16 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

فراه /باختر /دوږی ۲۵ په فراه کې پنځه تنه د ښخ...

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د درېيو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون...

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د طالبانو یو قوماندان تېره شپه په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ
د هېواد د خپلواکى د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په وياړ نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ( په افغانتسان کې د رسنۍ اوقانون د سلو کلونود څېړنې علمي سيمينار په کابل کې  جوړ شو.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، دغه سيمينار د يوشمېر دولتي مسوولينو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت او رييسانو، د يو شمېر رسنيو د رييسانو اواستازو او د يوشمېر بهرنيو ميلمنو  په شتون  جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د دې سيمينار په پيل کې  خبرې وکړې او ويې ويل، چې دغه سيمينار د هېوا د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه  کولو په وياړ جوړ شوى دى او موخه يې  په هېواد کې د سلو کلونو رسانه يي کار د لوړو او ژورو څېړنه او تحليل دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه، چې ټيک سل کاله مخکې په  ١٩١٩ ميلادي کال کې شاه امان الله غازي د حکومت والۍ په مسئلو کې د نوې پاڼې په پرانستلو، اصلاحاتو او د افغانستان د خلکو د هېواد والۍ له حقوقو څخه په ملاتړ سره د ولسواکۍ د قوانينو د تدوين له لارې د زياتو ازاديو ضمانت وکړ .
دغه راز  په افغانستان کې د بيان له ازادۍ او د خپرونو له ازادۍ څخه په ملاتړ سره د لومړي ځل لپاره په دې وخت کې لومړنيو دولتي خپرونو په کار پيل وکړ او په هغه وخت کې د ډېرو مهمو نشراتي دستګاو بنسټ کېښودل شو، چې د هېواد تاريخ ټول موارد ثبت کړي دي .
حسينې ساپۍ وويل، چې په تېرو اتلسو کلونو کې د رسانه يي ازاديو د يوه فصل شاهدان يو او تجربه کوو چې د مطبوعاتو د تاريخ د ټولو دورو په پرتله په کمي، کيفي، تنوع او پراختيا په لحاظ بې ساري دي.
هغې د رسانه يي کار د لارې پرسر د يولړ پرتو ستونزو اوخنډونو په باره کې  رڼا واچوله او ويې ويل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وروستيو کلونو کې اووه ځلې د هېواد رسانه يي  قوانين تعديل کړي دي او دغه تعديلونه ټول په هېواد کې د بيان او د رسنيو له ازادۍ سره په ملاتړ او ګټه دي .
حسينې ساپۍ  زياته کړه، چې د بيان د ازادۍ  په حوزه کې  د افغانستان د خلکو د لاس ته راوړنو د ملاتړ او ساتنې په باب  د افغانستان د حکومت ژمنه له هيچا  څخه پټه نه ده او د دغې ژمنې يو له مصداقونو څخه د حکومت او رسنيو د ګډې کميټې جوړول دي چې په ټوله نړۍ کې يو بې بديله الګو ده ، چې مشرتوب يې  د جمهوري رياست دويم مرستيال استاد سروردانش پرغاړه لري .
وروسته د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي په خبرو کې وويل، چې له وروستيو  شلو کلونو څخه په لڼد موده  کې د افغانستان په رسنيو  کې د تحول  شاهدان يو او د زياتو قربانيو په شتون او د ستونزو په زغملو سره بيا هم د افغانستان رسنيو هڅې کړې دي او په شاتګ  يې نه دى کړى او په لوړ مقام  کې دي.
هغه دغه راز  د افغانستان له رسنيو او د خبريالانو له ساتنې سره د ملګروملتو د سازمان ملاتړ څرګند کړ .
د يوناما د سياسي برخې رييس هم په خپلو خبرو کې د حقايقو او پېښو او په تېره بيا د راتلونکو  انتخاباتو د سولې د بهير او د نورو برخو په انعکاس کې د رسنيو  رول  مهم وباله او څرګنده يې کړه، چې بايد د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو ساتنه  وشي.
هغه د افغانستان له خبريالانو او رسنيو څخه د اروپا د اتحاديې ملاتړ څرګند کړ.
په همدې ترتيب عبدالمجيب  خلوتګر د افغانستان د خبريالانو فدراسيون په استازيتوب په هېواد کې په وروستيو سلوکلونو کې د رسنيو د فعاليت د څرنګوالي  او د لوړو او ژورو په اړوند معلومات ورکړل .
هغه وويل: کله چې نن په افغانستان کې د رسنيو د ودې خبرې کېږي زياته پاملرنه وروستيو اتلسو کلونو ته اړول کېږي،  خو که چېرې  د افغانستان د رسنيو د سل کلن فعاليت محدودې ته  نظر واچول شي،  موږ د هېواد په رسنيو کې په دې يوه پېړۍ کې د ستر تحول شاهدان يو .
دغه راز د دې سيمينار په بهير کې د يوعمر هڅو  په قدردانۍ د هېواد د مطبوعاتو د برخې دوو سابقه لرونکو استاد عبدالحميد مبارزاوشفيقې حبيبي  ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې له لوري د ازادۍ تنديسونه ډالۍ شول او د استاد مبارز تنديس چې په سيمينار کې يې شتون نه درلود د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ته وسپارل شو څو يې استاد مبارز ته ډالۍ کړي.
دغه راز د سيمينار په علمي مجلس  کې استاد حبيب الله رفيع ( مطبوعات دوره اماني)  تر عنوان لاندې، ډاکتر علي ياوري اکبري د( اسيب شناسي  در جريان روزنامه نګاري  درصدسال در افغانستان)   ترعنوان لاندې،  فرزانې حبيبي  د ( نګاه به تاريخ مطبوعات  افغانستان درصدسال اخير) او مصطفى عاقلي د ( الګو هاي تيوريک فعاليت هاي رسانه يي  درصد سال  اخير درافغانستان  ) تر عنوانونو لاندې مقالې ولوستلې .
  د سمينيار په بله برخه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين فاضل سانچارکي، د پژواک د خبري اژانس رييس دانش کړوخېل،اطلاعاتوته دلاسرسي د کمېسيون رييس عين الدين  بهادري او د باختر اژانس رييس نجيب الله  شينواري په لنډه  توګه په افغانستان کې د رسنيو  اوقانون د سلوکلونو تاريخي تګلوري  د بيان له ازادۍ څخه د ملاتړ په باب  د حکومت لاس ته راوړنې او ژمنې، په وروستيو سلوکلونوکې  په رسنيو پورې د اړوندو تقنيني سندونو د کتنې، نوې رسني  فرصتونه ، ننګونې او په افغانستان کې د رسانه يي کار لرليدونه بيان کړل .
وروسته  د اصلاح ورځپاڼې رييس داد محمد عنابي د سمينيار  لس  فقره ييز پريکړه ليک ولوست چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي(_د بيان ازادى بايد د سولې د بهير قرباني نه شي.)
_ خبريالان او د رسنيو خاوندان او په ټولنه کې د بيان ازادي بايد له هرراز  تعرض څخه خوندي وي  او حکومت موظف  دى چې د خبريالانو امنيت تامين کړي .
_ د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي دوسيو ته چې عاملان يې دولتي مقامات دي بايد پاملرنه وشي.
_نړيواله ټولنه دې د پخوا په شان د بيان له ازادۍ او د هېواد د رسنيو له ازاد فعاليت څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.
_ټولې رسنۍ بايد د کيفي او محتوا لوړوالي لپاره هڅه وکړي او دولت موظف  دى چې د دې زمينه برابره کړي او ټولې رسنۍ  د هېواد د نافذو قوانينو او د ملي ګټو په پيروۍ  بايد ژمنې وي او د ملي پيوستون د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي .
ددې سيمينار په پاى کې  برخه والو د تاريخي عکسونو او د لومړنۍ خپرونې د تصويريونو او په وروستيو کلونو کې د هېواد د مطبوعاتي تاريخي سندونو نندارتون  چې د باختر اژانس او بيهقي  کتاب خپرولو د رياستونو له لوري چمتو شوى و، وکوت.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه
د( برگشت  به مرگ )  ترعنوان لاندې  يو کتاب نن په بغلان کې پرانستل شو .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې، د يعقوب يسنا ليکنه ( برګشت  به مرګ)  کتاب چې يو داستاني اثر دى  د زرو ټوکو په تېراژ په يوسلو درې ويشتو مخونوکې نوى چاپ شوى دى چې په پلخمري ښار کې پرانستل شو .
د دې کتاب د پرانستلو په غونډه کې د تحصيلي او تعليمي بنسټونو استادانو اوښوونکو، فرهنګيانو، ليکوالو، شاعرانو او رسانه يي کارکوونکو ګډون کړى و.
مخکې له  دې هم د يعقوب يسنا نهه نور ادبي آثار  چاپ شوي دي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

کابل/باختر/د چنګاښ ٢٩ مه
ځوان او آزادۍ د هغې مشاعرې نوم و چی په پل علم ښارکې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ جوړه شوه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې: دغه غونډه چې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په کوربه توب د ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو، مدني فعالانو او یو شمېر ځوانانو په ګډون جوړه شوه، شاعرانو د سولې، ملي یووالي، اتفاق، جګړې پای ته رسولو او د فرهنګي او خپلواکۍ د ارزښتونو د ساتنې په اړوند خپل شعرونه ولوستل.
د اطلاعاتو او فرهنک رییس عبدالرحمن تسل شاعران، ځوانان او مدني فعالان یو والي ته را وبلل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د چارو په ترسره کولو کې له دغه ریاست سره همکاري وکړي.
د هېواد تکړه شاعر مستري زلمي په خپل غزل کې له افغانانو څخه وغوښتل چی په یووالي او اتحاد سره خپل هېواد له اوسنیو ستونزو څخه راوباسي او سولې، آرامۍ او هوساینې ته يې سوق کړي.
پای/شکریه
 

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني، د عینک د مسو کان د استخراج او د دغې سیمې د لرغونو اثارو د ساتنې څرنګوالی، پرون غرمه په یوه غونډه کې وارزاوه.
د جمهور رييس د وياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ، په دې غونډه کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې، د ملي امنیت شورا سلاکار، د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر ريیس او د عینک د مسو کان د پروژې متخصصینو ګډون درلود، پکې د کانونو او پټرولیم وزارت استول شوي پلاوي د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.
له هر اړخیزو بحثونو وروسته د یاد پلاوي راپور ونه منل شو او جمهور ريیس استول شوي پلاوي ته یو ځل بیا لارښوونه وکړه، چې د څرګند پلان پر بنسټ دې د عینک د مسو کان د لرغونو اثارو د ساتنې او د کان د استخراج په موخه یادې سیمې ته لاړ شي او له دقیقې ارزونې وروسته دې خپل راپور د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.پاى\جهان يار