16 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د بېلابېلو دولتي ادارو...

  په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د نيمروز خلکو د...

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د ترينکوټ _ دهراوود...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل \باختر د چنګاښ دمياشتې٦ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې په ارګ کې د بامیانو ښار پر ماسټر پلان بحث وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دا ماسټر پلان چې د ایټالیا فلورانس پوهنتون جوړ کړی، د یاد پوهنتون استادې اغلې مېرلا په غونډه کې شریک کړ او د بامیانو د هوايي ډګر او توریستي سیمو په ګډون یې د بامیانو ښار د شوې سروې او تازه پلان په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
د فواید عامې وزیر یما یاري، د ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسولو لوی رئیس حمیدالله یلاني، د برېښنا شرکت لوی رئیس، د بامیانو والي او ښاروال په دې اړه خپل نظریات او وړاندېزونه شریک کړل.
د برېښنا شرکت رئیس د بامیانو د برېښنا لېږد لین په اړه وویل، دا پروژه د بشپړېدو په حال کې ده او وړاندېز یې وکړ چې د بامیانو د ښاري ماسټر پلان د تطبیق پر مهال دې د برېښنا لېږد لین موضوع هم په پام کې ونیول شي.
دغه راز د بامیانو والي د بای‎پاس سړک په اړه وویل، دا سړک د دې ولایت د ماسټر پلان یوه برخه ده او د میراثي او فرهنګي ارزښتونو په پام کې نیولو سره دې لومړیتوب ورکړل شي. هغه وړاندیز وکړ چې لرغونی پارک او نور سړکونه دې د ډبرو د فرش په ډول جوړ شي.
د هېواد جمهوررئیس په خپلو خبرو کې د بامیانو ولایت تاریخي او فرهنګي ارزښت ته په اشارې وویل، دا ښار له توریستي اړخه ځانګړی ارزښت لري.
جمهوررئیس لارښوونه وکړه، بامیانو ولایت او د ښار جوړولو وزارت دې هراړخیز تفصیلي پلان ترتیب کړي. هغه زیاته کړه، هغه کورونه چې د بامیانو ولایت په تاریخي او توریستي سیمو کې واقع دي باید په استملاک کې یې بدیل ولټول شي او په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه ده.
د هېواد جمهوررئیس د دودیزو ودانیزو موډلونو پر ارزښت د پوهېدو ترڅنګ وویل، د ښارونو په ډېزاین کې باید له بهرنیو موډلونو استفاده ونشي او د تیموري صنعت په ګډون دې د سنتي فرهنګ له ودانیزو طریقو ګټه پورته شي. هغه د فرهنګي میراثونو د ساتنې قطعې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې کورنیو چارو وزارت ته لازمې لارښوونې وکړې.
جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل، په بامیانو کې باید د صنعتي او استوګنې ښارګوټو نقشه ترتیب او بیا دې د دې ولایت د هوايي ډګر د موقعیت پر تعیین کار وشي.
جمهوررئیس د بامیانو د اوبو منابعو ته پر جدي پاملرنې ټینګار وکړ زیاته یې کړه: په دې برخه کې د موثر کار په خاطر دې د پولیتخنیک پوهنتون د اوبو له تحقیقاتي مرکز څخه استفاده وشي. هغه د بامیانو ښار د حدودو پر معلومولو هم ټینګار وکړ.#
پاى_ذ

ښرنه  باختر د چنګاښ د میاشتې ۶ مه
رسنیو د پخوا په پرتله زیات پرمختګ کړی او په دې لاره کې  ګڼې ستونزې هم اوارې شوي دي.
دغه څرګندونې د پکتیکا د والي مرستیال انجنیر شېربادشاه د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې په غونډه کې وکړې.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د  خبر له مخې؛
د دې غونډې په پیل کې د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې غړو د خبریالانو پر وړاندې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې او له اړوندو ادارو یې په دې برخه کې د لا زیاتو همکاریو او اقداماتو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د والي مرستیال وویل چې په پکتیکا کې د پخوا په پرتله د رسنیو د پرمختګ په برخه کې ډېر کار شوی او تر ډېره د ولسونو ستونزې او وړاندیزونه په سمه بڼه انعکاس شوي دي.
شېر بادشاه له خبریالانو څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د ولایت په کچه مهمې پېښې راپورته کړي او د رسنیو له لارې یې تر اړوندو مسوولینو ورسوي. 
هغه خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې ملکي او امنیتي ارګانونه له رسنیو سره همکار دي او  تل په دې هڅه کې دي چې له رسنیو سره په خپل وخت معلومات شریک  کړي.
پای/وصال

 

کابل باختر د چنګاښ  پنځمه :
دکونړ ولايت يوشمير سپين ږيرو ، مشرانو او دخلکو  استازو نن داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له نوماندې اوسرپرستې حسينې صافۍ  سره په کتنه کې  دهېواد دتاريخي ابداتو اودفرهنګي ميراثونو ساتنې ته دلازياتې  پاملرنې  غوښتنه وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې کتنه کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمالي اداري او ګرځندوى  دچارو معينې  پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي  او په ولسي جرګه کې دکونړ دخلکو استازې  وږمې  صافۍ هم شتون درلود حاجي محمد انور سلطاني ، حاجي ستار خان  ، ډاکتر سلطان محمد عظيمي  ، مدير شريف خان  او  نعمت الله  کرياب دکونړ ولايت دمشرانو او مخورو په استازيتوب قومي متنفذالحا ج اجمل صافى په مشرى خبرې وکړې  او داطﻻعاتواوفرهنګ وزارت دنوماندې  او سرپرستې په توګه دحسينې صافۍ دموظف  کيدو له امله دې ته مبارکي وويله اوپه کاري  چارو کې يې ددې دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه .
دوى زياته کړه دوياړ ځاى دى چې دلومړي ځل لپاره له مشرقي څخه يوه ښځه او دغه راز دلومړي ځل لپاره يوه ښځه داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې اونوماندې په توګه ټاکل کېږي  اودغه راز دملي وحدت دحکومت له رهبرۍ څخه اوپه تيره بيا له جمهوررييس څخه مننه وکړه چې هغه  يې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دسرپرستې اونوماندې په توګه معرفي کړه .هغوى دهېواد دتاريخي ابداتو او لرغونو اثارو او دفرهنګي شتمنيو ساتنې ته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې  او نوماندې دلازياتې پاملرنې  غوښتنه وکړه اوڅرګنده يې کړه چې دتصويري رسنيو په خپرونو کې دې بايد اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ  ته زياته پاملرنه وشي او تصويري  خپرونې دې دهېواد دخلکو له حال او احوالو سره مناسبې عيارې شي .
دغه راز په ولسي جرګه کې دکونړ دخلکو استازې وږمې صاقۍ هم خبرې وکړې او ددې تر څنګ چې دحسينې صافۍ  دنوې دندې له امله دې ته مبارکي وويله  څرګنده يې کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهېواد دټولو خلکو دفرهنګ کور دى  او ټول خلک بايد په دې کور کې ځان وويني .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې او نوماندې حسينې صافۍ  دکونړ  ولايت له مشرانو ، سپين ږيرو او مخورو څخه مننه او  قدرداني وکړه او ويې ويل چې په فرهنګ کې دښځورول ډير ضروري دى اودغه راز دفرهنګ په وده کې ستررول لري  .
دحسينې صافۍ دڅرګند ونوله مخې نجونې بايد ښوونې اوروزنې ته وهڅول شي او بايد دناوړو دودونو، ( له ټاکلې وخت څخه مخکې د ودونو ، ولور او په بډو کې  دنجونو دورکولو )مخه ونيول شي .
افغانستان يوله هغو هېوادونو څخه دى چې په بېلابېلو سيمو کې  يې ډول ډول فرهنګونه  شتون لري او فرهنګي  اړيکې يې پاکې اوصادقانه  دي چې په هر لحاظ  دشرايطو تر اغيزې لاندې نه راځي
دې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفعاليتونود برخو په باره کې  چې فرهنګ او هنر ، خپرونې ، ګرځندوى او دځوانانو چارې پکې شاملې دي رڼا واچوله  او دغو برخو په تيره بيا  دهېواد دتاريخي ابداتو او دفرهنګي شتمنيو ساتنې ته دخپلې پاملرنې ډاډ ورکړ .
ختم_ عطاالله –اکرم


 

حسينه صافۍ د الحاج عبدالرحيم جلالي  لور  د ١٣٥٣ کال  دليندي په مياشت کې  په لغمان ولايت کې  زيږيدلې ده .
  دې  خپل لومړنى  تعليمات  دناهيد شهيد په عالي ليسه او دملالي په ليسه کې  پاى ته  ورسولې . او دښوونکې په روزنه  ،  دښوونکي دمربي او د انګلسي ژبې  دپرمختللي مکالمې  دديپلوم په برخه کې  لوړې زده کړې بشپړې کړي  او  په حقوقو او سياسي علومو کې  دخپل ليسانس  دفراغت سند يې  دطلوع افتاب  له پوهنتون څخه ترلاسه کړاو په پښتو  ، دري  ، اردو او انګليسي ژبو  واکمني لري .
ميرمن صافۍ  د سازماني پراختيا ، دپاليسيو دبرابرولو او دښځو دځواکمن کولو  دبرنامو ، ظرفيت جوړولو ،  دښځو دحقوقو لپاره دعدالت غوښتنې ، سولې او دبشر دحقوقو دتامينولو په برخه کې  دمتمرکزې پراختيا او انکشاف  په برخه کې  څه دپاسه  شل کاله  کاري تجربه لري  او په دې برخه کې يې  خپلو هېوادوالو په تيره بيا افغان ښځو ته دخدمت جوګه شوې  ده . چې  خپلې  لومړنى مبارزې او فعاليتونه يې  له پنځلس کلنى  څخه  دکتابدارې په توګه په پاکستان کې  افغان مهاجرو ښځو ته  پيل کړل او وروسته په ملي اونړيوالو  موسسو (  دنجات بين المللي کميټه ، دګرامر کنتري  مکتب ، داکار ، دمهاجرت  بين المللي موسسه  ، دافغان ښځو  تعليمي مرکز ، دملګروملتو انکشافي برخه ،  دافغان ښځو شبکه  او دسولې عالي شورا  )  کې دښوونکي ، دښوونکي دمربي ،  ارشد مربي ، مرستيالې او رييسې په توګه  دندې ترسره کړي دي . ، دافغان ښځو په استازيتوب  دښځو  دحالت  ،  لندن کنفرانس ، کابل کنفرانس  دبن دويم کنفرانس  ، دشيکاګو کنفرانس ،  دوديزه لويه جرګه  ، دسولې  نشراتي جرګه ،  په اوسلو -  ناروي  او دوحه  -  قطر کې دسولې دغير رسمي  مستقيمو خبرو ، عالي رتبه کنفرانس  او په نورو ملي او بين المللي  خبرو کې  بېلابېلو  اسيايي  اروپايي  او امريکايي   هېوادونو ته سفرونه کړي دي او په ملي اونړيوالو  غونډو او کنفرانسونو کې  ګډون کړى دى  او تل يې  هلې ځلې کړي دي  چې دافغان ښځو حالت  منعکس کړي  او په دې برخه کې يې  دبېلابېلو دولتونو اوهېوادونو  دپاملرنو  غوښتنه کړې ده .
حسين صافۍ  دښوونې او روزنې  ستره  ملاتړه ده  ، هغه عقيده لري  چې دښوونې او روزنې کيفيت  ديو ملت دپايښت په نسبت دکليدي حل  لاره ده . چې دمهارت  ،  تجربې  او تخصص  په ليږدونې سره  دعمل له لارې کولاى شو  ترلاسه کړو .
دغه راز هغه په  انډوليز شخصي اومسلکي  ژوندانه  عقيده لري .
  ختم- ف _ اکرم

Page 6 of 383