19 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د اسعارو بيه

کابل\باختر\ د لړم د مياشتې٢٧ د کابل د شهزاده سراى د...

د هوا حالات

کابل\باختر\ د لړم د مياشتې ٢٧ د هوا پوهنې ادارې په...

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

کابل/ باختر/ د لړم د مياشتې ٢٧ نن د لړم د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهاندباوري: فرهنګي او لرغوني ميراثونه د افغانستان د بډاى تمدن څرګندوى دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دوري دمياشتې ٣٠ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ټينګار کوي چې فرهنګي او لرغوني ميراثونه د افغانستان د ځلانده تمدن او هويت څرګندوى دي؛ د هغو ساتنه د هر افغان دنده ده او رسنۍ په دې لاره کې د خلکو د پوهې د لوړولو په کارکې ارزښتناک رول لري.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري چې نن يې  د دغه وزارت د خپرونو د چارو د معين سيد آقا فاضل سانچارکي او د دولتي  او خصوصي رسنيو د مسوولينو په ګډون په يوه غونډه کې چې له مخکښو رسنيو  سره د همغږۍ ترعنوان لاندې جوړه شوې وه؛ وويل: د لرغونو آثارو او د تاريخي آبداتو ساتنه د خلکو له ملاتړ پرته ناشونى کار دى، موږ هلې ځلې وکړې چې بېلابېلې مراجع او بنسټونه همکارۍ ته را وبولو چې له نيکه مرغه څو بنسټونه دې ته حاضر شول چې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل: د رسنيو له مسوولينو او کارکوونکوڅخه غواړو چې د لرغونو آثارو د ساحو په ساتنه کې دې له دغه وزارت سره مرسته وکړي او د تبليغاتو په خپرولو او د خلکو د پوهې د کچې د لوړولو په لاره کې له موږ سره همکاري وکړي او په دې ترتيب موږ خپلو موخو ته چې د تاريخي آثارو ساتنه ده؛ رسيږو.
د باوري د څرګندونوله مخې: د افغانستان په محدوده کې څه د پاسه لس زره تاريخي آبدات شته او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه او هاند کوي چې ټول يې ثبت کړي.
ده يوځل بيا ټينګار وکړ چې رسنۍ کولاى شي د فرهنګي ميراثونو په پيژندنه او د خلکو د ذهنونو په روښانولوکې اغيزمن او ګټور رول ولوبوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بيان د آزادۍ د ملاتړي په توګه عمل کوي او د رسنيو ملاتړ کوي.
دغه راز په آزادو خبروکې د رسنيو څوتنو مسوولينو د نورو په استازيتوب  د پيشنهادونو په وړاندې کولو سره خپلې نظريې د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت  له سرپرست سره شريکې کړې او له ده څخه يې وغوښتل چې د فرهنګي ميراثونو د بډاينې په لاره کې دې په پرله پسې توګه دغه شان خبرې ترسره شي.
په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين سيد آقا فاضل سانچارکي د دغې غونډې په ارزونې سره ټينګار وکړ: هيله ده په راتلوونکو  بحثونوکې ګډ نظر ته ورسيږو او د تبليغاتو او د خلکو د پوهې د کچې د لوړولو په برخه کې همغږي و اوسو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين په اطلاعاتو دلاسبري قانون او د ديجيتل کولو د سيستم د تطبيق په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه چې په دې باب کار دوام لري.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.