24 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ۱۳۱۴ډالرو وړاندې کېږي

کابل\باختر\ د وري د مياشتې ۴مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو...

د اسعارو بيه

کابل\باختر\ د وري د مياشتې۴ مه د کابل د شهزاده سراى...

د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۴مه په افغانستان کې د آلماني...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د نوروز د ملي جشن د جوړولوکميسيون غونډه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين په مشرۍ د نوروز د ملي جشن د جوړولوکميسيون نن غونډه وکړه .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: دغه غونډه دبهرنيو د چارو، دکورنيو د چارو، دکرنې او اوبولګولو ، عامې روغتيا، د ښځو د چارو، انرژي او اوبو ، ترانسپورت او هوايي چلند، ماليې او د سوداګرۍ اوصنايعو د وزارتونو، د ملي امنيت د لوى رياست، د جپګوړو دولتي چارواکو، د امنيت دمحافظت  د رياست ، د افغاني سرې مياشتې دټولنې اودکابل ښار دکسبګرو د اتحاديې د استازو په ګډون جوړه شوه او د نوروز دملي جشن  په نمانځلو کې د ونډې اخيستنې په خاطر  د دغو ارګانونو د تيارى په اړوند خبرې وشوې.
ددغې غونډې په پيل کې اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين دنوروز دملي جشن دنمانځلو د څرنګوالى په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل : هيله لرو يوځل بيا د نوروکلونو په شان نوروز په هغه عزت او حرمت سره  چې ورته په کار دى؛ ونمانځو او په دې جشن کې مو له تياتر، موسيقي او ورزشي سياليو څخه د نوروز دغونډو او شعر ويلو د غونډو اونندارتونو  پورې  پروګرامونه پکې په پام کې  ولرو.
ددغې غونډې دويمې برخې، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د نشراتي معين مبارز راشدي په مشرۍ خپل کار ته دوام ورکړ او د دغو وزارتونو او ارګانونو استازو د نوروز د ملي جشن د نمانځنې په خاطر، د اړوندو مرکزونو د ونډې اخيستنې د څرنګوالې په اړوند معلومات ورکړل .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  نشراتي معين  ټينګار وکړ چې دغه جشن بايد په  لازيات پرتم سره جوړ شي .
دغه راز پريکړه وشوه چې ددغه کميسيون بله غونډه دې د راتلوونکې اوونۍ  د يکشنبې په ورځ  جوړه شي .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.