14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت فرهنګي معين دجام دڅلې په برخه کې دنړيوال ميراث داسيا اوقيانوسيه دبرخې له رييس سره خبرې وکړې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\د غبرګولي  د مياشتې١٣:
سيد مصدق خليلي  چې دلرغونوميراثونو په نړيوال سيمينار کې دګډون په مقصد فرانسې ته سفرکړى و  . دافغانستان دلرغونوميراثونو  او دهغوى دساتنې داړتيا دارزښت  په باب  دوينا تر څنګ پرون د نړيوالوميراثونو دنړيوال سازمان داسيا او اوقيانوسيه  دبرخې له رييس جينګ فينګ سره وکتل.
دباختر اژانس دخبر له مخې، ددغې کتنې هدف دجام دڅلې دحالت څيړنه وه   چې دافغانستان دنړيوال ميراث يوه لرغونې اوتاريخي ساحه ده .
په دې کتنه کې خليلي ددغه ارزښتناک  فرهنګي ميراث  له انديښنو ډک حالت  بيانولوپه ترڅ کې څرګنده کړه ،چې په غور ولايت کې دوروستيو  سيلاونوله امله ددغه څلې استنادي ډيوال چې دجام دسيند په تګلوري کې دى،  په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى چې دغه ناوړه کار دجام تاريخي څلې  له خطر سره مخامخ کړى دى .
ده زياته  کړه چې په همدې حال کې دزياتواورښتونو او دنورو جوي عواملو له امله ددغه څلې  دمعماري اوخطي  ښکلا دنړيدو په حال کې ده اوله تدريجي ويجاړتيا سره مخامخ دى، که چيرې په لنډ مهال کې  دنړيدو مخه يې ونه نيول شي لرې  به نه وي چې په دې څلې  کې کومه ښکلانه پاتې کيږي  اوداکار ددغه څلې دمعماري  اوهنري ارزښت  په کمښت باندې مستقيمه اغيزې لري .
خليلي په دې ترڅ کې چې ددغې پيښې تصويرونه او مفصل رپوټ دنړيوال ميراث دسازمان  داسيا او اوقيانوسيه دبرخې رييس ته وړاندې کړل .  له ده  څخه يې وغوښتل چې دڅلې دحالت اودجام  دلرغونې ساحې دڅيړنې لپاره دافغانستان داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره همکاري وکړي .
جينګ فينګ  دجام څلې ته دپاملرنې په خاطر د همکارۍ ژمنه وکړه اوڅرګنده يې کړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې جاپان ،کوريا او ايټاليا  په ګډون له مرستندويو هيوادونوسره اړيکې نيسي چې له نړيوال  ميراث سره دخپلو مرستويوه برخه  دجام څلې   ته بيله کړي .
ده زياته کړه چې پخوايې   دڅلې دغاړو دټينګښت په برخه کې دنړيوال ميراث دسازمان عمومي غونډې ته پروپوزل  وړاندې کړى دى،  چې ضميمه به يې دجام  دڅلې  له انديښنو ډک حالت اوداستنادي ډيوالونو دموضوع سملاسي او جدي  اقدام داړتيا په يادونې سره هم عمومي او داجراييوي  بورد غونډو ته وړاندې کړي.
په دې کتنه کې دغه راز په افغانستان کې دنړيوال ميراث دساحو دحالت او دنړيوال ميراث  په فهرست کې دافغانستان ديوشمير  نورو تاريخي او لرغونو ساحو دثبت دڅرنګوالې په باب  خبرې وشوې چې دنړيوال ميراث مسوولينو يې هرکلۍ وکړ، اوويې ويل :ددغې ادارې امکاناتو ته په پاملرنې سره دنړيوالو ميراثونوپه فهرست کې دثبت په لاره کې ددغوميراثونو دوړاندې کولو لپاره ډير ښه وخت دى اوپه دې برخه کې يې دهر راز همکارۍ ژمنه وکړه .
  فينګ  ژمنه وکړه چې په نږدې راتلوونکي کې دوه تنه ماهران ليږي چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ثبت ددوسيو دبرابرولو  په لاره کې  مرسته وکړي اوله دې سره جوخت دنړيوال ميراث په فهرست کې  داثارودثبت  ددوسيو دبرابرولو  اوتنظيم دڅرنګوالې  په برخه کې په دغه وزارت پورې اړوندو مسوولينو ته روزنيز پروګرامونه هم جوړکړي . 
په پاې کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي چارو معين دنړيوال ميراث  له مسوولينو څخه وغوښتل چې دجام دڅلې  په باب  خبرې دې دنړيوال ميراث د سازمان دعمومي مجلس په اجندا  کې چې ټاکل شوې ده دروان کال  دجون دمياشتې له پنځلسمې نيټې  څخه تر څليرويشتمې نيټې پورې دقطر په پايتخت دوحه  کې جوړ شي شامل کړي، اوفينګ ژمنه وکړه چې خپلې ټولې هلي ځلې به ددغه مجلس په اجندا کې دجام دڅلې دخبرودشاملولو لپاره وکاروي.   تر څو يوځل بيا دجام څلې  دپاملرنې  په مرکزکې ځاى ونيسي .
ديادونې وړ ده چې په دې برخه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي معين په وړانديز ديونسکو په سازمان کې دافغانستان  ددايمي نمايندګي له لورې رسمي ليک هم دنړيوال ميراث  دبورد غړو اونورواړوندو ادارو ته وسپارل شو .
په دې کتنه کې په يونسکو کې دافغانستان ددايمي نمايندګي لومړۍ سکرتر  طرزي او دنړيوال ميراث په کميټه کې دافغانستان دنړيوالو ميراثونومسوول ښاغلي لي هم حاضر و .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.