کابل باختردسلواغې دمياشتې ٣٠ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمې وروسته دافغانستان دځوانانو دملي ټولنې له يوشميرغړوسره دصدارت په ماڼۍ کې وکتل. او په هيواد کې دروانو مسالو اودځوانانو دستونزو په باب خبري وکړي .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې دځوانانو دملي ټولنې عړو په خطاب کې وويل چې اوسني شرايط زموږ دهيواد دهغه ځوان نسل دسرښندنې ، فداکاري اوقرباني محصول دي چې په ټول هيواد کې يې فعاليت درلود او ددغه هيواد خاوره يې په خپلو وينوسره کړه .
زموږ په هيواد کې دجهاد دوران ځلانده دوره وه چې دا دي دهغې په نتيجه کې موږ اوسني پړاو ته رسيدلي و يو هغه دوره چې دې ته اړيو په خپله لاره کې له اوسنيو خنډونو اوستونزو څخه تير شو اوخپل هيواد اباد کړو .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز زياته کړه چې افغانستان دټولو افغانانو ګډکوردي او دغه راز چې موږدهغه ابادولو مکلف يو مجبور او مکلف يو چې دخپل هيوا دملي فرهنګ دبډاينې اوترقي په لاره کې هڅه او هاند وکړو اوهغه لوړو پوړيو ته وروسو.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په هيواد کې دځوانانو ظرفيتونو ته پاملرنې سره څرگنده کړه چې ځوانان دهيواد فعال او وياړنې ځواک دي او بايد دپوهې اوتخصص په رڼا کې اوپه بشپړي همغږي اوسمون سره دهيواد دترقي اوپرمختګ په خاطر معرکي اومبارزي ته ور ودانګي او له خپلي لاري څخه هر رازخنډونه لري کړي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال حوانان دستونزو په وړاندي دمقاومت اودريدو دهيلي اودروحيې لرلو ته وهڅول او ويې ويل چې هيله دډيوې په شان زموږ لاره روښانه کوي چې دپرمختګ په لاره کې ګام واخلو.
په دې کتنه کې دځوانانودملي ټولنې دوو تنو غړو خبري وکړي او په بيلابيلو برخو کې يي پرتي ستونزي طرحه کړي او دجمهوري رياست دلومړي مرستيال له خوا يې دخپلو ستونزو دڅيړنې غوښتنه وکړه.
ويناوالوپه خپلو خبرو کې دڅوانانو ترمنځ دوزګارتيا دزياتوالې اوپه ادارو کې دسيمه ييزو کادرونو دنه ټاکنې له امله شکايت وکړ دپوهنې اوروغتيا په برخو کې ستونزي هم هغه مواردو چې ددوى په وړانديزونو کې بيان شول
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په پاى کې ژمنه وکړه چې په دې کتنه کې ټولې طرحه شوي ستونزي په خپل وخت وڅيړل شي .

