21 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره د ټاکنو د امنیت په اړه خبرې وکړې

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

جمهورريیس غني د افغانستان لپاره د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

د نمک آب ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

تالقان / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د تخار د نمک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ايوب صابر د زوکړى د نوي يمې کاليزې له امله علمي څيړنيز سمينيار پاى ته ورسيد

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل -باختر دليندي دولسمه:
  هغه علمي-څيړنيز سيمينار چې د پښتونخوا د مشهور او وګړني شاعر، اديب، متفکر او ژورناليست ايوب صابر زوکړى د نوي يمې کاليزې له امله پرون په کابل کې جوړ شوى و؛ نن پاى ته ورسيد .
دغه سيمينارچې د سرحدونو قومونو او قبايلو د چارو وزارت له خوا جوړ شوى و؛ پرون دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د پيغام په لوستلو سره په کار پيل وکړ.
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې: د سيمينار  په ننني کارکې چې په فرهنګي چاروکې د جمهوري رياست د سلاکار وزيرڅيړنپوه ډاکتر زلمى هيوادمل ، د اطلاعاتو او فرهنګ او د سرحدونو، قومونو او قبايلو د چارو د وزارتونو د معينانو ، دپارلمان د ځينو غړو او د بهرنيو ميلمنوپه ګډون جوړ شوى و؛ فرهنګيانو  ، پوهانو او ليکوالو د پښتونخوا د مشهور شاعر، اديب، متفکر او ژورناليست د شخصيت او ژوندانه په اړوند خپلې مقالې ولوستلې .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوى دى: د سيمينار په علمي مجلس کې چې دڅيړنپوه عبدالواجد واجد په مشرۍ جوړ شو، د پښتونخوا پوهانو قيوم مروت ، صادق زيرک ، هارون رشيد خټک ، نعيم ازاد، سادات سحر خپلې څيړنيزې مقالې چې د ايوب صابر ټولنيز ، علمي او فرهنګي  شخصيت او ادبي اثار پکې منعکس  شوي و ، ولوستلې .
د سمينيار په کارکې د پښتونخوا ليکوال او اديب او د ايوب صابر د کاکا زوى محمد ظهور قريشي، د ده دکورنۍ په استازيتوب خبرې وکړې او د دغه سيمينار د جوړولوپه خاطر يې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له دولت او د سرحدونو ، قومونو او قبايلو د چاروله وزارت څخه مننه وکړه .
د سمينيار دکار په پاى کې د افغانستان د علومو اکاډمى سلاکار څيړنپوه حبيب الله رفيع، د سمينار کار مثبت وباله اوغوښتنه يې وکړه چې د ايوب صابر ټول اثار دې راټول اوچاپ شي او هم دې په سمينارکې لوستل شوې مقالې په يوه ټولګه کې چاپ شي .
دسمينيار کار د مشاعرې په غونډې سره پاى ته ورسيد .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.