو کې دولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي  هم دوينا په ترڅ کې دملي اتل دمقام اودشهيدانو اودهغوى دحماسو په باب خبرې وکړې او ويې ويل دافغانستان تاريخ چې له حماسو او وياړنو ډک  دى داتلانو دهڅو اوهاند اوميړانې نتيجه او ددې هيواد دشهيدانو دوينې  حاصل دى .
دافغانستان دميړني ملت سرلوړې اوازادي دهغو سرو وينو بيه ده  چې دافغان ميړنيو  په رګونو کې چليدلي دي او ددې هيواد دازادي ونې يې خړوبه اوشنې ساتلي دي .
ده وويل : دوروستي يوې پيړى په بهيرکې  دنړۍ له دوو وينې څښونکو تيري کوونکو څخه دازادي او دخپلواکي ترلاسه کول اسان کار نه و،. د خداى دلارې ميړنيو اوپه ايمان اوهيواد پالنې  ژمن ملت په دې لاره کې زياتې قرباني ورکړي او دهيواد اتلوبچيانو په دې لاره کې سرښندنې کړي دي .
دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار دهيواد  دازادي دلارې دشهيدانو داتلوليو  اوسرښندنو په باب خبرې وکړې او ويې ويل هغو کسانو چې دجهاد  دبرياليتوب په خاطر مبارزه وکړه هدف ته ورسيدل مجاهدينو دتيري کوونکو پرخلاف  جهاد او مقاومت وکړ اوشهيدان شول اوس  دا  زموږ دنده ده چې څه  ډول  وکولاي شو ددغو شهيدانو اواتلانو روح چې دغه شهيدان دافغانستان له بيلابيلو قومونو څخه دي خوشحاله کړو.
ايا دشهيدانو له  کورنيو سره دمرستې ، دمعلولينو اومعيوبينو دژوندانه  اوديتيمانو  دښوونې اوروزنې   په خاطر مو کوم فکر کړي دي ؟.
دمشرانو جرګې رييس زياته کړه  تراوسه پورې وخت لرو  چې دشهيدانو دهدفونو  دتحقق  ،  داسلامي نظام  دټينګښت  ، ملي يووالي اودشهيدانو له کورنيو سره دمرستې اودرناوي په خاطر لاسونه يوبل ته ورکړو اوپه عملي اقداماتو لاس پورې کړو.
دهيواد يو جيد عالم  اودجهاد يومشر استاد سياف  په خبرو کې وويل  دوياړنو ګتل   دملت دټولو وګړو وياړ دى .
هر هغه څوک چې  دخپل ملت لپاره يو وياړګتي  ټول ملت پکې شريک دي .دټول ملت وجيبه ده  چې ددغو وياړنو دفاع  ساتنه او ملاتړ وکړي.
زمادغه خبره دولت ته متوجه ده   هغه دولت چې موږ ټول پکې  شامل يو امنيت اوسوله په عذر او زاري سره نه ترلاسه کيږي  بايد هغومخالفينو ته چې زموږ بيګناه خلک په جوماتونو ،  دجنازې داداکولو په مراسمو اوپه بازار کې وژني غوڅ  اوخوله ماتونکي ځواب ورکړو.
مخالفين  هغه وخت سولې ته  مخه کوي  چې  کمزوري شي او وځپل شي .
ده زياته کړه:  ترهغه وخته پورې  چې دلوى  خداى ج  حدود تطبيق  نه شي په دې هيواد کې امن نه راځي  اوترهغه وخته پورې چې اوچت لاسونه نه وي په دې هيواد کې سوله نه راخي .
سوله بايد دمقابل لوري له خوا وړاندي شي  پريږدي هغوى مينه پيداکړي  اومينه هغه وخت پيدا کوي چې وځپل شي .
هغه کسان چې  دځانمرګو بريدونو مسوول دي دپاتيخت  په څلورو دروازو کې په  دار وځړول شي نور به په  ترورستي عملونو  لاس پورې نه کړي .
دغه راز په دغو مراسمو کې  يوبل جهادي مشر  محمداکبري دشهيددمقام اوعظمت په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل  چې شهيدانو په پاڅون ، مقاومت  ، زړه ورتيا اوسرښندنې سره جهاد برياليتوب  ته ورساوه اوموږ ته په کار دى چې دهغوى هدفونه او ارمانونه وساتو ملاتړ يې وکړ او تعقيب يې  کړو.
دشهيدانو ،. معلولينو  کار اوټولنيزو  چارو وزيرې ميرمن امنې افضلي هم دخبرو په ترڅ کې دهيواد دبچيانوپه تيره بيا  دملي اتل احمدشاه مسعود  دسرښندونو په اړوند چې دخپلو ديني اوهيوادنيو  رسالتو په خاطر شهيدان شوي دي څرگندونې وکړې او زياته يې کړه .  دادخلکو مسووليت  دى چې دملي يووالي  په ساتنې سره دهيواد اودخلکو ددښمنانو اوتوطيه ګرانو پرخلاف مبارزه وکړي . دهيواد دملي اتل  احمدشاه مسعود دمرکز مسوول احمدولي مسعود دهيواد دخلکو دجهاد اومقاومت په باب معلومات وړاندي کړل  اوڅرگنده يې کړه چې نن موږ دهيواد  دملي اتل دشهادت ديوولسم تلين ددرناوي په حال  کې يو اوهيله لرو چې  دملي اتل دشهادت په دې تلين کې وکولاي شو دافغانستان  ملت ته يو روښانه اوڅرګند پيغام ورکړو.
ده زياته کړه  چې موږ تل دملي اتل دشهادت دتلين درناوي کړى دى اوتل مو خبرې کړي دي  خو له بده مرغه په دې نه يو بريالي شوي  چې خپلې خبرې عملي کړو.
دغه راز  ده د جهاد اومقاومت په دوران کې دملي اتل د کارنامو يادونه وکړه .
ددغو مراسمو په پاى کې  دهيواد دملي اتل شهيداحمدشاه مسعود دزوي احمدمسعودپيغام ولوستل شو چې په هغه کې دشهيدانو کورنيو اوپاتې کسانو ته دډاډګيرنې دمراتبو دڅرگندولو په ترڅ کې ويل شوي  و، شهيدانو په خپل يون سره  خپل پور په بشپړه توګه ادا کړ اوخپل دروند رسالت يې  چې ددې هيواد ازادول و ترسره کړ او زموږ په اوږو يې ډير دروند مسووليت ايښي دى چې هماغه ددې هيواد ودانول دى .
دغه راز په پيغام کې  ويل شوى دى له خپلو ټولو هيوادوالو څخه غوښتنه کوم چې ددغه ستر مسووليت دترسره کولو لپاره لاسونه يوبل ته ورکړي اوپه يووالي  سره اوپه يوه غږ هلې ځلې وکړي او زموږ ګران هيواد ودان کړي .
دغه مراسم دولسي جرګې دشهيدانو  اومعلولينو دچارو دکميسيون رييس عالمي بلخي  له خوا ددعايې په لوستلوسره پاى ته ورسيدل.
ديوبل خبرله مخې،  دهيواد دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت ديوولسم تلين نن دازادي  اومقاومت دڅلي ترڅنګ  دګلانو  د ګيډيو په ايښودلو سره درناوي وشو.
په دغو مراسمو کيې  لومړي  دجمهوري رياست مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم  اووروسته دهيواد درې ګونو قواوو ځينو مسوولينو هم دازادي اومقاومت دڅلي ترخنګ  دګلانو ګيډۍ کيښودې.
 

دشهيد داوونۍ په  رارسيدو سره زموږ مسلمان ملت دهغو شهيدانو دياد درناوي کوي چې په خپلو پاکو وينو سره يې ددغه هيواد سرلوړي او عظمت ساتلي دي .

 داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دشهيدانو او په تيره بيا دهيواد دملي اتل احمد شاه مسعود پاک روح ته ددعا په  ترڅ کې دهيواد له ټولو رسنيو په تيره بيا دصوتي او تصويري رسنيو څخه  غوښتنه کوي چې خپلي خپروني دي دشهيد داوونۍ له غوښتنو سره سم همغږۍ کړي او په دي مناسبت دى ځانګړي پروګرامونه خپاره کړي .