17 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د دولسو پروژو کار بشپړ شو

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د کليو د بيا...

شپيتو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

شپيتو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د کليو د بيا...

په ننګرهارکې د اوبو رسولو يوه شبکه جوړيږي

په ننګرهارکې د اوبو رسولو يوه شبکه جوړيږي

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د اوبو رسولو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل \باخترلړم د مياشتې ٢٨  نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ د واټونو د نومولو کميسيون غونډه نن جوړه شوه .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې غونډه کې د کابل او بلخ په ولايتونوکې د څلورو واټونو د نومولو په باب خبرې او غور وشو.
دغه راز په دغو برخوکې د کميسيون غړو خپلې نظريې او وړانديزونه بيان کړل او  لازمې پريکړې وشوې .
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې د واټونو د نومولو په اړوند د را رسيدلو ليکونو د څيړنې په خاطر دې، د کميسيون غړي زياتې هلې ځلې وکړي.
پاى \ج\ذ

کابل باختر د لړم  نهه ويشتمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري داڅرګندونې  نن په  هغې کتنه کې وکړې چې دهلمند له والي حيات الله حيات سره يې دخپل  کار په دفتر کې لرله .
په پيل کې  دهلمند والي حيات الله حيات داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له  سرپرست څخه  مننه وکړه چې  دهلمند  تاريخي موقعيت اوفرهنګي ارزښت  ته  پاملرنه کوي  وروسته نوموړې وړانديز  وکړ که چيرې  دبست تاريخي کلا درغاوني  لپاره لومړنى  چارې ددې وزارت دمسلکي  ټيم له لور ې  پيل شي نوله يوې خوا  پبه موخپل دتاريخ يوه برخه ژوندى کړې وي او له بل لورې  به دبهرنيو او کورنيو ګرځندويانو  پام راګرځولي  وي  چې له دې لارې عوايد هم ترلاسه کيداي شي .
دښاغلي  حيات په خبره  که چيرې په هلمند کې  يو ملي پارک جوړ شي نو د  سيمې  دخلکو ترڅنګ به دهېواد له ګوټ ګوټ او بهرنيو  ګرځندويانو  لپاره د سياحت ښه ځاى وي چې له دې لارې هم عوايد ترلاسه کولاى شو .
داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت سرپرست دهلمند له والي  څخه مننه وکړه اوپه هلمند کې وروستي پرمختګونه يې دهغه لاسته راوړنې وبللې .
دپوهاند باوري  په وينا چې په دې نږدي وخت کې به هلمند ته يوکاري ګروپ  له مرکز څخه واستول  شي  ترڅو دبست کلا ترڅنګ ځينې تاريخي سيمې او  نورې ابدې هم په نښه شي اوهمدا رنګه  به په هلمند کې ددې کارونو دپرمخ بيولو  لپاره دبشري ځواک  ارزونه هم وشي 
پوهاند  باوري زياته کړه دهلمند ولايت له لورې دې په لنډ مهال کې دملي پارک   طرحه جوړه  او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته له يوه وړانديز  سره راوليږل شي ترڅود ٩٧ کال په بودجه کې دماليې له وزارت سره په همغږي  ځاى ورکړل شي
همدارنګه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وويل پخوا هلمند  يوه دولتي مطبعه درلوده که دمطبعې  دبيافعاليدو لپاره وړانديز وشي    داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت به يې په اړه لازم ګامونه پورته کړي .
په پاى کې دواړو خواوو  دبست دتاريخي کلا دسروې په هلمند کې  دملي پارک  دجوړولو او همدارنګه دمطبعې په بيافعاليدو سره موافقه  وکړه .
ديادونې وړ ده چې هلمند دافغانستان يوله تاريخي اوفرهنګي ولايتونوڅخه دى چې دبست تاريخي کلا تر څنګ په سلګونو نور تاريخي ارزښتونه او سيمې لري .
ختم_ ف _ اکرم

 

کابل_باختر د لړم د مياشتې٢٨مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتیا
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري‌ چې د افغانستان د کوچنیانو د ادبیاتو د ملي انجمن د "لوګو" یا نښان د جوړولو سیالۍ په لار واچوي. د ګرافیک د برخې له ټولو هنرمندانو څخه هیله کیږي چې په دې سیالۍ کې ګډون وکړي او خپلې طرحې ملي ګالرۍ ته چې په آسمايي واټ کې موقعیت لري‌، وسپاري.
د یادولو ده چې ګټونکي ته جایزه هم په نظر کې نیول شوې ده.#
پاى_ج

پلخمري  \باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه  :
په بغلان کې د خبريالانو او د رسنيو د خاوندانو سيمينار نن پاى ته ورسيد.
دغه سيمينار د کندز ولايت د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون له خوا د دوو  ورځو لپاره په پلخمري ښارکې جوړ شو.
د کندز ولايت د بشر د حقوقو د کميسيون د تعليماتو د برخې مسوولې ميرمن فخريې فروغ د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې سيمينارکې د بغلان  د رسنيو ديرشو تنو مسوولانو او خبريالانو ګډون کړى و اوپه هغه کې د بيان د آزادۍ د ساتنې او پياوړتيا په وړاندې د رسنيو او خبريالانو د دندو او مکلفيتونو په باره کې چې په هېوادکې ددموکراسۍ ممثل بلل کيږي؛ معلومات ترلاسه کړل.
پاى \ سعيده \ ذ

Page 8 of 336