25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزولو

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزولو

کابل/ دلړم ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد...

 يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

۳۷- کابل / د لړم ۳مه / باختر يو دېرش...

 پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

۳۶- کابل / د لړم ۳مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د قندهار د مشهور سندرغاړي او ښوونکي عصمت الله رعنا پر مړینې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلی ۲۶مه/ باختر

په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د قندهار مشهور سندرغاړي اوپېژندل شوي ښوونکي عصمت الله خان رعنا د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

ارواښاد چې خلکو معلم صاحب عصمت الله خان باله، د خپل عمر ډېره برخه د هېواد د بچیانو په ښوونه او روزنه او همدارنګه د موسیقۍ هنر  په چوپړ کې تېره کړه.  ښکلی غږ یې لاره او خلکو یې سندرې خوښولې او ده ته یې په  درنه سترګه کتل.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د معلم صاحب عصمت الله خان رعنا مړینه ضایعه بولي، ده ته د فردوس جنت او د ارواښاد کورنۍ، مینه والو او د لوی قندهار ولسونو ته د ډاډګیرنې او همدردۍ د مراتبو په وړاندې کولو سره د صبر او زغم هیله کوي.





 

Last modified on Sunday, 18 October 2020 04:18

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.