07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتررهين : په معلوماتو دلاس بري دخبريالانو له قانوني دندو څخه دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٧ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين له خبريالانو سره دننګرهار ولايت دامنيتي   ځواکونو ناوړه چلند په کلکه وغانده.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير چې په دې باب يې دباختراژانس له خبريال سره خبرې کولې  زياته کړه، په معلوماتو لاس بري  دخبريالانو دقانوني مکلفيتونو يوه برخه ده او بايد دغه حق ترپوښتنې لاندې ونه نيول شي .
ډاکتر رهين  دننګرهار ولايت له مقاماتو څخه  وغوښتل چې موضوغ وڅيړي  او امنيتي ځواکونو ته دې لارښوونه وکړي  چې له خبريالانوسره ناوړه چلند ونه کړي.
درارسيدلو خبرونوله مخې،  دپژواک دخبري اژانس ، داريانا ، هيواد ، شمشاد او دفرانسپرس دتلويزيونونو خبريالان هغه وخت ووهل شول او وډبول شول چې غوښتل يې په جلال اباد ښارکې دچاودنې يوه پيښه ترپوښښ لاندې ونيسي .
ډاکتر  رهين زياته کړه چې په دايکندي ولايت کې ددوو سيمه ييزو راډيو ګانو ستونزه هم څيړل شوې  ده.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.