داکتر رهين : د آقاخان دټولنې دمعماري جايزې ته دافغانستان دمعماري ديو سبک کانديدل ځانګړى ارزښت لري.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د آقاخان د سږکال دمعماري جايزه دايران د تيريز بازار ته ورکړى شوه.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د يوې پروژې په ګډون له ټولې نړۍ څخه شل  پروژې په هغه پروګرام کې چې له همدې امله په لزبن کې جوړ  شوي  و ، کانديد شوى و.
دباختر آژانس دخبرله مخې :   دغه پروژه په هرات کې ديو ښوونځي ودانۍ وه
چې درې کاله مخکې جوړه شوې ده او له معماري پلوه تراوسه پورې سيال نه لري.
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين د غوره معمارى دجايزې د ورکولو په مراسمو کې چې  په هرو دريو کلونو کې د آقاخان دټولنې له خوا ترسره کيږي وويل ،  دغه شان جايزې ته دافغانستان د يوې معمارى کانديدل لوړ ارزښت لرى.
د ډاکتر رهين دڅرګندونو له مخې :  ددغه ښوونځي په ودانۍ کې ځانګړې ملي خصوصيات رعايت شوي دي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير د والاحضرت آقاخان دغه نوښت وستايه او ويې ويل چې دغه حرکت په  رښتيا دقدردانۍ وړ دى .
دآقاخان ټولنه  په هرو دريو کلونو کې يوځل آثار طرحه کوي او له څيړنې وروسته ورته  جايزه ورکول کيږي .
له ديرشو کلونو راپه دې خوا په هرو دريو کلونو کې يوځل د آقاخان دټولنې له خوا دغه  شان مراسم  پرځاى  کيږي.

back to top