25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ دلړم ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد...

 يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

۳۷- کابل / د لړم ۳مه / باختر يو دېرش...

 پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

۳۶- کابل / د لړم ۳مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د استاد کشمي مړينه يوه ضايعه وبلله

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/د تلي ٢٦مه
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت مشرتابه د استاد درمحمد کشمي پر مړينې خواشيني څرګنده کړه.
استاد درمحمدکشمي د هېواد مشهور سيمه ييز سندرغاړى واو د دمبورې اوغيچک په وهلو کې یې شهرت درلود.
هغه  د بدخشان  د کشم ولسوالۍ په فرخ جانیو کلي کې وزيږيد او په ځوانۍ کې  د سيمه ييزو سندرو په ويلو او د دمبورې په غږولو د خلکو ترمنځ مشهورشو.
ارواښاد استاد کشمي د کنسرتونو لپاره المان، فرانسې، اسپانيا، متحدوعربي اماراتو، تاجکستان، ترکمنستان اوايران ته سفر کړې و.
  استاد کشمي د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه د ٨٨ کلنۍ په عمر وفات شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري  د هېواد د دغه مشهور هنرمند مړينه  د هېواد د  موسيقي هنر په برخه کې  يوه ضايعه بولي او د الله (ج ) له دربار څخه هغه ته د فردوس جنت او د هېواد هنري ټولنې، د ارواښاد کورنۍ او خپلوانو ته د جميل صبر هيله کوي.
ختم_ ج _اکرم

Last modified on Saturday, 17 October 2020 10:45

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.