19 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

۳۴ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

غزني د وږي ۲۹ باختر د پاکستاني اتباعو په ګډون ۳۴...

د کابل ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د حشرکار پیل شو

کابل د وږي ۲۹ باختر د کابل ښار د اوومې ناحیې...

پنځلس طالبان د ماین په چاودنه کې ووژل شول .

مزار شریف د وږي ۲۹ باختر پنځلس وسله وال طالبان نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان دموسيقۍ دانستيتوت له هنرمندانو څخه په دنمارک کې تودهرکلى وشو.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٨
د افغانستان دموسيقۍ دانستيتوت دموسيقۍ هنرمندان دنمارک ته په سفر کې په دغه هيواد دميشتو افغانانو له بى ساري هرکلي سره مخامخ شول .
دموسيقۍ دغه هنرمندان په دنمارک کې دافغانانو د شورا په بلنه کوين هاګن ته سفر کړى دى .
په  دنمارک کې دافغانانو د شورا رييس عبدالفتاح سکندري ، افغان  او ايراني هنرمندانو او دموسيقۍ  پوهانو دافغانستان دموسيقۍ دانستيتوت دهنرمندانو هرکلي وکړ.
په لومړي کنسرت کې دغو هنرمندانو دافغاني د اصيلې موسيقۍد ښو پارچو په غږولو لاس پورې کړ او د برخه والو له خوا وهڅول شول . دطبلى، هارمونيي ، تنبوراو رباب  غږول چې دافغانستان داصيلي موسيقۍ له  الاتو څخه شميرل  کيږي په دنمارک ميشتو افغانانوته  خوښې وبخښله .
په  دنمارک د ميشتو افغانانو د شورا دفرهنګي مسوول  تميم ايوبي  دافغاني دموسيقۍ د ډلې د بللو هدف  د تجربو تبادله او دافغانستان له اصيلې موسيقۍ څخه ملاتړ وباله.
ده وويل :  دغه شورا هلې ځلې کوي چې دافغان هنرمندانو څخه په ملاتړ سره دافغاني اصيلې موسيقۍ دساتلو او ودې په  لاره کې ګام  واخلي.
په پام کې ده دافغانستان دموسيقۍ دانستيتوت د هنرمندانو  ډله په دنمارک     کې داستوګنې په  وخت کې نور کنسرتونه  هم اجرا  کړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.