17 May 2012

RSS Facebook

په کابل کې د حضرتانو دتاريخي جومات دترميمولو کار پيل شو

Written by  Administrator
Rate this item
(1 Vote)

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مقاماتو په کابل کې د حضرتانو دتاريخي جومات دترميمولو دکار دپيلولو خبر ورکړ .

دغه جومات چې دکابل دزاړه ښار دقاضي فيض الله خان په ګذر کې دي دزمان په تيريدو او طبيعي پيښو سره يو څه ويجاړ شوى دى .

دحضرتانو تاريخي جومات څه دپاسه سل کاله تاريخي لرغونتيا لري

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دتاريخي ابداتو دساتنې او ترميمولو رييس عبدالاحد عباسي وايې دغه جومات به دهغه دتاريخي اصالت او پخواني معماري په ساتلو سره ترميم شي

اوس ددغه جومات دويم پوړ نيم ويجاړ دي .

عباسي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دحضرتانو جومات دتاريخي اصالت او معماري دساتلو په مقصد دترميمولو لپاره يې هغه موادکاروو چې په تيروخت کې ددغه تاريخي جومات په جوړلوو کې له هغوڅخه کار اخستل شوي و .

ويل کيږي چې دناتو ځواکونو دحضرتانو جومات د ترميمولو لپاره څه ناڅه څلور سوه زره ډالره بيل کړى وى .

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دتاريخي ابداتو دساتنې او ترميمولورييس وويل ددغه جومات دښکلا لپاره سمسوره ساحه هم په پام کې نيول شوى ده

دحضرتانوجومات دترميمولوکار به په يوه کال کې بشپړ شي .

دسيمې دمشرانو دڅرګندونو له مخي په تيروخت کې دحضرتانو جومات له ښکتني او پورتنې پوړ څخه په جلا جلا ډول دجومات په توګه کار اخستل کيده .

عباسي زياته کړه هغوي په پام کې لري چې دغه جومات له جوړولو وروسته دلمونځ کوونکو په واک کې ورکړي .

130 comments

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.