21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې د کرونا ویروس ۳۲ نوې پېښې ثبتې شوې

کابل د تلې ۳۰ باختر په هرات کې په تېرو ٢٤...

په هرات کې د مزداخان لرغونی ډنډ مرمت او بیا رغول کېږي

هرات د تلې ۳۰ باختر په هرات کې د مزدا خان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

داطلاعاتو او فرهنګ وزير په خبريالانو بريد وغانده .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري  پنځلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين په خوست ولايت کې په بهرنيو خبريالانو بريد په کلکه وغانده .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په دووتنو بهرنيو ښځينه خبريالانو بريد نن دپوليسو په جامو سمبال  شخص له خوا  دخوست ولايت دتڼيو په ولسوالۍ کې ترسره شو
په دې بريد کې داسوشتيدپرس يوه ښځينه عکاسه چې المانى وه ووژل شوه او يوه ښځينه کاناډايي  خبرياله ټپي شوه .
ډاکتر رهين ددغې پيښې په خاطر  خواشينى څرګنده کړه اوله امنيتي ارګانونو څخه يې وغوښتل چې عاملين يې دقانون منګولو ته وسپاري .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير څرګنده کړه چې په ښځينه خبريالانوبريد هيڅ راز توجيه نه لري ځکه دخبريالانو فعاليت له هر راز  ملحوظ پرته خلکو ته دحقايقو په رسولو کې محدوديږي .
ډاکتر رهين  له امنيتي ځواکونو څخه وغوښتل چې په هيواد کې دخبريالانو دسردساتنې لپاره دې زياتې هلې ځلې وکړي .

Last modified on Saturday, 05 April 2014 02:22

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.