27 May 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 درې څلويښت تنه دهېواد په بيلابيلو سيموکې ووژل شول

درې څلويښت تنه دهېواد په بيلابيلو سيموکې ووژل شول

-کابل باختر د غبرګولي پنځمه : په تيرو څلور ويشتو ساعتو...

 خبرتيا

خبرتيا

-کابل باختر د غبرګولي پنځمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا داطلاعاتو اوفرهنګ...

په پروان ولايت کې يوتن  دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو

په پروان ولايت کې يوتن دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو

کابل باختر د غبرګولي پنځمه : يوتن دپروان دامنيې قوماندانۍ دنشه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهمکارۍ درې تفاهم ليکونه لاسليک شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٧ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو د چارو معينې پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي نن دخصوصي او دولتي مرکزونو له مسوولينو سره  دهمکارۍ درې تفاهم ليکونه لاسليک کړل.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې دغه تفاهم ليکونه د سولې دمطالعاتو، رسنۍ اوښې حکومتوالۍ د  انستيتوت،دهاجر د نړيوالې موسسې  او د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک  کميسيون له مسوولينو سره لاسليک کړل.
ددغه   تفاهم  ليکونو دلاسليک  کولو په مراسم کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې څرګنده کړه چې دسولې دمطالعاتو،رسانه او دښې حکومتوالۍ  انستيتوت ددغه تفاهم ليک له مخې دغه انستيتوت درسانه يي مطالعاتو ،  درسنيو دريتينګ دسيستم دپلي کولو، دټولنيزو شبکو درسنيو په کار کې  دآسانتياو درامنځته کولو او  په افغانستان کې درسنيو دحالت دښه والي  په برخو کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو  دچارو له معينيت سره همکاري کوي.
دغه راز دسولې دمطالعاتو رسانه  اوښې حکومتوالۍ دانستيتوت رئيس  احمدکميل ميرشادبيګ هم په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې درسنيو د حالت دښه والي په خاطر ددغه تفاهم ليک دموادو  په عملي کولو کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په همغږۍ او همکارۍ هلې ځلې کوي.
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو  معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  وويل :دهغه تفاهم ليک له مخې  چې دهاجر  له نړيوالې موسسې سره لاسليک شو دغه  موسسه  دکابل ، ننګرهار ،.هرات ، بلخ  او کندز په ولايتونو کې د ظرفيتونو دلوړولو پروګرامونه  د انسان تښتونې  او قاچاقو پرخلاف دمبارزې  دانسان دقاچاقو او تښتونې دزيانونو  دپوهاوي په اړوند  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو له معينيت سره همکاري کوي.
دغه راز دهاجر موسسې   رواني سلاکار  دايان استيت  ددغې موسسې دکار اوفعاليت دڅرنګوالي په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې ددغې موسسې دکار يوه برخه دانسان له تښتونې اوقاچاقو سره مبارزه ده .
ده داطلاعاتو اوفرهنک وزارت دخپرونو دچارو معينې ته ډاډ ورکړ چې دنشراتي چارو له معينيت سره په همکارۍ کې دانسان دتښتونې او قاچاقو دکمښت په خاطر ددغه تفاهم ليک دتطبيق په خاطر زياتې هلې ځلې کوي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نشراتي معېنې زياته کړه:ديوبل تفاهم ليک پربنسټ چې د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون د ملکي خدمتونو د ادارې له لوى رئيس سره لاسليک شو دغه کميسيون  دښو خدمتونود وړاندې کولو  اوپه مرکز اوولايتونو کې درسنيو دجواز ليکونو د ويشلو دبهير دساده کولو په لاره کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دنشراتي چارو له معينيت سره همکاري کوي.
په همدې  حال کې د اداري ا صلاحاتو اود ملکي خدمتونو دکميسيون  لوى رئيس احمدمسعود توخي  خبرې وکړې  او د طلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو له معينيت سره د دغې ادارې  په  دوامدارې همکارۍ ټينګاروکړ.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.