24 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول .

کابل باختر دکب پنځمه شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان...

نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول .

کابل باختر دکب پنځمه نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
داقتصاد وزارت  دکوچنيو پرمختيايي پروژو دپلي کولو په بهير کې  د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره همکاري کوي .
  دغه پروژې  دهندوستان په مالي مرسته  په بيلابيلو  ولايتونوکې داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت   پورې په اړوندو برخه کې عملي کيږي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه ټکى داقتصاد وزارت ستر سلاکار  او ددغه وزارت دپرمختيايي  پروژو رييس احمد رشاد منګوري نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له سرپرست پوهاند محمد رسول باوري سره په کتنه کې طرحه کړ .
په دې کتنه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وويل چې همدا اوس دهند په مرسته  په بيلابيلو ولايتونوکې دپنځو کوچنيو  پروژو دپلي کولو کار دوام لري .  ده دغه راز وويل دغه وزارت هيله لري چې داقتصاد وزارت په دې برخه کې زياته همکارى  وکړي .
  په همدې ترتيب احمد رشاد منګوري وويل  چې ددغه پروژو دپلي کولو دبهير دګړندي کولو په مقصد داقتصاد وزارت دوه تنه کارکوونکي داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته معرفي کيږي چې دغه بهير  لاپسې  ګړندى کړي .
ختم _   عطاالله _ اکرم

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
دنيمروز له ولايت څخه  اماتور انځورګر خدابخش بلوڅ  نن خپله يوه تابلو دسوغات په ډول  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري ته ورکړه .
دغه اماتور  انځور ګرڅو ورځې مخکې  دخپل انځور  شوي اماتور نندارتون  په ملي نګارستان کې جوړ کړ .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،   ددغې تابلو  دورکړې په مراسمو کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست يوځل بيا له هنرمندانو او دفرهنګ له کارکوونکو سره ددغه وزارت په همکارى  باندې تينګار وکړ .
  په همدې حال کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  وويل چې  په ډير لنډ ممکن وخت کې به دنيمروز ولايت دتاريخي عايداتو دسروې  په موخه  يو هيئت  دغه ولايت ته واستول شي .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې په روان ميلادي کال کې  په نيمروز ولايت کې درې تاريخي  څلي   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لارې  بيا رغول شوي دي .
  ختم_  ف _ اکرم

 

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
  دهېواد له هنرمندانو اوفرهنګيانو سره دمرستو په دوام نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لارې  دهنر او فرهنګ ددوو تنو دکارکوونکوله کورنيو سره مرسته وشوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ددغو مرستو په دوام د راډيو تلويزيون دهنرمندې قندي کوچۍ له کورنۍ  او دمتوفى شاعر  او ليکوال  عبدالروف  قتيل خوږياڼي له کورنۍ  سره د اووه ديرشو زرو افغانيو مرسته وشوه .
  دغه مرستې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست  پوهاند محمد رسول باوري په لارښوونه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر درييسې  محبوبې  بابه کرخيل  او ددغه وزارت دوياندمحمد صابر  مومند له خوا وسپارلې شوې .
تراوسه پورې دهنر او فرهنګ داووه ويشتو تنو کارکوونکو  له کورنيو سره داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لارې  مرستې  شوې دي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

 

قاهره  باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
  دمصر دفرهنګ دلومړى ښځينه وزيرې  په توګه د مصرۍ شپلې غږوونکې هنرمندې ايناس عبدالدايم انتخاب په دغه هېواد کې دموافقانو او مخالفانو ترمنځ جنجالونه او ناندرې  راپارولې دي .
   دراي اليوم ګڼ تيراژۍ  ورځپاڼې  دسه شنبې په ورځ  وليکل چې دغه انتخاب اختلافونه  ، تاييدونه اونيوکې په ځان پسې  لري .
  ځينې  انتقاد کوونکي په دغه مقام  ديوې ښځې  انتصاب دجمهوري رياست دانتخاباتو له ترسره کيدو مخکې دحکومت دبڼې دښه والي لپاره دالسيسي هلې ځلې  بولي اونه ددغه هېواد  مصلحت په پام کې نيول .
  ځينې  انتقاد کوونکي په ايناس عبدالدايم  تور لګوي چې داسرائيلو له رژيم  سره داړيکو عادي کول غواړي . ددغه انتصاب موافقان هم عقيده لري چې دى فرهنګ ديوې  ښځينه وزيرې  په انتخاب سره به په دغه هېواد کې دښځو غږ زيات واوريدل شي .
عبدالفتاح السيسي  ديکشنبې په ورځ په خپله  کابينه کې په يولړ بدلونونوسره ايناس عبدالدايم  د حلمي النمنم  پرځاى ددغه هېواد دفرهنګ دوزيرې په توګه انتصاب  کړه .
عبدالدايم  دمصر داخوان المسلمين  يوه مخالفه ده چې دمصر دپخواني جمهور رييس محمد مرسي په دوره کې  له هنري فعاليت څخه منع کړى شوې وه .
  دمصر  دوخت دفرهنګ وزير  علا عبدالعزيز  دښځيتوب په دليل داپراسالون  ته  دهغې دورتګ مخه نيولې  وه .
  عبدالدايم  په  ١٩٦٠ کال کې زيږيدلې ده .
دې  دښوونځي  ددورې له پاى ته رسولو وروسته دقاهرې دموسيقۍ  په عالي کنسرواتوار کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په  ١٩٨٢ کال کې دخپلو زده کړو  دبشپړولو لپاره پاريس ته لاړه او دموسيقۍ  له عالي پوهنتون څخه دشپلې غږولو په څانګه کې  د دوکتورا دسند په ترلاسه کولو سره فارغه شوه .
ايناس په  ٢٠٠٣ ميلادي کال کې دقاهرې د سمفونيک  دارکستر  رهبري چې دمصر دموسيقۍ  زيات شمير هنرمندان يې راټول کړي دي پرغاړه واخسته او په  ٢٠٠٤ ميلادي کال کې دقاهرې  موسيقۍ  دعالي کنسرواتوار رييسه شوه .
  ختم_ ف _ اکرم

Page 9 of 349