کابل باختردسلواغې دمياشتې ٣٠ :
دآرمان مرکز نن دپروان ولايت له عامه کتابتون سره دکتابونو مرسته وشوه.
دپروان دښځو دڅوکالۍ دټولنيزي ټولنې مسوولې ميرمن نظيفي مجددي ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له عامه کتابتون سره په بيلابيلو عنوانونو داويا ټوکو کتابونو مرسته وکړه .
دپروان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس عزيز پرواني دغه مرسته دکتابتون په بډاينه کې ګټوره بولي او دي وايي چې لا تراوسه پوري هم دغه کتابتون دکتابونوله کمښت سره مخامخ دي .
ده وويل دپروان عامه کتابتون په ١٣٥١ هجري لمريز کال کې دوخت داطلاعاتو اوفرهنګ مديريت په چوکاټ کې جوړشو او دطالبانو درژيم تر رامنځته کېدو پوري دکتابونوله پلوه سمبال و او مطالعي دمينه والو اړتياوي يې لري کولي .خو دطالبانو درژيم په دوران کې زياتي شتمني يي لوټي شوي .
دغه کتابتون اوس شپږزره ټوکه کتابونه لري .

