11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې زر بېوزله  کورنیو ته  د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړیږي

په نيمروز کې زر بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړیږي

کايل/ د چنګاښ ۲۱مه/ باختر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت...

د ارواښاد محمد یوسف غضنفر یادغونډه او د دعا مراسم په ارګ کې ترسره شول

د ارواښاد محمد یوسف غضنفر یادغونډه او د دعا مراسم په ارګ کې ترسره شول

کابل/ د چنګاښ ۲۱ مه/ باختر د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا...

د ښوونې او روزنې په نصاب کې به ملي او اسلامي ارزښتونه خوندي وي

د ښوونې او روزنې په نصاب کې به ملي او اسلامي ارزښتونه خوندي وي

کابل/ د چنګاښ ۲۱مه/ باختر د پوهنې وزارت سر پرستې رنګینې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

-کابل / دچنګاښ ١٣مه /باختر :
د پلخمري ښار په ديوالونوکې سوله غوښتونکي عکسونه  نقاشي  شول
په دې تصويرونو کې  چې  د ساقي وال په نامه  ځوان هنرمند رسامي کړي دي د جګړې  ناخوالې پايلې  او دسولې اړتيا پکې بيان شوي دي .
د دغو انځورونو په نقاشى سره  چې د پلخمري ښار د خلکو  د پاملرنې وړ ګرځيدلى دى ،  او د جګړې  ويجاړې او دسولې  ښيګڼې  د دوى په ذهنونوکې تداعي کوي  پکې ليکلي دي .
جګړه بس ده موږ سوله غواړو .
د بغلان ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ رييس  ذکريا ناصري  له دغه  ځوان انځورګر او د بيان راډيو د همکارۍ له امله  چې د دغو انځورونو د نقاشي لپاره يې  زمينه برابره کړې ده، مننه وکړه .
هغه وويل : دغه تصويرونه په هېواد کې د جګړې د پاى ته رسولو او د سولې د تامينولو په خاطر  د ملاتړ لپاره  د  عامه ذهنونو په روښانه کولو کې  ښه اغيزه لري .
په بغلان کې  د مطبوعاتو مخکښ  سيد عبدالله سادات  د يوبل په منلو او ټوليز ژوندانه ته د ښه فضا د رامنځته کولو  په لاره کې   په ديوالونوکې دپيغامونو اوتصويرونو ليکل  او انځورول د عامه ذهنونو په روښانه کولو کې   ارزښتناک وباله .
  ختم _ ج _ اکرم

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست او نوماند وزيرمحمد طاهر زهير د ملي ارشيف له
بيلابيلو برخو څخه د کتنې په وخت کې وويل، هغه شته خطي اثارچې په ملي ارشيف کې شتون لري په سيمه کې سارى نلري .
د باختراژانس خبريال دخبرله مخې: د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست په ملي ارشيف کې شتو امکانانو او قيمتي خطي اثاروته  په پاملرنې سره  وويل چې د امکاناتو کموالى او نشتوالى ډير ژرلېرې کيږي ، ده  وويل: د افغانستان تاريخې پرتم اوعظمت  په ملي ارشيف کې شتون لري
په کتنه کې د ملي ارشيف رييس افسررهبين په داسې حال کې چې په  ملي ارشيف کې  د خطي نسخو اوشتو اثارو په باب معلومات وړاندې کول ويې ويل نوې طرحې وړاندې کيږي چې پکې ستونزو او کمښت ته هم اشاره شوې ده .
پاى \ ذ

 کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  سرپرست او نوماند وزير محمدطاهر زهير نن د دغه وزارت له سلاکارانو سره په کتنه کې  وويل چې پرله پسې جګړو د دغه هېواد فرهنګ له تجريد سره مخ کړى دى او خوځښت ته  اړتيا ده .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې : زهير دغه راز وويل  چې  فرهنګ، د يو هېواد بنسټ دى او د دې وخت رسيدلى دى  چې فرهنګي مرکزونه غښتلي شي او تجريد شوى فرهنګ  بيا وځليږي .
ده په  کتنه کې دغې موخې ته  د رسيدو لپاره د جامع او عملي پروګرامونو پر جوړولو ټينګار وکړ.
په کتنه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکارانو هريو د خپلو کړو وړو په باب معلومات ورکړل  او د ښه چارو د پرمخ بيولو په خاطر يې خپلې طرحې او پيشنهادونه  وړاندې کړل .
پاى \ ذ 

کابل / د چنګاښ ١٠ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير نن د ګرځندوى، مالي او اداري معینیت له مسوولينو سره په کتنه کې وویل چې د ګرځندوى صنعت ته بايد وده ورکړ شي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ محمد طاهر زهير په دې کتنه کې څرګنده کړه چې د ګرځندوى صنعت په نړۍ کې تر ټولو عايد لرونکى صنعت دى او هلې ځلې دې وشي چې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو په جلبولو سره دغه صنعت ته زياته وده او پراختيا ورکړ شي.
په کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى، مالي او ادارې معينې پوهنيارې سېدې مژګان مصطفوي د دغه معينيت د بېلابېلو څانګو په اړه معلومات ورکړل.
وروسته د دغه معينيت رييسانو او آمرينو د خپلو اړوندو څانګو يو کلن کاري رپوټ بيان کړ او په هېواد کې د ګرځندوى صنعت د ښه والي لپاره يې خپلې طرحې او پيشنهادونه وړاندې کړل.    
پاى \ ذ


 

Page 2 of 526