21 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې چاودنې دوه سيمه ييز پوليسان ټپيان کړل

ګرديز\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه څو شېبې وړاندې د پکتيا د مرکز...

د فوټبال  د نړيوال جام مقدماتي پړاو پچه اچونه وشوه

د فوټبال د نړيوال جام مقدماتي پړاو پچه اچونه وشوه

کابل / باختر/ دچنګاښ٣٠مه د هېواد د فوټبال ملي ټيم د...

په هلمند کې ١٤وسله وال طالبان ووژل شول

په هلمند کې ١٤وسله وال طالبان ووژل شول

کابل / باختر/ دچنګاښ٣٠مه په هلمند کې ١٤ وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معينيت نن د افغانستان د ښځو له تعليمي مرکز سره، د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه هوکړه ليک د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين فاضل سانچارکي د افغانستان د ښځو د تعليمي مرکز له رئيسې پلوشې حسن سره لاسليک کړ چې د هغه له مخې ټاکل شوې ده د افغانستان د ښځو تعليمي مرکز، د هېواد د ښځو لپاره روزنيز پروګرامونه په ځانګړې توګه د خبريالو ښځو لپاره اختصاصي کارګاوې په لاره واچوي.
دغه مرکز د خبريالو ښځو د معرفي کولو، له روزنیز بهیرڅخه د ملاتړ او په نورو برخوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همکارۍ ته اړتيا لري چې د دغه هوکړه ليک له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ښځينه خبريالانو د ظرفيت جوړونې په برخه کې ژمن دى.
پاى \ذکرالله

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۴ مه
د جام څلي د ساتنې او پایښت په لاره کې د اساسي تدبيرونو د نيولو په خاطر، نن د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د کورنيو او بهرنيو متخصصانو غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري، د جام څلي د ساتنې او پایښت په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د اړوندو بنسټونو د وروستيو اقداماتو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې نږدې ۲۰۰ تنه سيمه ييز کارګران موظف شوي دي، ترڅو د جام څلي له شاوخوا څخه د اوبو تګلورى بدل کړي.
ده وويل: د وروستيو رپوټونو له مخې، د جام څلي له دواړو خواوو څخه د اوبو کچه ټیټه شوې ده او دغه موضوع فرصت برابروي چې کارګران په بيړې سره خپل کار ته شدت ورکړي.
پوهاند باوري وویل: له دې سره جوخت د حالت د څيړنې په مقصد دې يو هيئت سيمې ته واستول شي چې د هغوى د رپوټ له مخې عملي اقدامات ترسره شي.
په دې غونډه کې د اړوندو بنسټونو استازو هم د اړوندو بنسټونو کارونه بيان کړل.
په کابل کې د يونسکو دفتر رئيسې يوځل بيا د فرهنګي ميراثونو په تېره بيا د جام څلي د ساتنې او څارنې په لاره کې د خپلې ادارې د ژمنې ډاډ ورکړ.
د دغې غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په ټينګار سره وويل چې بايد د دوو طرحو په باب کار وشي. يوه طرحه دا چې وکولاى        شو د هغه له مخې ضروري عاجل اقدامات ترسره شي، ترڅو د هغې له مخې د منځ مهالې طرحې تطبيق ته زمينه برابره شي.
حسينې ساپۍ دغه راز وويل چې د رضاکارانه فرهنګ پر اساس، په لومړۍ ورځ کې له خلکو څخه وغوښتل شول چې تر څلي لاندې د اوبو له نفوذ څخه په مخنيوي کې ونډه واخلي.
مېرمن ساپۍ زياته کړه: د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د سيمه ييزې ادارې د معلوماتو له مخې، اوس د څلي په ۱۰ متری واټن کې د سيلاوونو د مخنيوي په خاطر موانع او استحکامات جوړ شوي دي او له زيانونو څخه د دغه څلي د خوندي ساتلو لپاره زيات کارونه دوام لري.
پاى \ج \ ذ

 

- کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۲مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن په کابل کې د يونسکو له رئيس سره په کتنه کې، د غور ولايت د جام څلي د استحکام او ټينګښت په خاطر پرعملي اقداماتو ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د غور ولايت د جام څلي په اړوند خپله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې د جام څلي له تګلوري څخه د سيلاوونو ګواښ بايد لرې کړای شي.
دغه راز حسينې ساپۍ وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سيلاوونو د ګواښ
د مخنيوي په خاطر، د کارګرانو او د سيمې د خلکو د استخدامولو له لارې لاس په
کار شوى دى.
هغې د دې ترڅنګ چې د سيمې د خلکو د همکاريو له امله مننه وکړه، د سيلاوونو
د ګواښ د مخنيوي او د جام څلي پر استحکام او ټینګښت يې هم ټينګار وکړ.
دغه راز په کابل کې د يونسکو رئيس د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره خپله همکاري څرګنده کړه او ويې ويل چې ټاکل شوې ده د روان کال د زمري په مياشت کې يو ايتالوی متخصص افغانستان ته سفر وکړي او د غور ولايت د «جام څلى» له نږدې وګوري او د هغه د څيړنو په نتيجه کې به د جام څلي د استحکام او ټينګښت په خاطر اقدام وشي.
په همدې حال کې د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فخرالدين آرياپور چې د جام څلي په ساحه کې دى؛ د باختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې وويل چې پرون له غرمې وروسته له درې نيمو بجو څخه د جام څلي په ساحه کې سيلاوونه راوتلي دي.
ده وويل چې دغه سيلاوونه د جام له درې او د جام له سيند څخه يوځاى راوتلي دي او د جام څلى يې له ګواښ سره مخامخ کړى دى.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس وويل چې اوس ۲۰۰ تنه کارګران او د سيمې خلکو د جام څلي له شاوخوا څخه د اوبو د تګلوري د بدلون په خاطر په کار لاس پوری کړى او تر يوې اندازې پورې د ګواښ مخه هم نيول شوې ده.
د هغه د څرګندونو له مخې، په سيمه کې په جدي ډول کار دوام لري، ترڅو د جام څلي له شاوخوا څخه د سيلاوونو د ګواښ مخه ونيول شي.
پاى \ج\ ذ

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ٣۱مه
د رسنيو د عالي شورا په غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې  حسينې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوه؛ د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د مسودې د وروستۍ طرحې په باب بحث وشو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د دغې غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار دلاور نذير زوى د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د مسودې د وروستۍ طرحې په باب معلومات ورکړل او د دغې مسودې طرحه يې د رسنيو د عالي شورا له غړو سره شريکه کړه.
وروسته د رسنيو د عالي شورا غړو، د ټوليزو رسنيو د پالیسۍ د مسودې په وروستۍ طرحه کې د ځينو مواردو د شاملولو او یا حذفولو لپاره خپل نظريات او وړانديزونه طرحه کړل.
په غونډه کې پريکړه وشوه ترڅو په اجندا کې ځېنې شاملې برخې په راتلوونکې غونډه وڅيړلې شي.
پای / ذکرالله

 

Page 10 of 456