05 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل /دکب ١٣مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين  پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ  نن د ١٣٩٩کال د نوروز جشن  د نمانځنې دکورنۍ کاري کمېټې  غونډه جوړه شوه .
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، په دې غونډه کې  دبنرونو، پيغامونو او ميلمنو ته د بلنې  د څرنګوالي  په اړوند  د لرغونې جشن  دښې نمانځنې په مقصد  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دبېلابېلو برخو  د پروګرامونو اوتياري په باره کې  خبرې وشوې .
دغه راز  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دبېلابېلو برخو  رييسانو د نوروز جشن دنمانځنې د مراسمو لپاره د خپلو پروګرامونو اوتياريو په باب  چې دکتاب او د هنري اثارو د نندارتونونو جوړول، تياتري  او د فلم ښودل،  د موسيقۍ کنسرتونه او ملي اتڼ او د نوروز  د جشن د پروګرامونو د رسنيز او خبر رسونې پوښښ پکې شامل دي  معلومات ورکړل.
هغوى دغه راز د نوروز د لرغوني جشن د نمانځنې په مراسمو کې د دغو پروګرامونو د جوړولو په مقصد  خپل وړانديزونه اواړتياوې  طرحه کړې .
پوهاند باوري  د  ١٣٩٩ کال  دنوروز د جشن دنمانځنې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دکاري کمېټې د غړو  له هڅو څخه په مننې سره په پرتمين ډول د نوروز جشن د مراسمو په پرځاى کولو باندې ټينګار وکړ .
ختم_ ف _ اکرم

کابل /دکب ١٣مه/ باختر :
د اطلاعاتو او فرهنګ و زارت سرپرستې حسينې ساپۍ دافغانستان او د اندونيزيا د ښځو د پيوستون شبکې دغړو په توګه د اوو افغان ښځو د ورپېژندنې په  غونډه کې د دواړو هېوادونو د ښځو ترمنځ پر همغږۍ او پيوستون باندې  ټينګاروکړ .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د ښځو د لاسته راوړنواو پرمختګونو يادونه وکړه او دافغانستان اواندونيزيا  د نږدي اړيکو په باره کې يې  خبرې وکړې .
هغې زياته کړه،  چې دسولې په پروسه کې د ښځو رول  ډېر اغيزمن دى او افغان ښځو په تېرو کلونوکې ډول ډول اوګټور نوښتونه  رهبري کړل  چې د سولې په پروسه کې اغيزمنه  ونډه ولري .
  هغې وويل:  د افغانستان حکومت  د هېواد په ټولو برخو کې د ښځو د رول د ودې اوپياوړتيا  غوښتنه وکړه.
حسينې ساپۍ  د تجربو په شريک کولو، عملي بېلګو او د اسلامي ارزښتونو په شريکولو کې داندونيزيا د ملاتړ د اړتيا په باره کې خبرې وکړې او د ښځو په زده کړې، روغتيا او اقتصادي  ځواکمن کولو  پورې  د اړوندو مشخصو سپارښتونو دتدوين په مقصد د افغانستان او اندونيزيا د ښځو د پيوستون شبکې  جوړول يې  مهم ګام وباله .
په همدې حال کې د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزير رتنو مرسودي د ښځو د ظرفيت پياوړتيا يو مهم اصل وباله او زياته يې کړه چې  ما په دوحه کې نړيوالې ټولنې ته داپيغام ورکړ  چې افغان ښځې  په شاتګ نه کوي او افغانان دې باور ولري چې نړيواله ټولنه په بشپړه توګه د دغې لاسته راوړنې ملاتړ کوي .
د ښځو چارو  وزيرې دلبر نظري  په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان  ښځو په وروستيو دوو لسيزو کې د دولت د مشرتابه په ملاتړ او د نړيوالې ټولنې په هراړخيز ملاتړ سره د زده کړې ، سياسي مشارکت او د ماشومانواو ميندو دمړينې دکمښت،  د منځني عمر په لوړولو او دحقوقي چاپيريال  د ښه والي په برخه کې د يادونې وړ پرمختګونو ته  لاسرسى پيداکړى دى او دادى د ښځو د اقتصادي  ځواکمنۍ دلوړولو لپاره هراړخيزې هڅې  دوام لري.
خو تپل شوې جګړه د دې سبب شوې ده  چې لا تراوسه پورې موږ  د هېواد په اقتصادي او ټولنيز ژوندانه کې د ښځودګډون په برخه کې له بېلابېلو  ننګونو سره  مخامخ واوسو .
داسلام د مقدس دين له لارښوونو سره په اعتدالي  قرائت په ډډې لګولو سره  د ژوندانه  په بېلابېلو برخو کې  د ښځو د مشارکت  لوړې کچې ته د رسېدو په برخه کې داندونيزيا جمهوريت ځلانده تجربې په افغانستان کې د ښځو غورځنګ  دمشرانو او فعالانو لپاره  ډېرې په زړه پورې او زده کوونکې دي .
  باور لرم چې په جاګارتا کې  دپاېدونکې سولې په خاطر د دواړو هېوادونود ښځو  د تېرکال  د نوامبر د ديالوګ ترسره کول  چې نننۍ غونډه په حقيقت کې د هغه دوام دى  او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو کچه يې  ډېره لوړه کړې ده .
دغونډې په پاى کې  اووه افغان ښځې د افغانستان له لوري  د افغانستان او اندونيزيا د ښځو د پيوستون شبکې  دغړو په توګه  وروپېژندل شوې .
ديادونې وړ ده  چې نننۍ غونډه  د افغانستان او اندونيزيا د ښځو د ډيالوک  دوام (د سولې د رامنځته کولو، ساتنې او پايښت کې د ښځو د رول په باره کې ډيالوک، د تشو ډکول او د تجربو شريکول ) په ٢٠١٧ کال کې اندونيزيا ته دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د رسمي سفر په بهير کې  د دواړو هېوادونو د جمهورو رييسانو ترمنځ  يو له موافقه شويو  مواردو څخه وو .
  ختم_ف _ اکرم

 

کابل /دکب ١٣مه/ باختر :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت خبرتيا!
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت  په  ١٣٩٩ تحصيلي کال کې  ځوانانو ته د تحصيلي فرصتونو برابرولو په مقصد له دغو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو  له موسسوسره  _ ميوند د لوړو زده کړو موسسه  - عروج د لوړو زده کړو موسسه _  وزير شاه ولي خان د لوړوزده کړو موسسه ، _ سپين غر دلوړو زده کړو  موسسه ، غرجستان پوهنتون ، ازهر د لوړو زده کړو موسسه ، پيام دلوړو زده کړو موسسه ، قلم دلوړو زده کړو موسسه، زاول د لوړو زده  کړو موسسه،  راه ابريشم د لوړو زده کړو موسسه، رازي د لوړو زده کړوموسسه،  افغان پامير دلوړو زده کړو  موسسه، علامه  دلوړو زده کړو موسسه، دعوت پوهنتون، هېواد دلوړوزده کړو موسسه،  طلوع افتاب د لوړو زده کړو موسسه، فارابي د روغتيايي علوموانستېتېوت،رازي  د روغتيايي علومو انستېتېوت،  هيپوکرات د روغتيايي علومو انستېتېوت او د شهره  انستېتېوت سره
د همکارۍ تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي .
مينه وال کولاى شي  د نوم ليکنې او دغو موسسو ته د معرفي کولو په خاطر له دوو عکسونو او د تابعيت له تذکرې سره په پل باغ عمومي کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت ته ورشي .
  ختم_ ج _ اکرم

کابل /دکب ١٣مه/ باختر
د هرات د تاريخي مصلې د بيا رغاوني کار له څه مودې راپدېخوا دکورنيو متخصصانو تر نظر لاندې  پيل شوى دى .
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي، د تاريخي مصلو  دبيا رغاونې له بهير څخه دکتنې په وخت کې وويل چې د دغو مصلو  په رغاونه کې دې  ډېره پاملرنه وشي.
دباختراژانس د خبرله مخې ،  د دغو مصلو د بيا رغاونې  د لومړۍ برخې بودجه دهېواد دملي امنيت شورا له خوا ورکړل شوې ده .
ختم_ سعيده _ اکرم