04 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار د ځانمرګي بريد د ټپيانو روغتيايي حالت وڅېړل شو

د ننګرهار د ځانمرګي بريد د ټپيانو روغتيايي حالت وڅېړل شو

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر: د عامې روغتيا وزارت د...

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سيمې په کچه د خان عبدالغفار خان علمي سيمينار جوړوي

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سيمې په کچه د خان عبدالغفار خان علمي سيمينار جوړوي

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر: د خان عبدالغفارخان د علمي سيمينار...

حسينه ساپۍ: د سولې د بهير په باب  د ښځو د نظريو غوښتنه وکړه

حسينه ساپۍ: د سولې د بهير په باب د ښځو د نظريو غوښتنه وکړه

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر: د ښځو د چارو وزارت سرپرستې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اسلامي همکارى سازمان ، ټلويزيوني شبکه جوړوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

انقره \ د ايران دولتي خبري آژانس \  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
داسلامي هيوادونو د همکاريو د سازمان عمومي منشي اکمل الدين احسان اوغلو ددغه سازمان له خوا د مياشتني ټلويزيوني شبکې د جوړولو خبر ورکړ چې دده په خبره هدف يې نړيوالو ته د اسلام د سپيڅلۍ دين پيژندل دى.
د ترکيې د خبري  منابعو په ليکنه :  دغه ټلويزيوني شبکه به نړيوالو ته د اسلام د سپيڅلۍ دين د پيژندلو او د نړيوالې ټولنې سولې د تحقق په چوکاټ کې د فعاليتونو په لاره کې پروګرامونه  خپاره کړي.
احسان اوغلو ددې په يادونې سره چې د دغې مياشتني ټلويزيوني شبکې د جوړولو په لاره کې ځنډشوى دى؛  زياته کړه: موږ غواړو چې د دغې ټلويزيوني شبکې له لارې د اسلامي ارزښتونو بډاى او ژور پروګرامونه او هم د اسلام د ستر پيغمبر د پيغامونو لرونکي پروګرامونه توليد او نړيوالو ته يې خپاره کړو او اوس په دې برخه کې د پروګرام جوړولو په حال کې يو.
ده زياته کړه: د دغې ټلويزيوني شبکې د جوړولو په لاره کې د اسلامي همکاريو د سازمان يو هدف د هغو افراطي چلندونو اوخبرو مخنيوي دى چې د اسلامي نړۍ د څيرې د ويجاړتيا سبب شي .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.