25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل/ د لړم ٤مه/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د...

د القاعده شبکې دويم  نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

د القاعده شبکې دويم نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

غزني/ د لړم ٤مه/ باختر د غزني د ملي امنيت رياست...

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

کابل / د لړم ۴ مه / باختر د ننګرهار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يوشمېر رسانه يي شکايتونه وڅېړل شول

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/دتلي ٢٦مه
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست اونوماند وزير محمد طاهر زهير په مشرۍ نن د رسانه يي شکايتونو اوسرغړونود څېړنې کمېسيون غونډه وکړه.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛  په دې غونډه کې د پنځو رسانه يي شکايتونو په اړه  چې د يوشمېر بنسټونو له خوا  کمېسيون ته رسيدلې و، خبرې اترې وشوې.
د کمېسيون غړو د دغو شکايتونو له څېړنې او د قضيو د اړخونوله خوا د دليلونوله اورېدو وروسته  په ځينو مواردو کې د زياتو سندونو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه او د کمېسيون د اصولو او صلاحيتونوله مخې د هرشکايت په اړوند لازمې پريګړې وکړې.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزيرټينګاروکړ چې د کمېسيون غړي دې د رسانه يي شکايتونواوسرغړونو د څېړنې بهير د ګړنديتوب په لاره کې هلې ځلې وکړي  او په  خپلو څېړنو کې زياته پاملرنه وکړي .
ختم_ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.