30 April 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يوسلو څلورزره ماشومان په نيمروز ولايت کې واکسينيږي

يوسلو څلورزره ماشومان په نيمروز ولايت کې واکسينيږي

کابل باختر دثور١٠ دګوزڼ د واکسين کمپاين پرون په...

دوه تنه د غلا په تور ونيول شول :

دوه تنه د غلا په تور ونيول شول :

کابل باختر دثور ١٠ دوه تنه پرون په نيمروز ولايت...

نوولس تنه وسله وال طالبان په بغلان ولايت کې ووژل شول:

نوولس تنه وسله وال طالبان په بغلان ولايت کې ووژل شول:

کابل باختر دثور ١٠ په بغلان ولايت کې پرون د امنيتي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر کمال سادات : دلرغونو اثارو ساتنه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددندو په سرکې ځاى لري .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات نن په کابل کې  دملګروملتودعلمي او فرهنګي سازمان  له استازې  ميرمن پتريشه  مک  فليپس سره وکتل .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دملګروملتو علمي اوفرهنګي سازمان  دهېواد دلرغونو او تاريخي اثارو دبيا رغاونې او ترميمولو په برخه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له نږدې همکارانو څخه دى .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  ددغه مرکز او د اقاخان دټولنې په همکارۍ  ددغه وزارت څو پروژې دبلخ ، هرات او کابل  په ولايتونوکې تطبيقې کړې دي  او دځينو پروژو کار دوام لري .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  په دې کتنه کې  دافغانستان تاريخي او لرغونې اثار نړيواله  فرهنګي پانګه وبلله او ويې ويل  دافغانستان  دتاريخي اثارو ساتنه ،  ترميمول او بيا رغاونه  ددغه وزارت  دکاري لومړيتوبونو پرسرکې ځاى لري او په دې لاره کې يوه شيبه هم بې پروايي نه کوي .
  ده  له خلکو څخه وغوښتل  چې دلرغونو اثارو په ساتنه کې همکار وي  او دغه راز  هغه  اثار چې ترلاسه کوي يي  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته يې وسپاري ځکه داټول دهېواد تاريخي  فرهنګي او تمدني هويت دى .
  په همدې  ترتيب په کابل کې دملګروملتو دعلمي او فرهنګي سازمان استازې  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره ددغه بنسټ  د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.