17 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باختر د سلواغې دويمه :
په ننګرهار ولايت کې دجلا جلا جګړو په بهير کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى .
په دې جګړو کې  چې تيره شپه او نن سهار دخوږياڼيو ، غني خيلو ، مومند درې او دبټي کوټ دولسواليو په مربوطاتو کې رامنځته شوي دطالبانو دډلې  ددريو تنو  سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون ديرش تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړې له هغې وروسته  ونښتې چې  دسيمې اوسيدونکو د طالبانو او داعشيانو دټغر دټولولو لپاره  دپوځيانو په همکارى لاس په کار شول . او په دغو يرغلګرو يې بريد وکړ .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دې جګړو کې د ډار اچوونکو  ددريو تنو قوماندانانو په ګډون ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول . 
په دې جګړو کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د ډار اچوونکو درې پټنځي  هم دړې وړې شوي دي .
   ختم _ سعيده _ اکرم

 

کابل باختر د سلواغې دويمه :
دواټونودنومولو دکميسيون غونډه پرون داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسيې صافۍ په مشرۍ  جوړه شوه .
په دې غونډه کې دواټونو دنومولو  دڅلورو مواردو په باب چې يو يې داعلي سرقوماندانۍ په چارو کې دامنيت شورا ددفتر دمعاونيت له خوا دکابل ښار دناحيو ديوې څلور لارې او يو واټ دنومولو په باب  چې بايد  دکيهان نوردانو په نامه ونومول شي ، پيشنهاد شوى و .
په  ١٣٦٨ کال کې افغانستان  دسيمې لومړنۍ اسلامي هېواد و چې دکيهاني الوتنې په پروګرام کې شامل شو .
دغه تاريخي پيښه  زموږ دګران هېواد په تاريخي ژوندانه کې دملي وياړنو يوه برخه شميرل کېږي .
ددغه تاريخي پروګرام اجرا کول دمقدماتي پړاونو له بشپړولو او دغه ملي پروګرام ته د ښه تياري وروسته په هېواد کې دننه دهوايي ځواکونو او په بهر کې دهغو ټولو پيلوټانو له  جملې څخه په زده کړه بوخت و ، دوه تنه هريو ډګروال محمد دوران او تورن عبدالاحد مومند په دغه الوتنه کې دګډون په مقصد  د دغې الوتنې په مقصددهېواد له خوا وټاکل شول .او په  ١٣٦٧ کال کې دزده کړې او دکيهاني تياريو پروګرام دبشپړولو په خاطر دوخت دشوروي اتحاد دکيهاني زده کړو مرکز ته لاړل . دزده کړې دټاکلې مودې له تيرولو او د تياريو دپروګرام له بشپړولو وروسته په پاى کې  دغه ګډه الوتنه په  ١٣٦٨ کال کې  دشمشاد په نامه په برياليتوب سره ترسره شول .
دالوتنې دبريالي  ترسره کولو وروسته  ډګروال محمد دوران او تورن عبدالاحد مومند  دوخت ددولت له خوا دډير لوړ  دولتي نښان او داتلوالى دلقب په ورکولو سره وستايل شول .
  دغه راز دواټونو دنومولودرې نور موارده  چې ددايکنډي ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست او د جمهوري رياست  دچارو دادارې دلوى رياست له خوا کميسيون ته لېږل شوي و ، خبرې اترې وشوې .
دکمسيون  غړو  دکميسيون دطرز العمل له مخې ددغو مواردو له څيړنې وروسته  لازمې پريکړې وکړې .
  ختم_ ج _ اکرم

 

کابل/ باختر دسلواغې لومړۍ
د افغانستان يوشمېر تاريخي او لرغوني آثار به د آسيايي تمدن په نندارتون کې چې د چين په ملي موزيم کې جوړيږي، نندارې ته وړاندې شي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د چين د ولسي جمهوريت د سفارت مرستيال نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معين  پوهاند محمد رسول باوري سره په کتنه کې دغه موضوع طرحه کړه او له دغه وزارت څخه يې وغوښتل ترڅو د افغانستان يوشمېر لرغوني آثار په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي .
  پوهاند باوري وويل چې افغانستان د ځلانده تاريخ او فرهنګ لرونکی هېواد دى او تل د تمدنونو د نښلولو سيمه وه.
باوري زياته کړه چې افغانستان په دغه شان نندارتونونوکې د ګډون علاقمند دى، خو په دې باب بايد له مقاماتو سره تفاهم وشي .
د آسيايي تمدن نندارتون په نږدې راتلوونکې کې د چين په ملي موزيم کې جوړيږي.
  ختم_ ج – اکرم

مزارشريف/ باختر دسلواغې لومړۍ
د بلخ د ښځينه خبريالانو حالت پرون د بلخ ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست او د رسانه يي بنسټونو له مسوولينو سره وڅيړل شو .
دباختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د بلخ ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ د رييس صالح محمد خليق په مشرۍ جوړه شوه، د ښځينه خبريالانو د حقوقو او امتيازونو کمښت، د کار د قانون  نه تطبيقېدل، سليقوي او ناوړه چلند، د ځاني او کاري خونديتوب نشتوالی، د ځورونې شتون، د يوشمېر رسنيو دوه ګونی چلند، د يوشمېر رسنيو د مسوولينو له خوا د باور نشتوالی، د ظرفيت جوړولو د پروګرامونو نشتوالی، د ناوړو فرهنګونو او د کار په نسبت د منفي نظر شتون او د يوشمېر ښځينه خبريالانو سمبوليک رول په دغه ولايت کې د ښځينه خبريالانو په وړاندې له مهمو چلنجونوڅخه وبلل شول.
په دې غونډه کې د رسانه يي بنسټونو مسوولينو او د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دغه ولايت کې د ښځينه خبريالانو د ستونزو په اوريدو سره د دغو ستونزو د لرې کولو ژمنه وکړه .
  ختم_ ج _ اکرم

Page 7 of 428