28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پیام ريیس جمهور به مناسبت تجلیل از روز جهانی دسترسی به اطلاعات

کابل/ 7 میزان /باختر دولت جمهوری اسلامی افغانستان، دسترسی به اطلاعات...

د ملي امنیت سلاکار د اروپایي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د ملي امنیت سلاکار د اروپایي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

کابل/ د تلې ۷مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باختردتلي دمياشتې  ١٣ :
دفارياب ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دځوانانو آمريت دنوى ودانۍ دجوړولوکار ددغه ولايت  دوالي له خوا پيل شو .
دغه ودانۍ داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په انګړ کې ديوسلو څلور پنځوس متر مربع ځمکې په ساحه کې دپنځه مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي .
دفارياب والي ډاکترمحمدالله بتاش وويل :دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړيږي چې شپږاداري خونې ، دکنفرانس سالون  اونور ضروري ملحقات پکې پام کې نيول شوي دي.
ده څرگنده کړه چې ددغې ودانۍ په جوړولو سره به  دځاى د کمښت له پلوه ددغه ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دځوانانو دامريت ستونزې لري شي .
 

کابل باختردتلې دمياشتې  ٩ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت خبرتيا:
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت  هغو اړو، بيوزلو اومستعدوځوانانوته د روزنيزو فرصتونو د زمينې د برابرولو په لاره کې  دخپلوفعاليتونو په دوام چې دکانکور په ازموينوکې بې نتيجې پاتې شوي دي اويا دخصوصي لوړو زده کړو موسسو ته د زيات فيس د ورکولو توان نلري، دا دى  دسويس هيواد د ژنيو ښار   ( UMEF)   پوهنتون  او ددنيا دلوړو  زده کړو له موسسې سره دهمکارى دتفاهم ليک په لاسليک کولو سره زمينه مساعده کړې ده چې دهغې له مخې پنځوس تنه ځوانان په وړياډول دپيشګام دلوړوزدکړو په موسسه کې داقتصاد په څانګه کې ددغه معينيت له خوا دلوړو زده کړو لپاره معرفي کيږي او يواځې دقرطاسيې او د درسي وسايلو پيسې چې دنجونو لپاره په مياشت کې يوزرو پنځه اويا اوهلکانو ته په مياشت کې يوزرو دوه سوه افغانۍ کيږي، له هغوى  څخه اخيستل کيږي او د زده کړې نورلګښتونه ددغې تحصيلي موسسې له خوا ورکول  کيږي .
مينه وال او اړځوانان دې دنوم ليکنې لپاره له خپلو د وو عکسونو او دتذکرې له فوټوکاپي سره  په پل باغ عمومي کې دځوانانو دچارو دمعينيت د ودې ، مصوونيت او روزنې  دمرکز رياست ته ورشي .
دغه راز د زياتو معلوماتو دترلاسه کولو په خاطر کيداى شي له  ٠٧٥٢٠٠٤٠٢٠ ګڼه تيلفون له لارې اړيکې ونيول شي .
 

کابل باختر دتلي اتمه
  دبغلان ولايت يو شمير خبريالان نن ددغه ولايت دسولې دولايتي کميټي له خوا وستايل شول .
  په بغلان ولايت کې دخبريالانو دازادي ټولنې  رييس عبدالخليل نرمګو باختر اژانس ته وويل  ددغه ولايت دسولې ولايتي کميټې په دغه ولايت کې دکورنيو او بهرنيو رسنيو  پنځلس  تنه خبريالان  چې ددغې کميټې دفعاليتونو په منعکس کولو کې يې کارنده رول لوبولي دي وستايل .
  يوه اړونده   خبرځاى وويل  دحقايقو منعکس  کول او دخبرونو خپرول  دخبريالانو وظيفوي مکلفيت دي ، او دهغوى ستاينه په ښه توګه ددندو په ترسره کولو کې دهغوى  درزونې سبب کېږي .
دبغلان ولايت دسولې دولايتي کميټې رييس عبدالصمدستانکزي  په ټولنه کې درسنيو او  خبريالانو درول او دريځ  په باب  خبري وکړي او رسنۍ  يې دټولنې  سترګي او ډيوې وبللي .
  په پاى کې   په پنځلس  تنو ممتازو  خبريالانو ستاين ليکونه وويشل شول .
 

 

کابل- باختر د تلې ٦

  دپکتيا ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت دلومړي ځل لپاره په دغه ولايت کې دسيمه ييزو هنرمندانوکنسرت ورکړشو. په دې کنسرت کې دګرديز ښار څه دپاسه يو زرو پنځه سوه تنو اوسيدونکو برخه لرله .

 دغه کنسرت دملګروملتو ددفتر او داوستون  دکلتوري ټولنې په همکارى دپکتيا ولايت دجرګو په تالارکې  ورکړ شو .

 دپکتيا ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد شفا مشفق باختر اژانس ته وويل: دغه کنسرت د اصلي افغاني موسيقي د ودې او ژوندى ساتلو په خاطر ورکړ شوى دى .

 ده زياته کړه: په دې کنسرت  دبهرام  جان او له ګل روف  په ګډون پنځلسو تنو سيمه ييزو هنرمندانو برخه اخستې وه .

 په دې کنسرت کې هنرمندانو هيوادني او سيمه ييزې  سندرې واورولې .