11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٨ :
دافغانستان دعلماوو دسرتاسري شورا اعلاميه
الله ج  فرمايلي دي   هرڅوک چې کوم مومن په قصد سره ووژني نو دده جزا
دوزخ دى چې تل به وي په هغه کې اوغضب کړى دى پرده باندي الله ج اولرې کړى يې دى الله ج داله خپل رحمت څخه اوتيارکړى يې دى ده ته ډير لوى عذاب.
اوهمدارنګه  فرمايي : هرڅوک چې يوه نفس دبل نفس دبدل څخه پرته يايې له فساده په ځمکه کې ووژنې نو ګواکې ټول خلک يې وژلي دي اوڅوک چې يونفس له وژل کيدو څخه وژغوري نوګواکې ټول  خلک يې له وژل کيدو ژغورلي دي .
اوهمدا رنګه په يو مبارک حديت شريف کې چې امام ترمذي ، ابن ماجه اونسايي را نقل کړيدى ر سوالله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي.
ترجمه :ديومسلمان و ژل الله  ج  ته دټولي نړ ۍ دړنګولو نه سترکاردى .
دافغانستان دعلماووسرتاسري شوري دهلمند په ولايت کې د ١٧ تنو بيګناه مسلمانانو په وحشيانه توګه شهيدانول او دهغوى دسرونو غوڅول اودې ته ورته پيښې په کلکه غندي اوداسلامي احکامو او دانساني عواطفو پرخلاف اوناوړه عمل يې بولي.
دشهيدانو له خپلوانو سره خپله ژوره خواخوږي ښکاره کوي اوله امنيتي مسولو مقاماتوڅخه په جدي توګه غوښتنه کوي  ؛چې ددغو وحشيانه اعمالو مرتکبين ژر ترژره پيدا او دقانون منګولو ته يې وسپاري ترڅو دخپلو کرغيړنو اعمالو په سزاورسيږي.
همدارانګه دافغانستان دعلماوو سرتاسري شورا  دامريکي دحکومت له خوا په بګرام کې دقرآن کريم دسوځوونکو لپاره هغه مجازات چې ورته ټاکل شوي دي بيخي ناکافي بولي بلکي  دغه مجازات دقرآن کريم دتوهين په څنګ کې دافغانستان  دمسلمان ملت لپاره چې ددغه ناوړه عمل په وړاندي يې په پاڅونونو کې له  څلويښتو نه زياتو کسانو خپل ژوند نذرانه کړ يوبل توهين بولي په داسې حال کې چې دافغانستان دعلماوو سرتاسري شورا اوعام مسلمان ولس ددغه عمل مرتکبينو ته داشد مجازات يعني اعدام غوښتنه کړې وه موږ يوځل بيادامريکي  دحکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو ترڅو پرخپله فيصله تجديد نظروکړي اودقرآن کريم توهين کوونکو ته داسې سخته جزا ورکړي چې دافغانستان دمسلمان ملت پرزخمي زړونو دمرهم پټي کيښودله شي.
 

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٨ :
دافغانستان _ ايران ګډ نندارتون نن په کابل ښارکې  جوړشو.
دباختراژانس دخبرله مخې  په دغه نندارتون کې پنځه ويشتو افغاني توليدي شرکتونو اواته ديرشو ايراني توليدي شرکتونو خپل توليدات اومحصولات ننداري ته وړاندي کړي دي.
په هغو مراسموکې چې له همدې امله جوړه شوې وه دښاري پرمختيا وزير حسن عبداللهي ،دسوداګرۍ اوضايعو وزارت معين  ډاکترصدرالدين سحر اودسوداګرۍ اوصنايعو دخونو دنړيوالو اړيکو مسوول آذرخش حافظي دګډتجارتي نندارتون دجوړولو په اړتيا او ددواړو هيوادونوترمنځ دسوداګرۍ په ودې باندې ټينګاروکړ.
ددغه نندارتون دجوړولو يوتن چارواکي وايي له زياتو ستونزو سره سره افغاني محصولات په تيره بيا دکرنې محصولاتو اولاسي صنايعو په وروستيو کلونو کې  له کمي اوکيفي پلوه ښه وده درلوده اوبيلابيلو هيوادونو ته دافغاني مالونو صادرات زيات شوي دي چې دا دسيمې  او نړۍ په بازارونو کې دافغاني مالونو دمنلو وړ کيفيت ښکارندوي دى خو له بده مرغه له هم ژبي اوهم فرهنګ اوګډ تاريخي لرغونتيا له ګاونډيو هيوادونو لکه ايران سره زموږ دصادراتو او وارداتو اندازه په نامطلوبه کچه کې ده له ايران څخه  دافغانستان واردات په کال کې څه ناڅه يوملياردو درې سوه مليونه ډالره دي په داسې حال کې چې  ايران ته صادرات څه ناڅه څلويښت مليونه ډالره دي.
دګډ نندارتون  جوړول په حقيقت کې دسوداګرۍ اوپانګه والو ترمنځ داقتصادي اړيکو دپراختيا  اوسوداګرۍ دکچې دزياتوالي لپاره دسوداګرۍ اوپانګه والو دمتقابلو علايقو ښکارندوى دى او ددغو اړيکو دټينګښت لپاره به ښه زمينه شي.
دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو خونه دافغانستان او ايران ترمنځ دګډ نندارتون  جوړول ددواړو هيوادونو داقتصادي پياوړتيا اوپيوستون په لاره کې مهم ګام بولي اوهيله لري چې دغه ټکۍ دهرې ورځې په تيريدوسره  پراختيا او ژورتيا ومومي .
افغانستان له بل هروخت څخه زيات دګاونډيو پانګه والو اوسوداګرو منلو ته چمتو والي لري  او هرهغه لاس چې ددغې سيمې دخلکو دسوکالي اوارامي درامنځته کولو په خاطر اوږد شي تودهرکلي يې کوي ايران کولاي شي  په دې برخه کې ښه رول ولوبوي
 

ديو شمير تصويري  رسنيو  دغير اخلاقي خپرونو په باره کې  درسيدلو شکايتونو  په باب  د رسانه يي سرغړونو  د څيړنې دکميسيون  د پخواني ابلاغيې  په  تعقيب  ، د شهر تلويزيون او دافغان تلويزيون  پروګرامونه  په کميسيون کې  وڅيړل شول . او له غور وروسته داسې  وپټيل شوه  څرنګه چې ددغو  دوو تلويزيونونو ځينې خپرونې  د اخلاقي موازينو او دافغانستان دخلکو د ملي دودونو پرخلاف دي  دغو دوو تلويزيوني شبکو او نورو   شخصي  تلويزيونونو ته  په ټينګار سره  خبر ورکول کيږي  که چيرې  خپلې خپرونې  ديوې اوونى په دننه کې  دافغانستان دخلکو له ملي او اسلامي  معيارونو سره  هماهنګې نه کړي  ،  سرغړونکي به يې  دڅارنې او تحقيق په مقصد څارنوالي ته  وړاندي شي .
  ختم_ ف _ اکرم
يادونه:  داطلاعاتو او فرهنګ  دوزير له لارښوونې سره سم  دغه ابلاغيه دې دراډيو او تلويزيون  دشپې داتو او لسو بجو  په خبري سرويسونو کې په پشتو او دري  ژبو  خپره شي .
 

کابل باختر د وږي اوومه
  درهنمايي براى ژورنالستان  راډيو  اثر نوى  چاپ شو .
دغه اثر دليکوال ، شاعر او ژباړونکې ډاکتر محب  سپين  له خوا له الماني ژبې څخه په پښتو ژبې اړول شوى دى .
د ( رهنمايي  براى ژورنالستان راډيو  )  داثر اصلي لکيوال دالمان د ديوچي ويله داکادمي  مرستيال  پيټر  هيولنين تورسين کارک دى.
په دې اثر کې په راډيو کې ديو ژورنالست دکار اساسات په معياري ډول بيان شوي دي. .
افغان ليکوال، شاعر اوژباړونکي ډاکتر محب سپين  باختر آژانس ته وويل: ده هلې ځلې  کړى دي  چې داثر داصلي محتوا دساتنې لپاره دژباړنې معيار په پام کې ونيسي .
  ( رهنمايي  براى ژورنالستان راديو )  اثر دميدان وردګو دوالي محمد حليم فدايي په مالي مرسته په ١٧٠ مخونوکې دزرو ټوکو په تيراژ چاپ  شوى دى .