24 August 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د ملګرو ملتو له استازي سره د سولې پر بهير خبرې وکړې

کابل_باختر د وږي د مياشتې١ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د...

پوهاند محمدرسول باوري مطيع الله روهيال وستايه

کابل \باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه : د اطلاعاتو او...

د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم پرانیستل شو

کابل_باختر د وږي د مياشتې١ د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر عبدالله عبدالله :دخبريالانو ورځ دې مبارکه وي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دکب اووه ويشتمه :
دکب دمياشتې اووه ويشتمه نيټه خبريالانو او رسانه يي ټولنې ته ددرناوي په خاطر  په افغانستان کې  دخبريالانو  دورځې په توګه  نومول شوې ده .
داجراييه رياست  دمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ : دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وويل : دملي وحدت دحکومت  په استازيتوب  دخبريالانو  دورځې له امله ټولو خبريالانو ، ورځپاڼه ليکوونکو او دافغانستان درسنيو کارکوونکو ته دزړه له کومې مبارکي وايو .
  دهېواد  دملي ګټو او ارزښتونو  دساتنې په لاره کې زموږ دخبريالانو او رسنيو رول  په هيڅ صورت  دافغانستان د سرښندونکو او امنيتي ځواکونو او سرتيرو  له  رول څخه  لږ نه دى .
خبريالان او درسنيو کارکوونکو په وروستيو پنځلسو کلونوکې دبيان دازادي  دبنسټيز کولو او دنويو او دموکراتيکو ارزښتونو دتحقق په لاره کې سرښندنې کړې دي او په دې لاره کې  زياتې قربانۍ ورکړې دي ، تروريستانو او ډار اچوونکو لکه څرنګه چې  په عمومي مرکزونو کې  عام وژنه کړې ده  په خبريالانو او درسنيو په کارکوونکويې هم  رحم نه دى کړى او په وار وار دهېواد خبريالانو او رسنيو ته  ګواښونه کړي دي . چې ددوى  داغيزمنو فعاليتونو او دپوهاوي  دورکولو  دلارې خنډ شي  خو دهېواد ميړني او روښان اندي  خبريالان او رسانه يي بنسټونه له ډار پرته  خپل کار او فعاليت ته دوام ورکړى دى .
  دهېواد په ټولنيز فرهنګي ، روزنيز اوسياسي  وده کې  دخبريالانو  او رسنيو ارزښت او رول  په ښه ډول درک کوو او په همدې دليل  دهېواد دخبريالانو  او رسنيو دازادانه کار لپاره  دلازمو اسانتياو دبرابرولو په لاره کې  له هيڅ راز هلوځلو څخه به ډډه ونه کړو .
  دملي وحدت حکومت  ځان اطلاعاتو ته د لاسرسۍ  دحق  دقانون  په رعايتولو او دغه راز  درسنيو دقانون  په تطبيقولو مکلف بولي .  زموږ په نظر  دبيان  رسنيو او دموکراتيکو ازاديو معامله نه منوونکي دي . او دملي وحدت حکومت  دافغانستان دخلکو له دغه  ستر برياليتوب څخه په ټول توان سره  ساتنه او ملاتړ کوي . او دهېواد دخبريالانو او رسنيو ملاتړ خپل  مهمه  دنده او مسووليت  بولي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.