05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٠ :
دهېواد د جمهوررييس  له لارښوونې  اوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت داعلاميې له خپريدو  وروسته دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست  له ښارڅخه په بهرنيو واژوسره دلوحو دټولولو  لپاره هڅې پيل کړي دي.
جمهوررييس په دې وروستيو وختوکې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته لارښوونه  وکړه چې دملي ژبو،لهجو اودملي اصطلاحاتو دپياوړتيا اودنامانوسو بهرنيو اصطلاحاتو دحذفولو په لاره کې  زياتې هلې ځلې وکړي.
دهرات ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل  چې دوى د جمهوررييس دلارښونې اوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت داعلاميې له مخې  ټولو  اصنافو  اوکورنيو اوبهرنيو مرکزونو ته  ويلي دي چې ديوې مياشتې په بهيرکې دې بهرني کلمې  اواصطلاحات له خپلو لوحو څخه لري کړي .
دى وايي  دغې موضوع ته دکورنيو اوبهرنيو مرکزونو اواصنافو دنه پاملرنې په صورت کې به  دوى به  دامنيتي ځواکونوپه همکارۍ ددغو لوحو په ټولولو اقدام وکړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزيرډاکترسيدمخدوم رهين دجمهوررييس له فرمان څخه يوه ورځ وروسته باختراژانس ته ويلي و چې ده دافغانستان په کچه ددغه وزارت  ټولو رياستونو ته لارښوونه کړې ده  چې ديوې مياشتې په بهيرکې دى دلوحو په ټولولو  اويا له هغو څخه دبهرنيو واژو په حذفولو اقدام وکړي .
 

کابل باختر دوږي نهمه
  داطلاعاتو او فرهنګ وزير نن په کابل کې  د پهلوان دخانقا د دوه سوه شپږ څلويښتمي کاليزي دنمانځني په غونډه کې وويل  ددرويش  ميړني هر يو بې تاجه او بې تخته  سلطان و .
دباختر اژانس دخبر له مخې ،  په دې غونډه کې  د طريقت يو شمير پيروانو ،مشايخو ، ددين عالمانو ، ادبي _ تصوفي  شخصيتونو او يوشمير وکېلانو ګډون کړي و .
  داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په دې غونډه کې د لومړي  هجري پيړۍ پيل ته په اشاري سره  چې په کابل کې ستر مشايخ او صوفيان  څرګند شول ، کابل يې دمعنويت ښار  وباله .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير وويل  له ډيرو پخوا زمانو څخه  زموږ تر پيړۍ پوري کابل ښار د شريعت او طريقت په لاره کې دخدمت مرکز و .  دپهلوان په خانقا  او  ددي په شان  په لسګونو  ورته خانقاو کې  د درويش  ميړنې چې هر يو يې بې تاجه او بي تخته  سلطان و ،  په ذکراو دخداى په يادونې  لاس پوري کاوه هغه ميړني چې  دژوندانه   په معما او دژوندانه  رمز يې  په الهي  انوارو سره  موندلي و  په حقيقت کې  ددوي په مرسته و  چې زموږ په هيواد کې  معنويت  ټينګ پاتي شو .
ډاکتر رهين  په دغو خبرو کې  په کابل کې دخانقاو د تاريخچې په باب خبري وکړي او وي ويل  کابل  د لومړي  هجري پيړي له پيل  څخه  داسلامي فرهنګ دلوړوالې په لاره کې  ستر رول  ولوباوه .  ده  د پهلوان دخانقا د جوړيدو د دوه سوه شپږ څلويښتمي کاليزي  له امله  درنو عالمانو  ،  مشايخو او ادبي  _ تصوفي  شخصيتونو ته  مبارکې وويله .
  داطلاعاتو او فرهنګ وزير دهيواد دتاريخي جوماتونو او خانقاو د ترميمولو لپاره  ددغه وزارت  پروګرامونو ته اشاره وکړه اوزياته يې کړه  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلوى خداى ( ج ) په مهرباني  په دې بريالي شوي دي  چې  ددغه وزارت  په امکاناتو او په نړيوالو همکاريو سره  ديو شمير جوماتونو او خانقاو په ترميمولو او بيا جوړولو  لاس پوري کړي .
وروسته  په پارلمان کې دخلکو استازي  الحاج مولوي عبدالرحمن رحماني  د تصوف مکتب  ډير ښه  انسان جوړونکې  مکتب وباله  او وي ويل  هر څوک چې وغواړي  حقيقت ته ورسيږي  بايد شريعت او طريقت غوره کړي .
وروسته  دهيواد جيد عالم  الحاج محمد باقر شيخ زاده  وويل  دلوى خداى ( ج ) په وړاندې ډير ښه  شخص ، ډير با تقوا دي او همدغه خانقاوي او داسلام دمبين دين  په اساساتو دمنګولو لګول  کولي شي  دخلکو ترمنځ  يو والې  پيوستون ، سوله او ترقي  رامنځته کړي . 
په دې غونډه کې  يو شمير  مشايخو او فرهنګي _  تصوفي شخصيتونو د عرفان  _  تصوف  په باب خبري وکړي .
  په پاى کې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر رهين د پهلوان دخانقا  کتابتون پرانست .
دپهلوان خانقا  دکابل  په زاړه ښار کې په  ١١٨٦ کال کې له نن ورځې څخه  ټيک دوه سوه شپږ څلويښت کاله مخکې  د هغې زماني  ديو تن  شيخ  صوفي شير محمد له خوا  جوړه شوه  چې وروسته  ددې دزوى  مير محمد پهلوان  په نامه  ونومول شوه .
دکلونوکلونو په اوږدو کې دغه خانقا  د طريقت دپيروانو دروزنې  مرکز  او ځاى و .
 

کابل باختر دوږي نهمه
  د وږي دمياشتي نهمه  له پښتنو اوبلوڅو وروڼو سره دپيوستون ورځ نن په کابل کې ونمانځل شو .
  دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ، په هغې غونډه کې چې له همدې امله د سرحدونو، قومونو او قبايلو دچارو په وزارت کې  جوړه شوي و ددغه وزارت سياسي معين عبدالمالک  صديقي دخبرو په ترڅ کې وويل  په افغانستان کې  له پښتنو  اوبلوڅو  وروڼو سره دپيوستون  د ورځې نمانځنه تاريخي سابقه لري اوزموږ هيوادوال کال په کال دغه ورځ نمانځي .
دغه راز په دې غونډۀ کې د شينوارو دقوم يو تن مشر زرجان شينواري ، دبلوڅو  دسراسري شورا رييس ذوالفقار  بلوڅ په  ولسي جرګه کې دخلکو استازي نادر خان کټوازي دعلومو اکاډمي سلاکار حبيب الله رفيع او په ولسي جرګه کې دخلکو استازي  محمد نعيم لالي حميدزي  په وار سره ددغې ورځې په باب خبري وکړي .
دغه راز دغونډي په پاى کې يو شمير شاعرانو له پښتنو اوبلوڅو وروڼو سره دپيوستون  دورځې په باب خپل شعرونه ولوستل .
په دې غونډه کې دکابيني  او دملي شورا يو شمير  غړو  قومي شخصيتونو اومشرانوګډون کړي وو .
 

کابل باختر دوږي نهمه
    ځيني ډاکتران دکابل ښاروالۍ دموظفينو له خوا د خپلو  کتنځيو دلوحو دراټولولو له امله شکايت لري .
دغو ډاکترانو له باختر اژانس سره په اړيکو کې ويلي دي ددوي دکتنځيو لوحې چې دعامې روغتيا  وزارت له مقرراتو سره  سمي  برابري او څړول   شوي وي په دي  وروستيو وختو کې دکابل ښاروال د موظفينو له خوا راټول شوي دي .
ددغو ډاکترانو کتنځي دکابل شاروالۍ مقر ته مخامخ  دده افغانانو په ودانيو کې دي .
دافغانستان د روغتيايي کارکوونکو او ډاکترانو دسراسري اتحاديې رييس پروفيسر ډاکتر عبدالودود باجوړي  باختر اژانس ته وويل کابل ښاروالۍ ددي حق نه لري چې د ډاکترانو لوحې لري کړي او دغه عمل يې طبي کارکوونکو ته  سپکاوي وباله  او دعامې روغتيا وزارت له مقاماتو څخه يې وغوښتل چې د ډاکترانو دغه ستونزه وڅيړي .
  په همدي حال کې دکابل ښاروالۍ د دويمې ناحيې رييس وويل چې لوحې په غير منظم ډول ځړول شوي دي او دښار په ښکلا يي ناوړه اغيزه کړې ده او په همدي  دليل يې د ده افغانانو په ساحه کې د ډاکترانو لوحې راټولي کړي دي خو دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي قوانينو  د تطبيق د څيړنې رييس ډاکتر کامل وويل  چې په دې اړوند يې دکابل ښاروالۍ له مقاماتوسره اړيکې نيولي دي او دوي ويلي دي چې دنظر وړ ودانۍ د رنګولو په  حال کې دي او وروسته د ډاکترانو لوحې بيا ځاى پرځاى کېږي.
ډاکتر کامل زياته کړه چې د ډاکترانو د لوحو دراټولولو په اړوند دعامې روغتيا وزارت مقاماتو ته  خبر نه ورکړ شوي او ډير ژر دغه لوحې بيادکابل ښاروالۍ له خوا ځاى پرځاى  کېږي .
کابل ښاروالۍ ته مخامخ ودانيو کې چې دښار مرکزي ساحه دزيات شمير کتنځي او دتشخيص مرکزونه شته چې هره ورځ په سلګونو  تنه ناروغان او اړ کسان ددرملنې لپاره مراجعه  کوي  خو اوس دناروغانو داړتيا وړ په دغو مرکزونو کې  کومه لوحه نشته او اړکسان هم له دې پلوه له ستونزو سره لاس اوګريوان دي .