11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢١ :

دهيواد سابقه لرونکى  سندرغاړې سلما جهاني په نږدي راتلوونکى کې په کابل کې کنسرت ورکوي.

دې دباختراژانس  خبريال ته وويل چې ددغې اوونۍ په بهير کې دراډيو افغانستان په تالارکې کنسرت ورکوي.

دهيواد سابقه لرونکى سندرغاړې سلما جهاني په دې وروستيو وختو کې دامريکا متحده ايالاتو له شخصي سفر وروسته افغانستان ته راستنه شوې ده اوپه پام کې لري دهغه هرکلۍ په خاطر چې ددې دعلاقمندانو له  خوا ددې په نيت شوي دي دافغانستان په ملي تلويزيون  اودهيواد په ځينو نورو تلويزيونونو کې دموسيقي پروګرامونه اوکنسرتونه اجراکړي .

دا وايې ديارلس کلنه وم چې  دهيواد دمحبوب هنرمند دخپلي خاله دزوي احمدولي په هڅونه دسندرو په ويلو پيل کړې دى اوهغه لومړۍ سندره چې  دراډيو افغانستان په ستديو کې يې ثبت کړى دى داستاد خيال له خوا جوړه شوې دى چې مطلع (  بګوازمن چه ديده يې چه شنيده يې  ) و .

سلما وويل  دويمه سندره يې ( بيا که بريم به  مزار ملامحمد جان ) و چې دخلکو له خوا يې زيات هرکلي وشو اوپه هغه وخت کې يې يوشمير سندرې په راډيو اوتلويزيون کې ويلي دي .

سلمانږدي ديرش کاله مخکې له هيواد څخه بهر ته لاړه  اوس دامريکا  دمتحد ه ايالاتو په سکه منتو ښارکې ژوند کوي دا يو زوي او دوه لوڼي لري  چې له دې جملي څخه يوازي زوي يې دسندرو له ويلو سره مينه لرله او دموزيک اوموسيقي دجوړولو په برخه کې ورسره همکاري کوي.

سلما وويل چې په امريکا کې يې هم هنري فعاليتونه کړي دي اوله خپل ورور حيدرسليم اوله خپل ميړه رحيم جهاني سره ددوه ګونوسندرو البومونه لري چې ددې دسندرو ډير نوى البوم له حيدرسليم سره د ( مراد دل) دي .؟

دا اوس تصميم نه لري چې دتل لپاره په افغانستان کې پاتي شي خوله خپلو خلکو اوهيوادسره يې مينه لرله اوافغانستان ته دنه راتګ دليل بس دخپلو اولادونو دتحصيلاتو دوام اوکاري مصروفيتونه وبلل .

سلما وايې چې دهيواد ټول  هنرمندان ورباندې  ګران دي په تيره بيا هغه ميرمنې او نجونۍ چې په سختو شرايطو کې هم مبارزه کوي اوخپل هنري کارته يې دوام ورکړي دي  چې دقدر وړ دي .

دې دافغانستان له ټولو تلويزيونو او راډيو ګانو  څخه وغوښتل چې دخپل هيواد سابقه لرونکي هنرمندان هير نه کړي او دافغاني  اصيلي موسيقي  په ژوندې ساتلو کې زياتي هلې ځلې وکړي .

دغه راز دنجونو اوهلکانو په ګډون  هغه ځوانان يې چې موسيقي  يي پيل کړي ده او دسندروويلو استعداد لري ددغه هنر په پرمخ بيولو کې زياتو هلوځلو ته وهڅول  اوله هغوي څخه يي وغوښتل چې دافغاني موسيقي  اصالت وساتي 

چې دهيواد خلک هم ملاتړ يي وکړي .

دهيواد تکړه سندرغاړي  سلما  له اړوندو مسوولينو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دنورو هنرمندوانو په تيره بيا دموسيقي دهنردودي په خاطر خاصه پاملرنه وکړې  اودغه راز دهيواد خلکو ته يي ددايمې سولې ، امنيت او نيکمرغۍ هيله وکړه.

کابل باختر د زمري  شلمه

  داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين  دلندن له المپيک څخه دافغان  تکواندو کار روح الله نيکپا  له خوا د برونز دمډال دګټلو له امله دهيواد ټولو هيوادوالو ته مبارکي وايي .

 ډاکتر رهين   په هغه ليک کې چې باختر اژانس ته يې  لږلى دى هيله  څرګنده کړې ده دغه ستر برياليتوب  د ورزشي ، علمي اوفرهنګي  برخو  کې د ځوانانو دزياتو وياړونو سبب شي .

  په پيغام کې څرګنده شوې ده چې له شک پرته دنيکپا  برياليتوب دافغانستان لپاره د نورو ځوانانو د وياړنو لپاره لاره پرانستې ده .

کابل باختر د زمري  اوولسمه

  داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په داسي حال کې چې فرهنګي معين سيد مصدق  خليلي او دتاريخي ابداتو رييس عبدالاحد عباسي يي ملګرتيا کوله نن په غزني ولايت کې ددغه وزارت دپروژو دکار بهير وکوت .

 ددغه سفر هدف دغزني دبياجوړونې او رغاونې د پروګرامونو دپرمختګ   دڅرنګوالي دکتني  تر څنګ   په دغه ولايت کي   دپنځوتاريخي  څلو دکار پرانستل  و

 ډاکتر رهين ،د سلطان محمود غزنوي  دزيارت دګڼبدي دترميمولو ،  د نظر سخي دزيارت ددريم  مسعود ماڼي ، دسيد حاجي زيارت  او د جمع اوليا دجامع جومات دپروژو دکار له پرانستلو وروسته دغزني ولايت مقر ته لاړ او دغزني دبيا جوړولو دکميسيون له غړو سره يي په داسي حال کې چې دغزني دوالي مرستيال هم حاضر و د ٢٠١٣ کال د اړوند پروګرامونو دښه والي د څرنګوالي  په باب خبرې وکړي .

 په دې کتنه کې  دکمسيون غړو داطلاعاتو او فرهنګ  له وزير سره  دخپل نظر تکي شريک کړل او پوښتنې يي هم طرحه کړي چې پوښتنو ته يي د ډاکتر رهين  له خوا ځواب او معلومات ورکړاي شول .

 دغه راز ده  دغزني  دولايتي شورا  له غړو سره وکتل او په تيره بيا  دغزني  دمعرفي کولو  او لمانځلو دپروګرام په باب   يې خبرې ورسره وکړې .

  داطلاعاتو او فرهنګ وزير  په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې  چې درسنيو  استازو او ژورنالستانو شتون درلود دغزني دبيا جوړونې د پروګرامونو په څرنګوالۍ رڼا واچوله  او دژورنالستانو  دطرحه شويو پوښتنو ته يي ځواب ووايه .

  ده  په خپلو خبرو کې دغزني دپروګرامونو د اهميت او دهغو دمهم والۍ په باب  د ټينګار په ترڅ کې  دغزني  دتاريخي  ابداتو دبيا جوړولو د پروګرامونو  دپرمختګ يادونه وکړه  او زياته يي کړه چې  له ٣٢ تاريخي څلو څخه  چې  دغزني په برخه کې ددغه وزارت   په پروګرام کې شتون لري  لس يي  بشپړي شوي او ددغو پنځو نويو پروژو په پرانستلو سره  په شلو پروژو کار دوام لري .

 چې په دې ډول  په دغه وزارت پورې اړوندله ٣٢ پروژو څخه  يوازي دوه پروژي  پاتي کيږي  چې  دهغوي کار به هم  په راتلونکي کي پيل شي .

 دغه راز ډاکتر رهين   دغزني په برخه کې داوولسو عنوانونوکتابونو د چاپولو او په نږدي راتلونکي کي دعبدالحي ګرديزي ، حکيم سنايي او دتاريخ په اوږدو کې دغزني په باب  دسيمينارونو  دجوړولو  خبر ورکړ

 ده زياته کړه ددي لپاره چې  داسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه  دغزني له جايګاه څخه ښه  نمانځنه  وشي  ټولو ولايتونو ته بلنه ورکړه شوي  چې  دبيلابيلو فرهنګي پروګرامونو دنمانځني په  اوونۍ کي په تيره بيا  دخپلو ولايتونو  اړوند فرهنګي  شاخصونه ولري  او دافغانستان  دفرهنګي تناوع  په معرفي کولو کې  ونده واخلي .

  داکتر رهين زياته کړه  د١٣٩٢ کال  دوري دمياشتي وروستي اوونۍ  دغزني د نمانځلو د پيل داوونۍ په نامه  چې په هغي کې به دغه عنوان په رسمي ډول د ايسيسکو دسازمان  دغړيو له خوا  دغه  ښار ته  ورکړ شي . اختصاص شوي  ده .

  ده د غزني د اړوندومسايلو په برخو کې دغزني  له کمسيون سره  په همغږي کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دلازمو تياريو خبر ورکړ .  او ددغو پروګرامونو  د برياليتوب  ډاډ يي ورکړ .

 په ولايتي شورا کې دغزني دخلکو استازو او  ددغه ولايت  مخورو او فرهنګيانو  په غزني ولايت کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دپروګرامونو د پرمختګ  هرکلي وکړ اوددغو پروګرامونو  دښه عملي کولو په برخه کې  دهر ډول همکارې ژمنه وکړه .

کابل\باختر\ دزمري ١٦ مـــــــــــــه

نه حکومت او نه سفارتونه دخبريالانو د اتحاديو دجوړولو حق لري

د ايران له اسلا مى جمهوريت سره د همغږي خبريالانو د اتحاد يي د جوړولو په باب په ځينو رسنيو کې د خپاره شوى خبر په باب چې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت د فرهنګي برخې له خوا عنوان شوى دى د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرډاکتر سيد مخدوم رهين دباختر اژانس دخبريال دپو ښتنې په ځوا ب کې وويل دغه ټکۍ ما هم په يوه ورځپاڼه کې ولوست که چيري دغه خبر حقيقت ولرى بايد وويل شي چې دخبريالانو داتحاديو په جوړولو کې د افغانستان د اسلامى جمهوريت حکومت دلاس وهنې حق نه لري څه دا چې دبهرني هيوادونواوپه تيره بيا دګاونډيوهيوادونوسفارتونه ،

هيله لرم  په کا بل کې د ايران د  اسلا مى جمهوريت دسفارت فرهنګى څانګه دغې موضوع ته  پاملرنه و کړي