25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل/ د لړم ٤مه/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د...

د القاعده شبکې دويم  نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

د القاعده شبکې دويم نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

غزني/ د لړم ٤مه/ باختر د غزني د ملي امنيت رياست...

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

کابل / د لړم ۴ مه / باختر د ننګرهار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دفيض اباد په نوى ښارکې دفرهنګ واټ پرانستل شو.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  د چنګاښ ٨ :
دبدخشان ولايت دمرکز فيض آباد په نوى ښارکې دفرهنګ واټ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي معين له  خوا دپټۍ په پرې کولو سره پرانستل شو.
دغه واټ چې دبدخشان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته څيرمه موقعيت لري، داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت له منظوري وروسته پرون ددغه وزارت دفرهنګي معين سيدمصدق خليلي له خوا پرانستل شو.
دفيض آباد له ښارڅخه دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې،  سيدمصدق خليلي ددغه واټ دپرانستلو په وخت کې وويل ، چې دبدخشان په فرهنګپال چاپيريال کې دفرهنګي واټ پرانستل به چې نوم يې له فرهنګ سره تړاولري دبدخشان دفرهنګييانو اوخلکو دخوښي سبب وي.
دغه راز په دغو مراسمو کې هغه ستاين ليکونه  چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له خوا برابرشوي وو ددغه وزارت دفرهنګي معيين اودکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دمعين  طارق عصمتي له خوا ، دبدخشان والي ، دفيض اباد ښاروال اودآغاخان دساختماني دفتر انجينرانوته چې دکتابتون په  جوړولو کې  همکاري کړې وه وويشل شول.
ديوبل خبرله مخې :
سيدمصدق خليلي او طارق عصمتي  نن دبهارک ولسوالۍ دروغتون دودانۍ  اودښوونکي دروزنې دموسسې دودانۍ دجوړولو دکار بهير وکوت  .
دبهارک  دولسوالۍ روغتون  دآلمان دپرمختيايي بانک په مرسته دآغاخان مرکز له خوا  په دريو پوړونو کې دڅه دپاسه  يومليون امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي 
ديو اړونده چارواکي دڅرگندونوله مخې،  ددغه ديرش بستري روغتون دجوړولو کار په سلو کې اتيا پرمخ تللى دى  چې ترراتلوونکو دريو مياشتو پورې به پرانستل شي .
دغه راز دبدخشان ولايت دبهارک ولسوالۍ دښوونکو دروزنې  دموسسې دودانۍ جوړولوکار چې د آغاخان دپرمختيايي موسسې له  خوا په دوو پوړونو کې جوړيږي  په سلو کې پنځه اتيا پرمخ تللى  دى  چې شل خونې  پکې  په پام کې نيول شوي دي  او په يو وخت کې به دپنځه سوه تنو محصلانو ظرفيت ولري.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.