11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢٤ :

دقرآن عظيم الشان دحفظ او تجويد دسياليو دپنځمې دورې په  ګټوونکو نن جايزې وويشل شوې .

 دباختراژانس  دخبرله مخې  دقرآن کريم دحفظ اوتجويد سيالۍ دنزول دلسيزې له امله څه موده مخکې  دحج اواوقافو دوزارت له خوا  ترسره شوې چې دمرکز او ولايتونو پنځه سوه تنو  ګډون کړي و چې له دې جملې څخه قاري غلام يحيي ،قاري نادرشاه  اوقاري شفيق الله  لومړي ، دويم اودريم مقامونه وګټل.

 په هغې غونډه کې چې له همدې امله  دعلي موفق هروي په جامع  جومات کې جوړه شوى وه يو زيات شمير عالمانو او قاريانو او دحج اواوقافو وزارت دمشرتابه  هيئت ګډون کړي و. د حج او اوقافو وزارت دخپرونو رييس قاري حبيب الرحمن صالحي او ددغه  وزارت سلاکار مولوي عبدالعزيز دقرآن عظيم الشان دفضيلتونو اودحفظ اوتجويد په باب خبرې وکړې  .

دحج او اوقافو وزارت دمسوولينو دڅرگندونوله مخې ددغو سياليو لومړي مقام ګټونکي ته پنځوس زره اودويم اودريم مقام ته په ترتيب سره څلويښت او ديرش زره افغانۍ ورکړاي شوې

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢٤ :

دروژې دمبارکې مياشتې په درناوي دقرآن عظيم الشان ختم او دروژه ماتې ميلمستيا تيره شپه ددوه سوه تنو ديني عالمانو په ګډون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له  خوا دافغانستان په ملي راډيو تلويزيون  په انګړ کې جوړشو.

په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ اودحج او او اوقافو دوزيرانو په ګډون سربيره دجمهوري رياست دمقام سلاکار مولوي جوره اودپارلمان يوشمير غړوهم برخه اخيستې  وه .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين دغونډې په پيل کې دروژې دمبارکې مياشتې دفضيلتونو يادونه وکړه  او ويې ويل  دخداى ج شکر بايد پرځاى کړو  چې زموږ موحدملت ته يې توفيق ورکړ چې   دصيام ستره فريضه پرځاى کړي  اودنفس په مقابل کې په جګړه کې بريالي شي .

کابل\باختر\د زمري ٢٤   

دکابل دنړيوال هوايې ډګر دګمرک موظفينو پرون د بودادمجسمې ددووسرونو دقاچاقو مخه ونيوله .

دمجسمې دوه سرونه ټاکل شوې ده ديو رومانيايې تبعه له خوا دترکش ايرلند دالوتنې له لارې له هيواد څخه بهرته وليږدول شي چې دڅيړنې په وخت کې دکابل دنړيوال هوايي ډګر دګمرک دموظفينو له خوا تر لاسه شول او عاملې ونيول شو.

دکابل په نړيوال هوايې ډګرکې دملى موزيم استازى بهادرخان قاسم زاده دباختر آژانس خبريال ته وويل دغه دوه تاريخي آثار دتورې ډبرې څخه جوړى شوي دي او دبودا په زمانې پورې  ا ړونددي وزرونه اوچوغه لري.

ده څرګنده کړه چې تر لاسه شوى اثار بايد ملي مو زيم ته وسپارل شي

کابل باختر د زمري  درې ويشتمه

 دقران عظيم الشان دنازليدو دلسيزې په درناوي نن دستاره  په عالي ليسه کې دقران عظيم الشان ختم وشو .

 دباختر اژانس دخبر له مخې په دې غونډه کې دقران عظيم الشان  له ختم  وروسته  دستاره دعالي ليسې مديرې  نسرين نورزي  بارکزي دقران عظيم الشان  دنازليدو دفضيلت  دقدر دشپي ، دروژي په مبارکه مياشت کې دعبادتو  دښو عملونو دترسره کولو او درب العزت په دربار کې ددعا  داجابت  په باب  خبرې وکړې او وي ويل چې قران عظيم الشان دروژي دمياشتې په وروستي  اوو ورځو کې دبشر دلارښوونې  لپاره نازل شوي دي .     په دې غونډه کې  دغه راز نعتونه او دروژي دمبارکي  مياشتې په مناسبت مقالي  دزده کوونکو  له خوا ولوستل  شوي  غونډه دديندارو  خلکو دخبر او فلاح اوپه هيوادکې  دسراسرى  سولې دتامينولو په دعا سره پاى ته ورسيده .

 دغه راز دقران عظيم الشان دنزول دلسيزې په مناسبت دابوالقاسم فردوسي په ليسه کې هم ورته غونډه جوړه شوې وه .

 په دې غونډه کې دقران عظيم الشان له ختم وروسته ويناوالو دقران عظيم الشان  دنزول دفضيلت دقران کريم دتلاوت او دروژي د ورځو دګټو په باب معلومات ورکړل او دغه مياشت  برکتې مياشت  وبلل شوه

 دغه راز په دې غونډه کې چې دليسې دمديرې  ،استادانو  او زده کوونکو په ګډون جوړه شوې وه يو شميرزده کوونکو دحمد او نعت پارچي  ولوستلي .

  غونډه خلکو ته دخير او په هيواد کې ددايمې سولې دتامينولو په دعا سره پاى ته ورسيده .