16 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

فراه /باختر /دوږی ۲۵ په فراه کې پنځه تنه د ښخ...

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د درېيو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون...

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د طالبانو یو قوماندان تېره شپه په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
د لرغونو ساحو د آثارو د ساتنې او د عينکو د مسو د کان د پرمختيا په اړوند نن په کابل کې بين المللي سمپوزيم جوړ شو.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: دغه سمپوزيم د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټروليم وزارتونو رابللى دى او په هغه کې د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټروليم وزارتونو يوشمېر مسوولينو او حکومتي چارواکو او د کانونو او لرغونپوهنې د کورنيو او بهرنيو متخصصينو ګډون کړى دى.
د دغه سمپوزيم په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د تاريخي آثارو او دغه راز د کانونو د ارزښت په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې د افغانستان دوه شتمنۍ په يوه ساحه کې شتون لري: يو د مسو کان او بل د هېواد د تاريخي هويت شواهد دي او موږ ژمن يو چې هم خپل تاريخي هويت وساتو او هم د مسو کان راوسپړل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د کانونو او لرغونپوهني د برخو له کورنيو او بهرنيو متخصصينو څخه وغوښتل چې د هېواد د دغو دوو ملي شتمنيو په اړه تخصصي تحليل وکړي چې له کومو چلندونو څخه کار واخيستل شي چې له دغو ملي شتمنيو څخه د هېواد د مادي او معنوي پرمختګ په خاطر اغېزمن کار واخيستل شي.
حسينې ساپۍ ټينګار وکړچې متخصصين بايد د حل داسې لارې ولټوي چې هم د هېواد تاريخي هويت وساتل شي او هم د مسو کان له استحصال څخه ګټه ترلاسه شي.
هغې وويل: د عينکو مسوکان په نړۍ کې يو ډېر ستر کان بلل شوى دى او موږ د هغه د استحصال غوښتونکي يو او دا اصل هم بايد هېر نه کړو چې  د عينکو ساحه هم د هېواد د تاريخي هويت په لحاظ او هم د نړۍ د فرهنګي ميراث په توګه ځانګړى ارزښت لري.
وروسته د کانونو او پټروليم  وزارت سرپرستې نرګس نهان خبرې وکړې او ويې ويل چې د عينکو د مسو ساحه نه يواځې د مسو کان د لرلو په لحاظ مهمه نه ده، بلکې د لرغونو آثارو په خاطر چې د ټولو افغانانو هويت دى، هم مهمه ده .
هغې څرګنده کړه: ډېره ښه لاره چې افغانستان د ځان بسياينې په لور بيايي؛ له کانونو څخه ګټه اخيستنه ده چې نه يواځې له هغو څخه عايد ترلاسه کېږي؛ بلکې خلکو او په تېره بيا د ځوانانو لپاره هم کاري فرصتونه برابروي.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرستې څرګنده کړه: موږ د داسې لارو په لټه کې يو چې څه ډول وکولاى شو هم کان راوباسو او هم زموږ لرغوني آثار وساتل شي.
د جمهوررييس سلاکار انجنير محمد يوسف پښتون هم په خبروکې د اطلاعاتو اوفرهنګ او د کانونو او پټروليم له وزارتونو څخه په دې خاطر چې هلې ځلې يې کړې دي چې هم تاريخي آثار له منځه لاړ نه شي او هم کان را وايستل شي، مننه وکړه .
هغه زياته کړه چې په هېواد کې له اقتصادي ستونزو سره سره بيا هم هڅې شوې دي چې د هېواد تاريخي پانګې له منځه لاړې نه شي او داسې مناسبې لارې ولټولې شي چې هم تاريخي آثار وساتل شي او هم کان را وايستل شي.
دغه راز د سمپوزيم پر دوام د کانونو او پټروليم وزارت سلاکار د عينکو مس د کان د را ايستلو مخ ته د پرتو ستونزو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې د کان د را ايستلو په خاطر دوه انتخابونه شته چې هر يو يې خپل ښه والى او بد والى لري .
  هغه زياته کړه: که چېرې کان په پرانيستي ډول را وايستل شي؛ د کان ټولې شتمنۍ را ايستل کېږي، خو د تاريخي آثارو يوه برخه له منځه ځي او که چېرې کان تر ځمکې لاندې ډول را وايستل شي؛ د کان يوه برخه شتمنۍ را ايستل کېداى شي او زياتره آثار ساتل کېږي او دغه راز د کان په را ايستلو ډېر لګښت راځي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رييس نورآغا نوري هم د تاريخي آثارو د ساتنې په اړوند د دغه وزارت طرحې وړاندې کړې او ويې ويل:  موږ په دې اړوند چې که چېرې د عينکو د مسو کان په ساحه کې تاريخي آثار وساتل شي، که چېرې ټول تاريخي آثار له ساحې څخه ولېږدول شي او دغه راز په هغه صورت کې چې د آثارو يوه برخه له ساحې څخه ولېږدول شي او يوه بله برخه په ساحه کې پاتې شي؛ په زيات لګښت او په اوږدمهال کې يو لړ طرحې برابرې کړې دي.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټروليم وزارتونو طرحې او وړانديزونه د لرغونپوهنې او د کانونو د برخې د کورنيو او بهرنيو متخصصينو چې له افريقايي او اروپايي هېوادونو څخه رابلل شوي دي؛ له څېړنې او د نظر له څرګندولو وروسته د تاييد په خاطر د هېواد جمهوررييس ته وړاندې کېږي.
ختم – ف - ع

 

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
د نادرشاه صاحب زاده دشهادت په اړوند داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمشرتابه پيغام
په ژور خپګان سره مو د پکتيا غږ راډيو د ادبې او تفريحي پروګرامونو د چلوونکي و اجرا کوونکي نادر شاه صاحب زاده د شهادت خبر ترلاسه کړ.
دغه رسانه يي کارکوونکى تېر ماښام په ګرديز ښارکې بې درکه شو او په پاى کې پوليسو د هغه په وينو لړلى مړى د ګرديز ښار د پير بڼ په ساحه کې ترلاسه کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتوب د دې ترڅنګ چې ځان په دې ستر غم شريک بولي؛ له امنيتي بنسټونوڅخه غواړي چې ددغه جنايت عاملين وپېژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتوب د خپلې همدردۍ او غمشريکۍ مراتب د شهيد کورنۍ، دوستانو او خپلوانو او د هېواد سترې رسانه يي کورنۍ ته څرګندوي او د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه شهيد ته د فردوس جنت هيله کوي.
ختم-عطاالله- اکرم

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
د بلخ فرهنګيانو جګړه، بې وزلي د فکر د رامنځته کولو او د هنر د پيدايښت لپاره د مناسبو شرايطو نشتوالى په دغه ولايت کې د شاعرانو او ليکوالو دلارې پرسر د پرتو اساسي ننګونو څخه وبلل، خو د بلخ، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق وويل چې اوسني شرايط د بلخ د فرهنګيانو لپاره ښه زمينه ده.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: د بلخ يوشمېر فرهنګيانو او شاعرانو د ځوانې شاعرې حسيبا حاذق د اثر د پرانيستلو په غونډه کې د بلخ حوزې فرهنګي حالت تر څېړنې او کره کتنې لاندې ونيو او ويې ويل: جګړه، بې وزلي، د هڅونې نشتوالى او د زمينې د نه برابريدو له امله دبلخ فرهنګي حوزه دهېواددمرکز او دجنوب لويديځې حوزې په نسبت وده نه لري او هغه واټن چې د ځوانانو او مطالعې ترمنځ رامنځته شوى دى؛ د ځوانانو د استعدادونو د نه ودې سبب شوى دى.
په غونډه کې يوشمېر فرهنګيانو له اطلاعاتواو فرهنګ وزارت څخه وغوښتل چې په دغه ولايت کې دې د ځوانانو د هڅونې او د هغوى دفرهنګي ودې زمينه برابره کړي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمدخليق په بلخ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فعاليت مثبت وباله او ويې ويل چې په بلخ کې د ځوانانو ادبيات او ليوالتيا  ډېره لوړه ده.
ختم- ف-اکرم

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٠مه   
د هېواد يو ليکوال لس ټوکه کتابونه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينۍ ساپۍ ته ورکړل.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: دغه کتابونه (د نړۍ پوځي تاريخ ته لنډه کتنه) ترعنوان لاندې د مارشال محمد قسيم  فهيم د پوځي اکاډمۍ استاد پوهيالي محمد اوليا سليمي، د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستۍ ته ورکړل.
سليمي وويل: په دغه کتاب کې له تاريخ څخه مخکې د بشري ټولنو تاريخ تر معاصرې دورې پورې ټول مسايل او پېښې چې په نړۍ کې رامنځته شوې، په ځانګړې توګه پوځي، سياسي او ټکنالوجيکي مسايل راغبرګ شوي دي.
هغه وويل چې دغه اثر په ٥٧٥ مخونو کې ليکل شوى دى او لس ټوکه يې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنک وزارت ته ورکړل شول.
حسينې ساپۍ له سليمي څخه د دغه کتاب د ليکلو له امله مننه وکړه او د بېلابېلو فرهنکي برخو په تېره بيا د ليکوالۍ په برخه کې يې د ځوانانو هلې ځلې يو ارزښتناک او کټورګام وباله.
پاى \ذ