13 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې لپاره د ښه نیت مهم ګام

کابل / د لړم ۲۱ مه / باختر د افغانستان حکومت...

د پکتیکا په امنیت کې ښه والی راځي

ښرنه/دلړم۲۱مه/باختر د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

په پکتیکا کې ۲۵۰ کورنیو لپاره د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړ شول

ښرنه/دلړم۲۱مه/باختر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت؛ د بڼوالۍ او مالدارۍ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

د اسلام  ستر پيغمپر  دژوند  احاديثو او رواياتو په ګډون دحضرت محمد ( ص)  ژوند دوه ټوکيزه  ټولګه دروسيې  د داغستان په جمهوريت کې خپور شوى دى .

  دداغستان  د(ريا) خبري اژانس دخبر له مخې، دغه کتاب دروسکي مير  دفرهنګي ټولنې له خوا خپور شوى دى .

 دحضرت محمد ( ص)  دژوند ټولګه په ښه جلد او په عالي کيفيت تدوين او داسلام دستر پيغمبر  له ژوند ، اثارو ، اوزده کړو سره دروسې  کتاب لوستونکو دبلدتيا په مقصد خپور شوى دى

 دروسې مير فرهنګي ټولنه چې دروسيې له ستر و فرهنګي ټولنو څخه ده. دروسى ژبې او ادبياتو دپراختيا او ساتنې په مقصد  دروسيې دصدراعظم  ولاديمير پوتين  له خوا جوړه  شوې ده او دنړۍ په  زياترو هيوادونوکې څانګي او فعاليت لري .

د ا طلاعا تو او فرهنګ وزارت د کار اهل ته دکار دسپارلو اود سالمې اداري د اصلاح او جوړولو په باب ددولت د لوړو هدفو نو دتحقق په لاره کې د نورستان ، هر ات ، فاريا ب ، فراه ، نيمروز ، سمنګانو ، بلخ ،ننګر هار ، پکتيا ، پکتيکا ، جوزجان ، زا بل ، ميدان وردګو ،خوست ، غور ، ارزګان ، هلمند ، کند هار ، بادغيس اود سرپل د ولايتونو داطلاعا تو او فرهنګ د رياستو نو او کارپوه  کارکوونکو د استخدا مولو په مقصد ا زادى سيالۍ ته وړا ندې کړي دي

 په شرايطو برا بر کسا ن دې دخبر تيا د خپريدو له نيټې څخه دروان کال دسلوا غۍ د مياشتې ترڅلور مي نيټې پورې کولاي شي له غرمي مخکى له نهو بجو څخه له غر مې وروسته تردريو بجو پوري دغوښتن ليک دثبتو لو فورمه د اداري اصلا حا تو اوملکي خد متو نو د خپلواک کميسيون له بورد څخه او په اړوندو ولايتو نو کې د کميسيون له سا حوى برخو څخه ترلاسه کړې

٣٨ - کابل باختردليندي دمياشتې ٢١ :

داطلاعاتو اوفرهنگ   وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين نن دځوانانو دچارو دمعينيت  اودځينو لوړو اونيمه لوړو زده کړو دخصوصي  موسسو ترمنځ دتړون دلاسليک  کولوپه مراسمو کې وويل هيله  لرو چې په پايتخت اوولايتونو کې ځوانانو ته دزده کړي زياتي زميني برابري شي .

څه ناڅه څلور زره تنه  ځوانان داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت   له لاري پنځو لوړو اونيمه لوړو  زدکړه   موسسو ته دزده کړي په مقصد معرفي شوي دي.

ددغې همکاري تړون نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعين تيمورشاه اسحق زي او درڼا ، دکابل روشان ددارالمعلمين  ، اروين  او دمولانا جلال الدين محمد بلخي دلوړو زده کړو اونيمه لوړو زده کړو دموسسو داستازو ترمنځ په داسې حال کې چې په ولسي جرګه کې دروغتيا اودځوانانو دکميسيون منشي  ډاکتره نيلوفر هم حاضره وه لاسليک شو.

ډاکتر رهين ددغه تړون دلاسليک کولو په مراسمو کې وويل چې نن بيا هم دلوړو او نيمه لوړو زده کړو څو موسسي دهيواد ځوانانو ته دزده کړي زميني برابري  کړي دي..

ډاکتر رهين  ټينګار وکړ چې  هيله لرو دلوړو زده کړو نوري موسسي وکولاي شي په مرکز او ولايتونو کې دهيواد ځوانانو ته په بيلابيلو څانګو کې دزده کړي زميني برابري  کړي .

په همدي  حال کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين وويل چې تيرکال مو پنځه ويشت زره تنه محصلان  دلوړو او نيمه لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته  معرفي کړي دي  او دروان کال ترپاي پوري به ديرش زره تنه ځوان محصلان دغو موسسو ته معرفي شي .

درضاکارانو  دنړيوالي ورځې دنماڼځلو په خاطر   نن داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت له خوا رضاکارانه  کار  ترسره شو او ځوانانو د وزير محمد اکبرخان او ملالي زيږنتون  روغتونونه  پاک کړل .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې،  په هغې غونډه کې چې له همدې امله  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال مرکز  کې جوړه شوې وه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو  دچارو معين تيمورشاه اسحق زي  په کابل کې دملګروملتو دسازمان درضاکارانو ددفتر دهمکاريو له امله دقدرداني په ترڅ  دخپلې خوښئ دکارونو دارزښت په باب  معلومات ورکړل او وي ويل چې نن درضاکارانو د نړيوالي ورځې سره برابره ده دټولو هيوادونو ځوانان د رضاکارانو جامې اغوندي او د ډله  ئيزو او رضاکارانه کارونو په ترسره کولو سره دخپلو ښارونو زياته برخه پاکوي .

   ده زياته کړه موږ هم دوزيرمحمد اګبر خان   او ملالي زيږنتون د روغتونونو  پاکول او په عملي توګه درضاکارانو نړيواله ورځ نمانځو .  په کابل  کې دملګروملتو دسازمان درضاکارانو ددفتر مسوول هم په خبرو کې وويل هغه ټولنې  چې ډله ئيز او رضاکارانه کارونه   ترسره کوي په حقيقت کې دخپلو ټولو دپرمختيا په لورګامونه اخلي او رضاکاران دعدالت، برابري او ازادي  په شان دارزښتونو په وسيله لکه څنګه چې دملګروملتو دسازمان په منشور کې بيان شوي دي هڅول کيږي .

 دغونډې په  پاى کې دکابل فدراسيون دکابل له خلکو دسراسري شورا او دنجونو او هلکانو په ګډون  دنورو مرکزونو رضاکاران په دوو ډلو وويشل شول او دځوانانو دچارو له معين  او په کابل کې دملکروملتو  دسازمان درضاکارانو ددفتر له  مسوول سره  دوزير محمد اکبر خان او ملالي زيږنتون  روغتونونو ته  روان شول او په رضاکارانه کار يې  لاس پورې کړ .