29 May 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دمحمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې  او خواخوږۍ پيغام

دمحمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ پيغام

کابل باخترد غبرګولي اوومه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور...

په بغلان  کې دسړک جوړولو دڅلورو پروژو کار پيل شو

په بغلان کې دسړک جوړولو دڅلورو پروژو کار پيل شو

کابل باخترد غبرګولي اوومه : په بغلان ولايت کې نن...

 دده صلاح ولسوالۍ داداري کمپلکس  نوې ودانې پرانستل شوه

دده صلاح ولسوالۍ داداري کمپلکس نوې ودانې پرانستل شوه

کابل باخترد غبرګولي اوومه : دبغلان ولايت دده صلاح ولسوالۍ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

درې تاريخي آثار د پکتيا موزيم ته وسپارل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دوري دمياشتې ٣٠ :
په پکتيا ولايت کې يوه سړي درې تاريخي آثار د دغه ولايت موزيم ته وسپارل .
محمدګل چې د ګرديز ښار د دره ښوونځي تحويلدار دى؛ وايي چې دغه تاريخي آثار د ده له نيکونوڅخه په ميراث ورته پاتي شوي وو.
توره، چاړه او ټوپک هغه آثار دي چې دغه سړي د پکتيا ولايت موزيم ته وسپارل.
لرغونپوهان د دغو آثارو لرغونتيا تر دوه سوه کلونو پورې اټکل کوي.
دغه راز ويل شوي دي چې له دغه ټوپک څخه د افغان _ انګليس په جګړه کې استفاده شوې ده .
محمدګل باختر آژانس ته وويل: دغه آثار زما له نيکونوڅخه را پاتي شوي وو او و مې غوښتل چې له دې وروسته په موزيم کې کيښودل شي.
د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمدشفا شفق له دغه سړي څخه مننه وکړه او له ټولو پکتياوالو څخه يې وغوښتل چې د تاريخي آثارو په ورکولو  او د افغانستان د ځينو لوټ کړى شويو تاريخي آثارو په ستنولوسره د دغه  ولايت د موزيم په بډاينه کې مرسته وکړي.
د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي چې د لوټ کړى  شويو تاريخي آثارو د بېرته ستنولو او د پکتيا ولايت د موزيم د بډاينې لپاره ټولو پکتياوالو ته بلنه ورکړې ده.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.