11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باختردزمري دمياشتي ١٥ :

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په پام کې لري دطنز لومړنۍ سيمينار جوړکړي.

دهيواد له طنز ليکونکو، نمايشنامي ليکونکو او کارتونيستانو څخه غوښتنه کيږي چې خپل اثار داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې اړوند کميسيون ته وليږي  .

اثار کولاي شي دغه مواد ولري .،

_  دافغانستان دنننۍ ټولنې  دبدمرغيو اومفاسدو سره دمبارزي په لاره کې دطنز رول.

_  دروحي الامو اوټولنيزو مصيبيتونو په درملنه کې دخندا اوظرافت اغيزي.؛

_   ددموکراسي  په تينګښت  کې دطنز رول .

_   زموږ په هيواد کې دجګړي پرضد اودسولې  په تامينولو کې دطنز رول .

ليکوالان او هنرمندان کولاي شي  دطنز جوړولو هنرنور اړخونه هم وڅيړي.

داړيکو شميري  :

٠٧٩٨١١٧٨٦٦  _   ٠٧٩٨٩٨٠٨٨٢

Email: najib, This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it

             najib, This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it

کابل باختر دزمري ١٤

  باختر اژانس ته د حج او اوقافو وزارت دمعلوماتو له مخې، دکابل او دهيواد دولايتونو د نننۍ روژه ماتې او  دسپيده داغ وختونه په دې ډول دي . کابل روژه ماتې دماښام په شپږو بجواو٥٤ او سپيده داغ په دريو بجو او ٣٢ دقيقو .

  فيض اباد  روژه ماتې  دماښام په شپږو بجو او٤٩ دقيقو او سپيده داغ په درې بجو او ٢٣ دقيقو

اسعد اباد روژه ماتې دماښام په شپږو بجو او ٤٦ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او  ٢٤ دقيقو

جلال  اباد  روژه ماتې  دماښام په شپږو بجو ٤٩ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او٢٧دقيقو

تالقان  روژه ماتې  دماښام په شپږو بجو او ٥٣  او سپيده داغ په دريو بجو او ٢٧ دقيقو

  لغمان  روژه ماتې  دماښام په شپږوبجو او ٥٠ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او٢٨ دقيقو

پنجشير روژه ماتې  دماښام په شپږو بجو او ٥٢ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او٣٠دقيقو

  کندز  روژه ماتې  دماښام په شپږو بجو او٥٦ او سپيده داغ په دريو بجو او ٣٠ دقيقو

  خوست  روژه ماتي  دماښام په شپږو بجواو٥٠ دقيقه او سپيده داغ په دريو بجو او٣٠ دقيقو

  محمود راقي  روژه ماتې  دماښام په شپږو بجو او٥٣ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او٣١ دقيقو

  چاريکار روژه ماتې  دماښام په شپږو بجو او٥٤ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او٣١ دقيقو

  بغلان  روژه ماتې  دماښام په شپږو بجواو٥٦ او سپيده داغ په دريو بجو او ٣٤ دقيقو

ګرديز  روژه ماتې  دماښام په شپږو بجواو٥٣ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او ٣٣دقيقو

  پل علم  روژه ماتې  دماښام په شپږو بجو او٥٤ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او٣٣ دقيقو

  ميدان ښار  روژه ماتې  دماښام په شپږو بجواو٥٥ دقيقو  او سپيده داغ په دريو بجو او ٣٤ دقيقو

  ايبک روژه ماتې  دماښام په شپږو بجو او  ٤٩ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او ٣٤ دقيقو

  ارګون روژه ماتې  دماښام په شپږو بجو  او٥٣ دقيقواو سپيده داغ په دريو بجو او   ٣٥ دقيقو

  شرن  روژه ماتې  دماښام په شپږو بجو او٥٥ دقيقو اوسپيده داغ په دريو بجو او ٣٤ دقيقو

  غزني   روژه ماتي  دماښام په شپږو بجواو٥٦ او سپيده داغ په دريو بجو او ٣٣ دقيقو

  باميان   روژه ماتي  دماښام په اوو بجو او ٢ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او ٣٧دقيقو

  مزارشريف روژه ماتې  دماښام په اوو بجو او ٣ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او٣٧دقيقو

  مقر روژه ماتې  دماښام په شپږو بجو او ٤٩ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او٤٠دقيقو

  شبرغان روژه ماتې  دماښام په اوو بجو او٨ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او ٤٣ دقيقو

  قلات  روژه ماتې  دماښام په اوو بجو او٢ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او٤٥دقيقو

  دايکندي  روژه ماتې  دماښام په اوو بجو او٦ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او٤٧دقيقو

 سپين بولدک  روژه ماتې  دماښام په اوو بجو او ٣دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو ٣٨ دقيقو

ترينکوت روژه ماتې  دماښام په اوو بجو او٦دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او٤٦دقيقو

  چغچران  روژه ماتې  دماښام په اوو بجو او٩دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او٤٦دقيقو

ميمنه  روژه ماتې  دماښام په اوو بجو او١٢ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او ٤٦ دقيقو

  قندهار  روژه ماتې  دماښام په اوو بجو او ٧ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او٥١دقيقو

  لښکرګاه روژه ماتې  دماښام په اوو بجو او١١دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او ٥٦دقيقو

 قلعه نو  روژه ماتې  دماښام په اوو بجو او١٨ دقيقو او سپيده داغ په دريو بجو او٥٦دقيقو

 هرات   روژه ماتي  دماښام په اوو بجو او٢١دقيقو او سپيده داغ په څلورو بجو

 فراه  روژه ماتې  دماښام په اوو بجو او٢١دقيقو او سپيده داغ په څلورو بجو او٣ دقيقو

  او زرنج  روژه ماتې  دماښام په اوو بجواو ٢٢ دقيقو او سپيده داغ په څلورو بجواو٧ دقيقه  .  

 

د زمري د مياشتې د ٢٨ نيټې د هيواد دخپلوا کى دبيرته ترلاسه کولو د کاليزې په درناوي په تاريخ او ادبي څيړنو ، طنز ، شعر داستان ، کره کتنې ، ښکلو هنرو نو ، سينما،تيا تر ، موسيقى ، راډيو تلويزيون او ژورناليزم په څانګو کې د ١٣٩١ کال د ادبي او هنري جايزو کانکور پيليږي

ددغو څانګو له ټولو ليکوالو او هنرمندانو څخه غوښتنه کيږي چې خپل اثار دروان کال د زمري د مياشتې ترشلمې نيټي پورې دافغان فلم په ودانۍ کې دفرهنګ رياست د اد بي او هنري جايزو اداري ته وسپاري 

 

يادونه : دزيا تو معلو ما تو لپاره دې له ٠٧٩٤٣٥٤٠٢٤ لمبر تيلفون سره اړيکى ونيول شى 

کابل باختر دزمري  اتمه

  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت درسنيو دسانسور  په عملونو دازادو  رسنيو دملاتړ دځينو ادعاکوونکو مرکزونو اعلاميه  رد کړه .

 داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يو خبرځاى چې په دې اړوند يې باختر اژانس له خبريال سره خبري کولي زياته کړه : داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ډله ئيزو اطلاعاتو دوسايلو له قانون سره سم  عمل کوي او تراوسه پورې ددغه وزارت له خوا په رسنيو باندې دسانسور  هيڅ راز عملونه نه دي طرحه شوي اونه کيږي .

  ده دپارلمان  دوکيلانو مولوي تره خيل  او دالله ګل  مجاهد ترمنځ دنښتې په باب د خپاره شوي  خبر په باره کې اړيکي ونيولي  او ويې ويل : دکابل وکيل الله ګل مجاهد داطلاعاتو او فرهنګ له وزير  سره اړيکي ونيولي او دالله ګل مجاهد او دمولوي تره  خيل  ترمنځ د وسله والي نښتې په  باب  دکليد راډيو له خوا خپور شوى خبر يې  په بشپړه توګه درواغ او خندونکي وباله او ويې ويل: موږ سربيره  پر دې  چې په خپلو کې دخپلوي  پيوندلرو  هيڅکله مو آن  ناندري هم نه دي وهلي .

 خبرځاى زياته کړه مولوي تره خيل هم دتيلفوني اړيکو په ترڅ کې دغه خبر په بشپړه توګه  رد کړ .

 ددوى د څرګندونو له مخې  دوزير له دفتر څخه دکليد راډيو له مسوولينو سره اړيکي ونيول   شوې چې  ددغه شان خبر خپرول  چې واقعيت نه لري  بي ځايه دى خوهغه اعلاميه چې په دې اړوند دازادو رسنيو دملاتړ دځينو ادعاکوونکو  مرکزونو له خوا خپور شوي دي له حقيقت څخه لري دي .

 داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دپخوا په شان د ډله ئيزو اطلاعاتو دوسايلو دقانون په رڼاکې  درسنيو دکارکوونکو ملاتړکوي  اوهيڅکله له خپريدومخکي اويا له خپريدو وروسته  دسانسور پلوي  نه و او نه دى

 يو اړوند خبرځاى وويل: درسنيو دسرغړونو د څيړنې دکميسيون په غونډه کې به داړوندو لورو شکايتونه  وڅيړل شي .