19 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

۳۴ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

غزني د وږي ۲۹ باختر د پاکستاني اتباعو په ګډون ۳۴...

د کابل ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د حشرکار پیل شو

کابل د وږي ۲۹ باختر د کابل ښار د اوومې ناحیې...

پنځلس طالبان د ماین په چاودنه کې ووژل شول .

مزار شریف د وږي ۲۹ باختر پنځلس وسله وال طالبان نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تيمورشاه اسحق زى د آسيا او اروپا د هيوادونو د اطلاعاتو د وزيرانو په دريمه غونډه او د آسيا او اروپا د هيوادونو او د چين په دريم اقتصادي نندارتون کې ګډون وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  دوږي پنځلسمه :
د ځوانانو په چاروکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين تيمورشاه اسحق زى د آسيا او اروپا د هيوادونو د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزيرانو په هغې غونډه کې ګډون وکړ چې د چين _ آسيا او اروپا د دريم اقتصادي نندارتون ترڅنګ دروان کال دوږي دمياشتې په دريمه نيټه دچين د ولسي جمهوريت په اورم چي په ښارکې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې چې د سيمې د دولتونو او د آسيا او اروپا هيوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو او پيوندونو په ټينګښت کې د ډله ئيزو اطلاعاتو او د اطلاعاتو د هڅو د رول په باب جوړه شوې وه؛ د ځوانانو په چاروکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين تيمورشاه اسحق زي د ګډو اطلاعاتو د ميکانيزمونو د اغيزمنتوب او د سيمې د دولتونو او خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي معلوماتوپه باب خبرې وکړې او ويې ويل چې د سيمې د هيوادونو دريمې اقتصادي وده د سيمې د دولتونو او د خصوصي سکټورونو د اقتصادي معلوماتو او د ګډو اطلاعاتو د ميکانيزمونوپه اغيزمنتوب پورې اړه لري، له دې امله له متقابلوګټور نړيوالو اقتصادي اړيکو سره جوخت د دغه شان ميکانيزمونو جوړول او پياوړتيا د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو ستر او اساسي لومړيتوب دى.
د افغانستان دولت علاقمند دى له خپلو سيمه ئيزو او نړيوالو شريکانو سره په ګډو هلوځلو او هڅوکې دغه ميکانيزمونه جوړ او پياوړي کړي چې د سيمې د دولتونو ترمنځ اقتصادي اړيکې او پيوندونه له پخوا زيات پياوړي کړي.
ددغې غونډې تر څنګ د ځوانانو په چاروکې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين  تيمورشاه اسحق زي د چين د ولسي جمهوريت د اطلاعاتوله وزير سره خبرې وکړې چې په دې کتنه کې ده د چين د ولسي جمهوريت د اطلاعاتو له وزيرڅخه د افغانستان د ژورناليستانو د ظرفيت د لوړولو او د چين په ولسي جمهوريت کې افغان ځوانانو ته د لنډ مهالو او اوږد مهالو روزنيزو پروګرامونو د برابرولو غوښتنه وکړه چې په مقابل کې د چين د اطلاعاتو وزير د ځوانانو په  چاروکې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د معين غوښتنه ومنله او په دې باب يې د مشخصو وړانديزونو دطرحه کولو غوښتنه وکړه.
دغه راز په دې کتنه کې دچين داطلاعاتو وزير دافغانستان اوچين ترمنځ دفرهنګي اړيکو د لازيات ټينګښت په مقصد د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ته بلنه ورکړه چې بيجينګ ته سفروکړي چې دغه بلنه دهيواد د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د استازي له خوا ومنل شوه.
ددغه سفر په بهيرکې د ځوانانو په چاروکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين د چين د ولسي جمهوريت د ټلويزيونونو دستګاوې او نورې خبري رسنۍ وکتلې.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.