18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په فراه کې د پوليسو سرتېري وستايل شول

په فراه کې د پوليسو سرتېري وستايل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د فراه امنيې قوماندانۍ نن په...

څلورطالبان په لوګرکې ووژل شول

څلورطالبان په لوګرکې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر څلور وسله وال طالبان تېره شپه...

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دموزيم نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دثور  اته ويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين نن دموزيم دنړيوالې ورځې دنمانځنې  په مراسموکې وويل  چې دنوي ملي موزيم  جوړول  دنړيوالو دوستانو زياتو مرستو ته  اړتيا لري .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  په دغو مراسمو کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمعينيانو او رييسانو او دبهرنيو ميلمنو  په ګډون  دملي موزيم  په تالار کې  پرځاى شوي و ، دملي موزيم رييس  عمرا خان مسعودي  خبرې وکړې اوويې ويل  دافغانستان ملي موزيم  او دولايتونو  موزيمونو دهيواد د نورو فرهنګي  بنسټونو ترڅنګ  د ١٩٩٢_ ١٩٩٥ ميلادي کلونو دکورنيو جګړو په بهير کې  نه جبيره کيدونکي  تاوانونه  زغملي دي  او ملي موزيم له جګړو مخکې په لسګونو زره  لرغونې اثار  لرل  چې ددغو کلونو په بهير کې  په سلوکې نږدې  اويا اثار يې  لوټ کړي شوي دي .
  ده زياته کړه ديونسکو او داي سي او ام  دسازمان  په ګډون دفرهنګي بنسټونو او دغه راز له نړيوالې ټولنې دفرهنګ دوستو هيوادونو په همکارۍ  موږ په دې بريالي شو  چې په لرغونو ساحو او په موزيمونو پورې اړوند نهه زره  څلور سوه څلور اويا ټوټې  لرغونې اثار  بيا ترلاسه کړو او دغه بهير په قانوني ډول  له نړيوالو کنوانسيونونو سره سم زموږ په کاري اجندا کې  ځاى لري  او تعقيب به شي .
  په دغو مراسمو کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزير  ډاکتر سيد مخدوم رهين  دهيواد په ملي موزيم او تاريخي اثارو  دجګړو او دتيرو پيښو  دناوړو اغيزو په اړوند  معلومات ورکړل  او څرګنده يې کړه چې  ددغو ټولو سره سره  له نيکه مرغه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  په بشپړه توګه دملي موزيم  په بيا جوړولو  بريالي شو خو بيا هم هغه څه چې  نن په  ملي موزيم کې لرو دهغه په نسبت بيخې کم دي  چې بايد  لرلي مو واي .
  ډاکتر رهين زياته کړه چې لاتراوسه پورې په هيواد کې  زياتې تاريخي ساحې  شته  چې بايد وپلټلي شي  په تيره بيا  له اسلامي دورې څخه  چې زموږ ښارونه داسلامي تمدن  ستر مرکزونه و  خو زيات اثار ورڅخه په لاس کې نه لرو .
دغه راز  په دغو مراسمو کې  ديونسکو دسازمان  او دافا موسسي  استازو دافغانستان  دفرهنګي برخې  په تيره بيا  دلرغونو اثارو  دساتنې او ترميمولو په برخه کې  دخپلو همکاريو په اړوند معلومات ورکړل  او داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره يې  په خپلو زياتو همکاريو باندې ټينګار  وکړ .
   ددغو مراسمو په پاى کې  ميلمنو  دملي موزيم  بيلابيلې برخې وکتلې .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.